• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لندن کې پر دوو یهودانو د برید په تړاو یو ۴۵ کلن سړی محکمې ته وړاندې شو

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱

پوولیسو یو ۴۵ کلن بریتانوی، چې پر دوو یهودانو د چاقو ګزار په تړاو د قتل په هڅه تورن دی، نن جمعې په ورځ، د لندن یوې محکمې ته وړاندې شو. پولیسو دغه برید یو «ترهګریز عمل» بللی دی. دا پېښه د لندن په شمالي سیمه «ګولډرز ګرین» کې شوې.

تورن کس چې عیسی سلیمان نومېږي، د ویسټمنسټر ابتدایي محکمې ته حاضر کړل شوی. پر نوموړي د دوو کسانو د وژنې د هڅې او د ناقانونه وسلې «چړې» د ګرځولو تورونه لګول شوي دي. د راپورونو له مخې، سلیمان لومړی یو ۳۴ کلن کس په یوه عبادتځای کې او وروسته یو بل ۷۶ کلن کس د بس په تمځای کې په چاقو وهلي وو.

دواړه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، یو یې له درملنې وروسته رخصت شوی او د بل روغتیايي حالت هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

پولیس وایي، بریدګر یې د برقي وسلې په کارولو سره نیولی او تر راتلونکې محکمې پورې، چې د مې په ۱۵مه ده، په توقیف کې ساتل کېږي. داسې نښې هم شته چې نوموړي په همدې ورځ د لندن په سویل کې د یو بل کس د وژلو هڅه هم کړې وه.

د بریتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د دغه برید په غبرګون کې د یهودي ټولنې د ساتنې لپاره د جدي اقداماتو ژمنه کړې ده. نوموړي دغه پېښه غندلې او ټینګار یې وکړ چې حکومت به د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت لپاره ټول لازم ګامونه پورته کړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

امارات: ایران د هرمز تنګي په تړاو د باور وړ نه دی او د سولې هڅې له کړکېچ سره مخ دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱
امارات: ایران د هرمز تنګي په تړاو د باور وړ نه دی او د سولې هڅې له کړکېچ سره مخ دي
100%

متحده عربي امارات وایي چې ایران د هرمز تنګي په اړه د هر ډول یو اړخیزو پرېکړو او ترتیباتو په برخه کې د باور وړ نه دی، په داسې حال کې چې د ایران جګړې د پای ته رسولو هڅې لا هم له کړکېچ سره مخ دي.

د متحده عربي اماراتو یو لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ رویټرز اژانس ته ویلي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاته شوې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره روانې هڅې کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلې. د هغه په وینا، نړیواله ګډه اراده او د نړیوالو قوانینو پلي کېدل د هرمز تنګي د تګ راتګ د ازادۍ یوازینی تضمین دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جګړې له پیل څخه دوه میاشتې تېرې شوې، خو هرمز تنګی لا هم تر ډېره تړلی پاتې دی. ایران پر دې مهمې سمندري لارې بندیز لګولی او بل لور ته د امریکا سمندري ځواک د ایران د نفتو صادرات محدود کړي دي.

دغه وضعیت د نړۍ د انرژۍ شاوخوا ۲۰ سلنه اکمالات اغېزمن کړي، چې له امله یې د نفتو بیې لوړې شوې او د نړیوال اقتصادي رکود اندېښنې زیاتې شوې دي.

روسیې د اوکراین په اودیسا کې پر بندرونو او ملکي ودانیو بریدونه کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱
روسیې د اوکراین په اودیسا کې پر بندرونو او ملکي ودانیو بریدونه کړي
100%

د اوکراین د اودیسا والي اولېه کیپر ویلي، چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د تېرې شپې په بریدونو کې د اودیسا بندري بنسټونه زیانمن شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. دغو بریدونو په ملکي ودانیو کې اورلګېدنې هم رامنځته کړې دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دغو بریدونو له امله په اودیسا ښار کې یو اپارتمان ویجاړ شوی او د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ چت اور اخیستی دی.

د ژغورنې خدماتو ادارې د هغو لوړپوړو ودانیو عکسونه خپاره کړي چې اور پکې لګېدلی او اور وژونکي یې د مړ کولو هڅه کوي.

د اوکراین د سمندري بندرونو ادارې په وینا، د اودیسا په ستر مرکز او د دانوب سیند پر غاړه پرتو بندرونو باندې بریدونه شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې د بندرونو تاسیسات زیانمن شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي چې د روسیې دغه بریدونه په قصدي ډول د هېواد د صادراتو د مهمو لارو او ملکي سیمو د نښه کولو په هدف ترسره شوي دي.

ملګرو ملتونو په سیمه کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۶ GMT+۱
ملګرو ملتونو په سیمه کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په سیمه کې د جګړو د زیاتوالي له امله مېلیونونه خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او امن ځایونو ته پناه یوسي چې دې چارې تر ټولو ډېر پر ماشومانو ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې په وینا، په ایران کې له ۳ مېلیونه زیات خلک د هېواد دننه په لنډمهاله ډول بې‌ځایه شوي دي. همداراز په لبنان کې له ۱ مېلیون څخه زیات خلک د کورني بې‌ځایه شویو په توګه ثبت شوي، چې شاوخوا ۳۵سلنه یې ماشومان دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې دغه شمېرې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، چې ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ مخکې هم له جګړو تښتېدلې وې او اوس یو ځل بیا د خپل ژوند ژغورلو لپاره بې‌ځایه کېدو ته اړ اېستل شوې دي. د دوی په وینا؛ دغه کورنۍ ډېری وخت یوازې لږ وسایل له ځان سره وړي او په نویو ځایونو کې له ډېرو کمو اسانتیاوو سره ژوند کوي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د دوی ډلې په ټوله سیمه کې فعالې دي او خلکو ته حقوقي او ټولنیز ملاتړ، بېړنۍ مرستې او خوندي سرپناوې برابروي. همدارنګه یې ویلي، چې دوی په سرحدونو او اغېزمنو سیمو کې حضور لري او د وضعیت د خرابېدو په صورت کې د مرستو د پراخولو لپاره چمتو دي.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، د بېړنیو مالي مرستو له لارې له هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې سملاسي ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري.

د عمران خان وکیل محکمې ته ویلي چې د نوموړي سترګې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱
د عمران خان وکیل محکمې ته ویلي چې د نوموړي سترګې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی
100%

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان وکیل سلمان صفدر ویلي، چې د نوموړي سترګې په زندان کې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی. هغه د اسلام‌اباد سترې محکمې ته ویلي، چې عمران‌خان او بشرا بي‌بي په زندان کې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي محکمې ته ویلي، چې د دواړو د ښي سترګې حالت د یوه انتان له امله خراب شوی او جراحي عملیاتو ته اړتیا لري؛ خو په زندان کې د درملنې اسانتیاوې نه‌شته. د هغه په وینا؛ عمران خان په وروستۍ لیدنه کې ورته ویلي، د سترګې شاوخوا ۸۵ سلنه لید یې له‌منځه تللی او یوازې ۱۵ سلنه پاتې دی چې ډاکترانو دغه زیان نه رغېدونکی بللی دی.

ښاغلي صفدر زیاته کړې، چې عمران خان تر ۲۲ ساعتونو او بشرا بي‌بي تر ۲۴ ساعتونو پورې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي. د هغه په خبره؛ دغه کار د محکمې د پرېکړې خلاف دی او که دوام وکړي؛ نو شکنجه بلل کېدای شي.

د عمران خان وکیل ویلي، چې د بشرا بي‌بي د ضمانت غوښتنه له یو کال راهیسې ځنډېدلې او دغه وضعیت د ښځو پر وړاندې د عدالت د نه پلي کېدو بېلګه ښيي. په همدې حال کې د اسلام‌اباد سترې محکمې قاضي له وکیلانو غوښتي، چې د یادې قضیې لپاره په راتلونکو لسو ورځو کې خپل چمتووالی بشپړ کړي.
عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې په زندان کې دی او د فساد په تور په ۱۴کاله بند محکوم شوی؛ خو نوموړی دغه تورونه سیاسي بولي.

د مرستندویې بېړۍ درول؛ ممداني یې غیرقانوني بولي خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې بې‌ګټې

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
د مرستندویې بېړۍ درول؛ ممداني یې غیرقانوني بولي خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې بې‌ګټې
100%

په نړیوالو اوبو کې د غزې په لور د روانې مرستندویې بېړۍ درولو او د سپرو کسانو د نیولو پر سر متضاد دریځونه راڅرګند شوي. د نیویارک ښاروال زهران ممداني دا اقدام د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه کاروان «د حماس ملاتړی او بې‌ګټې سیاسي حرکت» ګڼي.

ممداني په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې اسراییلي ځواکونو د یونان ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې د غزې پر لور روانه د بشري مرستو بېړۍ درولې او له ۱۷۵څخه زیات کسان یې نیولي، چې په کې یو شمېر د نیویارک اوسېدونکي هم شامل دي.

هغه ټینګار کړی: «دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.» نوموړي زیاته کړې چې ټیم یې له ایالتي او فدرالي ادارو سره په اړیکه کې دی څو د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جلا اعلامیه کې دغه کاروان غندلی او ویلي یې دي چې دا یو «د حماس پلوي نوښت» دی. د دې وزارت ویاند تامس ټامي پیګوټ ویلي: «دا یو بې‌اساسه او ضد هڅه ده» چې د ډونالډ ټرمپ د سولې پلان کمزوری کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې یاد کاروان د «د بهر مېشتو فلسطینیانو ولسي کنفرانس» له‌خوا تنظیم شوی، چې د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا د بندیزونو په لېست کې شامل دی او د حماس په ګټه د فعالیتونو له امله د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې متحد هېوادونه باید د دې کاروان پر بېړیو بندیزونه ولګوي، د بندرونو، تم کېدو او سون‌توکو برابرولو اجازه ورنه کړي او خپلو وګړو ته خبرداری ورکړي چې له دې نوښت سره له هر ډول ګډون ډډه وکړي.

واشنګټن همداراز ادعا کړې، چې دغه کاروان د بشري مرستو له رسمي میکانېزمونو بهر عمل کوي او ښايي مرستې د ملکي وګړو پر ځای نورو لوریو ته ولاړې شي. اعلامیه زیاتوي چې امریکا به د دې کاروان د ملاتړو پر وړاندې د اقدام لپاره له شته وسایلو کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې جګړه او بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنو په سر کې ځای لري او ورته پېښې په پرله‌پسې ډول د سیاسي او حقوقي ناندریو سبب ګرځي.