• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مُحسن داوړ: پاکستان ټي‌ټي‌پي جوړه کړې او د خپلو موخو لپاره یې فعاله ساتي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ وايي: «پاکستان د ټي‌ټي‌پي پروژه جوړه کړې او فعاله ساتل یې غواړي». هغه ادعا وکړه: «د پاکستان رياست د ټي‌ټي‌پي پروژه له هغو خلکو هم خوندي ساتل غواړي چې په لاره کې یې خنډ جوړوي». هغه وويل، دا پروژه به تر هغې فعاله وي، څو یې چې رياست ساتنه کوي.

مُحسن داوړ دغه څرګندونې د شمالي وزیرستان د مرکز ميرانشا درپه خېل کلي کې د ملک سيف‌الله له وژنې وروسته په پېښور پرېس کلپ کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه وويل، درپه خېل د شمالي وزیرستان له هغو څخه ده، چې ځايي خلکو وسله‌والو ته د ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې او په وینا یې پاکستاني حکومت په دې برخه کې هېڅ کار هم نه‌دی کړی.

داوړ زياته کړه، دا لومړۍ پېښه نه‌ده، له دې وړاندې هم داسې پېښې شوي، رياست او پوځ یې په مخنيوي کې نه‌دی ليدل شوی، دغه سیمه چې د جمعې د ورځې پېښه په‌کې شوې له پوځي چاوڼۍ سره نږدې په يو، يو نيم کلومترۍ کې پرته ده او هلته زرګونه پوځي سرتيري مېشت دي.

خو د پاکستان پوځ تل ادعا کړې، چې د وسله‌والو پرضد یې له توپیر پرته عملیات کړي او تر هغو به دوام لري چې، ټول وسله‌وال له‌منځه لاړ شي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

پاکستان افغان طالبان د ملکي وګړو پر «قصدي» نښه کولو تورن کړل

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۱
پاکستان افغان طالبان د ملکي وګړو پر «قصدي» نښه کولو تورن کړل
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ افغان طالبان تورن کړي، چې خیبر پښتونخوا کې ډیورند کرښې ته څېرمه ولسواليو کې ملکي وګړي په «قصدي» ډول په نښه کوي او دا کار يې «غيرانساني او دوکه‌کوونکی» بللی دی. نوموړی وایي، طالبانو جګړه کې له ماتې وروسته، پر ملکي سيمو بريدونو ته مخه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير د جمعې په ورځ (د غویي ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د وژل شویو کسانو د عکسونو په خپرولو سره ليکلي، چې پر ملکي سيمو د طالبانو بريدونه د دې ډلې د مشرتابه کمزوري او «ټيټه اخلاقي» کچه ښيي.

هغه د دغو بريدونو کره وخت نه‌دی ښودلی، خو ويلي يې دي، چې د باجوړ ولسوالۍ د ځايي مسوولینو د راپورونو له‌‌مخې، د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي، چې په‌کې ۶ ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو څو ځله د پاکستان پوځ پر دې تورن کړی وو، چې په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير دا تورونه رد کړي او هغه يې «بې‌بنسټه او ګمراه کوونکي» بللي دي. هغه ټينګار کړی، چې د پاکستان عمليات يوازې د هغو ډلو پر پټنځايونو او بنسټونو متمرکز دي چې دوی يې «ترهګرې ډلې» بولي.

افغان طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د ادعاوو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د امریکا ولسمشر د اروپایي موټرو محصول ۲۵ سلنه لوړ کړ

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
د امریکا ولسمشر د اروپایي موټرو محصول ۲۵ سلنه لوړ کړ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې راتلونکې اونۍ به د اروپایي ټولنې پر موټرو وارداتي محصول تر ۲۵ سلنې لوړ کړي. دا پرېکړه په واشنګټن کې اعلان شوې او ښايي ورسره د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ سوداګریزې ناندرۍ زیاتې شي.

ډونالډ ټرمپ په خپله ټروث سوشل لیکلي، که اروپایي شرکتونه په امریکا کې د موټرو او لاريو تولید وکړي، نو له نویو تعرفو به معاف شي. د اروپایي ټولنې چارواکو لا تر اوسه د ټرمپ د دغې چارې په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د اروپایي موټرو د صنعت ټولنې د تولیدي بهیر او د کارګرانو پر وضعیت د جدي زیان خبرداری ورکړی دی.

د ټرمپ د دې پرېکړې له امله د تېر اوړي هغه موافقه له خطر سره مخ ښودل شوې، چې د واشنګټن او بروکسل تر منځ شوې وه. د یاد تړون له‌مخې د «د ازادۍ ورځې» درنې تعرفې پر ډېرو اروپایي توکو ۱۵ سلنې ته راکمې شوې او په بدل کې اروپایي ټولنې پر امریکایي صنعتي توکو او ځینو کرنیزو محصولاتو خپلې تعرفې صفر ته راټیټې کړې، خو امریکا د اروپایي ټولنې د ژمنو په پلي کېدو کې د ځنډ له امله ناخوښي ښودلې ده.

اروپایي قانون‌ جوړونکو سږکال یاد تړون تصویب کړ، خو د ټرمپ د ځینو تګلارو پر سر ناخوښیو د بېلګې په توګه د ګرینلنډ د تر لاسه کولو هڅو، د پلي کولو بهیر ځنډولی دی. د اروپایي پارلمان ځینو غړو ویلي، که ټرمپ نوې تعرفې ولګوي، نو د تړون د لغوه کولو امکان به وڅېړل شي.

د اروپایي موټرو د صنعت ټولنې مشرې سګرید دویریس ویلي: «بېرته ۲۷،۵ سلنې تعرفو او نامحدودې سوداګریزې جګړې ته ستنېدل، د اروپا د موټر جوړونکو، کارګرانو او د اروپایي ټولنې د پراخ اقتصاد لپاره ډېر تاواني دي».

ټرمپ د روان کال په جنورۍ کې هم د سویلي کوریا پر موټرو د تعرفو تر ۲۵ سلنې د لوړولو ګواښ کړی وو، چې لا نه دی عملي شوی. هغه پر فولادو او المونیمو درنې تعرفې پلي کړي او د ډېرو هېوادونو لپاره یې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې کړې دي.

له دې سره هم‌مهاله واشنګټن هڅه کوي، د مهمو کاني موادو د اکمالاتي ځنځیر په ګډو هڅو کې پر چین د اتکا کمولو په تړاو اروپایي او نورو متحدانو ته قناعت ورکړي.

سنېټکام: د امریکایي ځواکونو په امر تر اوسه ۴۵ بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
سنېټکام: د امریکایي ځواکونو په امر تر اوسه ۴۵ بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنېټکام ویلي، چې د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۴۵ بېړیو د امریکايي ځواکونو په امر خپل مسیر بدل کړی او بېرته بندرونو ته ستنې شوې دي. دا اعلان د سنېټکام پر اېکس پاڼه شوی او د محاصرې سیمه یې د ایران سوېلي بندرونه او ساحلونه ښودلي دي.

سنېټکام په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یادې بېړۍ د نیواک او تلاشۍ د مخنیوي لپاره د قومندانۍ د لارښوونو پر بنسټ بېرته ستنې شوي، خو د بېړیو د ډول، بیرغ او دقیقو بندرونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي. سنېټکام ټینګار کړی، چې محاصره لا هم روانه ده.

له بل لوري، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم ویلي، چې د ایران د بندرونو سمندري محاصره لاهم روانه ده، خو د مهالوېش او ممکنو نرمښتونو په تړاو یې نوي کره معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

تر دې دمه د ایران اړوند چارواکو د سنېټکام د وروستي اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه لا روښانه نه‌ده، چې د مسیر بدلولو امر کومو تجارتي بېړیو ته شوی او دغو بدلونونو د سیمه‌ییزو لوژستیکي لارو پر تګلارو څومره اغېز کړی دی.

انتونیو ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ باید په سوله‌ییزه توګه حل شي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱
انتونیو ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ باید په سوله‌ییزه توګه حل شي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چې د منځني ختیځ کړکېچ درېیمې میاشتې ته غځېدلی او ټول بشریت یې بیه پرې کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې نړۍ یوې سوله‌ییزې، هر اړخیزې او دوامداره حل‌لارې ته جدي اړتیا لري، څو په سیمه کې د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

ګوترېش د جمعې په ورځ، پر خپلې ایکس‌پاڼې د امریکا او ایران د نوم یادولو په پرتله لیکلي، چې له هغو کړنو ډډه وکړئ چې شته اوربند زیانمنولای شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي زیاته کړې، د روان حالت دوام نه یوازې سیمې، بلکې ټولې نړۍ ته زیان رسوي او اړینه ده چې د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې د یوې دایمي حل‌لارې لپاره کار وشي.

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د کړکېچ پراخېدل به ناوړه بشري پایلې ولري.

په لندن کې پر دوو یهودانو د برید په تړاو یو ۴۵ کلن سړی محکمې ته وړاندې شو

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
په لندن کې پر دوو یهودانو د برید په تړاو یو ۴۵ کلن سړی محکمې ته وړاندې شو
100%

پوولیسو یو ۴۵ کلن بریتانوی، چې پر دوو یهودانو د چاقو ګزار په تړاو د قتل په هڅه تورن دی، نن جمعې په ورځ، د لندن یوې محکمې ته وړاندې شو. پولیسو دغه برید یو «ترهګریز عمل» بللی دی. دا پېښه د لندن په شمالي سیمه «ګولډرز ګرین» کې شوې.

تورن کس چې عیسی سلیمان نومېږي، د ویسټمنسټر ابتدایي محکمې ته حاضر کړل شوی. پر نوموړي د دوو کسانو د وژنې د هڅې او د ناقانونه وسلې «چړې» د ګرځولو تورونه لګول شوي دي. د راپورونو له مخې، سلیمان لومړی یو ۳۴ کلن کس په یوه عبادتځای کې او وروسته یو بل ۷۶ کلن کس د بس په تمځای کې په چاقو وهلي وو.

دواړه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، یو یې له درملنې وروسته رخصت شوی او د بل روغتیايي حالت هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

پولیس وایي، بریدګر یې د برقي وسلې په کارولو سره نیولی او تر راتلونکې محکمې پورې، چې د مې په ۱۵مه ده، په توقیف کې ساتل کېږي. داسې نښې هم شته چې نوموړي په همدې ورځ د لندن په سویل کې د یو بل کس د وژلو هڅه هم کړې وه.

د بریتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د دغه برید په غبرګون کې د یهودي ټولنې د ساتنې لپاره د جدي اقداماتو ژمنه کړې ده. نوموړي دغه پېښه غندلې او ټینګار یې وکړ چې حکومت به د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت لپاره ټول لازم ګامونه پورته کړي.