د لبنان پر سویل د اسراییل په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي

د لبنان روغتیا وزیر وايي، چې د دغه هېواد پر نبطیه سویلي ښار د اسراییل په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۰ نور ټپیان دي. د لبنان دولتي خبري اژانس نن سهار پر حارث او الطیري ښارونو هم د اسراییل له بریدونو خبر ورکړی دی.
