ممداني په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې اسراییلي ځواکونو د یونان ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې د غزې پر لور روانه د بشري مرستو بېړۍ درولې او له ۱۷۵څخه زیات کسان یې نیولي، چې په کې یو شمېر د نیویارک اوسېدونکي هم شامل دي.
هغه ټینګار کړی: «دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.» نوموړي زیاته کړې چې ټیم یې له ایالتي او فدرالي ادارو سره په اړیکه کې دی څو د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.
بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جلا اعلامیه کې دغه کاروان غندلی او ویلي یې دي چې دا یو «د حماس پلوي نوښت» دی. د دې وزارت ویاند تامس ټامي پیګوټ ویلي: «دا یو بېاساسه او ضد هڅه ده» چې د ډونالډ ټرمپ د سولې پلان کمزوری کړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې یاد کاروان د «د بهر مېشتو فلسطینیانو ولسي کنفرانس» لهخوا تنظیم شوی، چې د امریکا د خزانې وزارت لهخوا د بندیزونو په لېست کې شامل دی او د حماس په ګټه د فعالیتونو له امله د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې متحد هېوادونه باید د دې کاروان پر بېړیو بندیزونه ولګوي، د بندرونو، تم کېدو او سونتوکو برابرولو اجازه ورنه کړي او خپلو وګړو ته خبرداری ورکړي چې له دې نوښت سره له هر ډول ګډون ډډه وکړي.
واشنګټن همداراز ادعا کړې، چې دغه کاروان د بشري مرستو له رسمي میکانېزمونو بهر عمل کوي او ښايي مرستې د ملکي وګړو پر ځای نورو لوریو ته ولاړې شي. اعلامیه زیاتوي چې امریکا به د دې کاروان د ملاتړو پر وړاندې د اقدام لپاره له شته وسایلو کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې جګړه او بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنو په سر کې ځای لري او ورته پېښې په پرلهپسې ډول د سیاسي او حقوقي ناندریو سبب ګرځي.