• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملیسا فلېمنګ: د طالبانو بندیزونه افغان ښځې له مسلکونو لرې کوي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نړېوالو اړیکو مسوولې ملیسا فلېمنګ د یونېسف وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې له خپلو مسلکونو باسي او د راتلونکي نسل د ځای‌ناستو د روزنې مخه نیسي.

هغې د ملګرو ملتونو د ارزونو په حواله وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې لږ تر لږه ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او روغتیاپالان له منځه وړي.

د فلېمنګ په وینا، له یو میلیون ډېرې نجونې تر اوسه له زده کړو بې‌برخې پاتې شوي او دا بهیر د تعلیماتو بنسټیزه سلسله ګډوډوي. هغې زیاته کړه، چې له کاري ډګره د ښځو شړل یوازې د هغوی پر عایداتو او خپلواکۍ ناوړه اغېز نه‌کوي، بلکې روغتیایي او تعلیمي خدمتونه هم کمزوري کوي او د ټولنې د سوکالۍ کچه راټیټوي.

هغې خبرداری ورکړ، که دا بندیزونه دوام وکړي، افغانستان به له روزل شویو ښځینه کادرونو بې‌برخې شي او د روغتیا او تعلیم په برخو کې به تشې ژورې شي. د فلېمنګ په خبره، د ښځو پر وړاندې دا محدودیتونه د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي او د اوږدمهاله پرمختګ خنډ ګرځي.

ملیسا فلېمنګ له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار پر بندیزونو بیاکتنه وکړي او سملاسي یې لرې کړي. هغې ټینګار وکړ، چې د نجونو تعلیم او د ښځو ګډون نه یوازې اساسي حقونه دي، بلکې د افغانستان د اقتصادي ثبات او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین بنسټ جوړوي.

یونېسف په خپل وروستي کې خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي. یادې ادارې زیاته کړې وه، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه ۱۷،۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شو

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
د بدخشان یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شو
100%

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ اړوند یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله ۵ کسان مړه او د ټپیانو شمېر ۸ ته لوړ شو. دغه وزارت ویلي، بند پاتې نور کان کېندونکي نن (جمعه) ژغورل شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه پېښه تېره ورځ د شهر بزرګ ولسوالۍ د اویز په سیمه کې د سرو زرو یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله رامنځته شوې او د دوو ماشومانو په ګډون د ۵ کسانو له مړه کېدو او ۸ نور له ټپیان کېدو سربېره یو شمېر نور کان کېدونکي بند پاتې وو.

خبرپاڼه کاږي، په یاد کان کې بند پاتې نور کان کېندونکي ژغورل شوي، خو د شمېر او د وضعیت په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

د شنونکو په وینا، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

امرخېل د برېتانیا له استازي غوښتي پر افغان خاوره د بریدونو له امله پر پاکستان فشار راوړي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
امرخېل د برېتانیا له استازي غوښتي پر افغان خاوره د بریدونو له امله پر پاکستان فشار راوړي
100%

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره یې کابل کې د لیدنې پر مهال د افغانستان د روان وضعیت او د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د خونړیو بریدونو په تړاو د خلکو اندېښنې شریکې کړې دي.

امرخېل زیاته کړې، چې د دغو بریدونو د دوام له کبله د ملکي وګړو امنیتي وېره ډېره شوې ده.

امرخېل ویلي، چې برېتانیا له پاکستاني ادارې سره تاریخي اړیکې او پرې ژور نفوذ لري، نو ځکه کولای شي اسلام‌اباد ته روښانه پیغام ورسوي. د هغه په وینا، لندن باید د دغو «خونړیو بریدونو» او «بشري جنایتونو» د تکرار د مخنیوي لپاره خپل نفوذ استعمال کړي او اړوند پیغام په واضحو الفاظو پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

د ننګرهار پخواني والي ټینګار کړی، چې د پاکستان له لوري بریدونه نه یوازې پر ډیورند کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکو ژوند او امنیت ګواښي، بلکې د تاوتریخوالي د نوي څپې خطر هم زیاتوي. ده غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت د مهار لپاره ‌ډیپلوماتیک فشار باید ډېر شي او د ملکي زیانونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

هغه همدارنګه وایي، چې د خلکو غږ باید نړیوالو مرجعو او اغېز لرونکو هېوادونو ته ورسول شي، څو پر ډیورند کرښه د شخړو د سوله‌ییز حل او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره مشخص میکانیزمونه رامنځته او تعقیب شي. امرخېل د سیمه‌ییز ثبات لپاره پر ګډو هڅو او د شخړو د حل پر سیاسي لارو ټینګار کړی دی.

ریچارډ لیندسي د تېرې سې‌شنبې په ورځ کابل ته تللی وو او د پنجشنبې په ورځ ناوخته بېرته برېتانیا ته رسېدلی دی.

په ننګرهار کې ۳ ځوانان د اوبو په ډنډونو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
په ننګرهار کې ۳ ځوانان د اوبو په ډنډونو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي دي
100%

د ننګرهار په مهمندرې او نازیانو ولسوالیو کې ۳ ځوانان د اوبو په ډنډونو کې د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي. د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د یادو ځوانانو جسدونه له اوبو را اېستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ (د غویي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ننګرهار د مهمندرې ولسوالۍ د هزارناو په سیمه کې دوه تنه ځوانان او د نازیانو ولسوالۍ د ناکامورا په ډنډ کې یو بل ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، د ځايي خلکو په همکارۍ د یادو کسانو جسدونه له اوبو را اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغې قومندانۍ له هېوادوالو غوښتي، چې د اوبو ژورو ډنډونو، سېلابي سیمو او ناامنه ځایونو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي، څو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي.

طالبانو په کابل کې د فوزیه کوفي کور مصادره کړی او د هغې درې خپلوان یې نیولي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۱
طالبانو په کابل کې د فوزیه کوفي کور مصادره کړی او د هغې درې خپلوان یې نیولي
100%

طالبانو په کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې او د دې ډلې د یوې مشهورې منتقدې فوزیه کوفي کور مصادره کړی او د هغې درې خپلوان یې نیولي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالب وسلوال د مېرمن کوفي په کور کې ځای پر ځای شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا طالبانو په پیل کې یو شمیر مېرمنې چې د فوزیه کوفي په کور کې اوسیدې نیولې او ورته یې وویل چې دوی د فوزیه کوفي سره د ملګرتیا او همکارۍ له امله نیول شوي دي.

د میرمن کوفي خپلوان د تیرو څلورو ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې دي.

فوزیه کوفي په وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه د بشري حقونو، سیاسي او ټولنیزو ازادیو او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه پر طالبانو سختي نیوکې کړي دي.

ښايي دا اقدام د طالبانو د منتقدینو د فشار پایله وي، ځکه وړاندې هم طالبانو د محمد محقق په ګډون د نورو سیاسي شخصیتونو کورونه مصادره کړې دي.

کارپوهان په دې باور دي، چې دا کړنې له طالبانو سره د مخالفت د خاموشولو لپاره د یادې ډلې د نوي چلند یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ځینو سیاسي شخصیتونو او ښځو، کابل ته د فوزیه کوفي د کورنۍ د تګ راتګ له امله نیوکې هم کړې وه.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې په دې اړه د میرمن کوفي دریځ ولري، خو بریالی نه شو.

سرچینې: د کونړ او باجوړ د قومي مشرانو ترمنځ د «اوربند» خبرې بې‌پایلې پاتې دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
سرچینې: د کونړ او باجوړ د قومي مشرانو ترمنځ د «اوربند» خبرې بې‌پایلې پاتې دي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کونړ او باجوړ د قومي مشرانو ترمنځ د پاکستان له پوځ سره د اوربند پر سر پیل شوو خبرو کومه پایله نه ده ورکړې. سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو د کونړ والي او نورو چارواکو قومي مشرانو ته د اوربند د شرایطو په اړه د ناستې لپاره وخت نه دی ورکړی.

قومي مشرانو ویلي، چې دوی له باجوړي مشرانو سره دوه ناستې کړې دي او هغه شرایط چې د پاکستان پوځ د اوربند لپاره وړاندې کړي وو، له طالب چارواکو سره یې شریک کړي دي، خو تر اوسه د طالبانو ولایتي اداره خبرو ته چمتووالی نه ښيي. د دوی په وینا، څو ځلې یې هڅه کړې چې د کونړ له والي او نورو چارواکو سره وګوري، خو د لیدنې وخت نه دی ورته ورکړل شوی.

. څو ورځې وړاندې د کونړ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ددغه ولایت د سرکاڼو او مرورې ولسوالیو قومي مشرانو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې مشرانو سره د پاکستاني ځواکو له‌خوا پر کونړ د بریدونو بندولو په موخه خبرې پیل کړې دي. د دوی په وینا، د طالبانو په اجازه یې د دایمي اوربند د څرنګوالي په تړاو دوې ناستې کړې دي.

د کونړ یو شمیر قومي مشرانو د غويي پر ۶مه وویل، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کونړ د سرکاڼو سرحدي ولسوالۍ بېلابېل کلي د پاکستاني پوځیانو له سختو راکیټي بریدونو لاندې دي، چې له امله زیاتره کلي له خلکو خالي شوي دي.

د قومي مشرانو په وینا،د چترال له قومي مشرانو سره د نورستان د برګمټال او کامدېش او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د قومي مشرانو له ناستې او اوربند رامنځته کېدو وروسته، د سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ قومي مشران هم لاس په کار شوي چې د باجوړ د قومي مشرانو په منځګړتوب د چترال او نورستان د قومي مشرانو په څېر یو تړون وشي.
د وري پر ۲۴مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړې خواو له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کړی.

پاکستاني پوځیانو د نورستان له قومي مشرانو نه په شفاهي ډول تضمین اخیستی چې په خپلو سیمو کې به ټي ټي پي نه پرېږدي.

د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ترمنځ د بېذپایلې ناستو راپورونه وروسته له هغه خپریږي، چې پر کونړ د پاکستاني نظامیانو بریدونه دوام لري.

په وروستیو بریدونو کې چې د کونړ پر مرکز اسعداباد، سرګاڼو او مرورې ولسوالۍ کې ترسره شول شاوخوا ۸ کسان وژل شوي او نږدې ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.