• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د اوکراین په اودیسا کې پر بندرونو او ملکي ودانیو بریدونه کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱

د اوکراین د اودیسا والي اولېه کیپر ویلي، چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د تېرې شپې په بریدونو کې د اودیسا بندري بنسټونه زیانمن شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. دغو بریدونو په ملکي ودانیو کې اورلګېدنې هم رامنځته کړې دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دغو بریدونو له امله په اودیسا ښار کې یو اپارتمان ویجاړ شوی او د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ چت اور اخیستی دی.

د ژغورنې خدماتو ادارې د هغو لوړپوړو ودانیو عکسونه خپاره کړي چې اور پکې لګېدلی او اور وژونکي یې د مړ کولو هڅه کوي.

د اوکراین د سمندري بندرونو ادارې په وینا، د اودیسا په ستر مرکز او د دانوب سیند پر غاړه پرتو بندرونو باندې بریدونه شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې د بندرونو تاسیسات زیانمن شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي چې د روسیې دغه بریدونه په قصدي ډول د هېواد د صادراتو د مهمو لارو او ملکي سیمو د نښه کولو په هدف ترسره شوي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو په سیمه کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۶ GMT+۱
ملګرو ملتونو په سیمه کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په سیمه کې د جګړو د زیاتوالي له امله مېلیونونه خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او امن ځایونو ته پناه یوسي چې دې چارې تر ټولو ډېر پر ماشومانو ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې په وینا، په ایران کې له ۳ مېلیونه زیات خلک د هېواد دننه په لنډمهاله ډول بې‌ځایه شوي دي. همداراز په لبنان کې له ۱ مېلیون څخه زیات خلک د کورني بې‌ځایه شویو په توګه ثبت شوي، چې شاوخوا ۳۵سلنه یې ماشومان دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې دغه شمېرې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، چې ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ مخکې هم له جګړو تښتېدلې وې او اوس یو ځل بیا د خپل ژوند ژغورلو لپاره بې‌ځایه کېدو ته اړ اېستل شوې دي. د دوی په وینا؛ دغه کورنۍ ډېری وخت یوازې لږ وسایل له ځان سره وړي او په نویو ځایونو کې له ډېرو کمو اسانتیاوو سره ژوند کوي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د دوی ډلې په ټوله سیمه کې فعالې دي او خلکو ته حقوقي او ټولنیز ملاتړ، بېړنۍ مرستې او خوندي سرپناوې برابروي. همدارنګه یې ویلي، چې دوی په سرحدونو او اغېزمنو سیمو کې حضور لري او د وضعیت د خرابېدو په صورت کې د مرستو د پراخولو لپاره چمتو دي.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، د بېړنیو مالي مرستو له لارې له هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې سملاسي ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري.

د عمران خان وکیل محکمې ته ویلي چې د نوموړي سترګې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱
د عمران خان وکیل محکمې ته ویلي چې د نوموړي سترګې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی
100%

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان وکیل سلمان صفدر ویلي، چې د نوموړي سترګې په زندان کې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی. هغه د اسلام‌اباد سترې محکمې ته ویلي، چې عمران‌خان او بشرا بي‌بي په زندان کې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي محکمې ته ویلي، چې د دواړو د ښي سترګې حالت د یوه انتان له امله خراب شوی او جراحي عملیاتو ته اړتیا لري؛ خو په زندان کې د درملنې اسانتیاوې نه‌شته. د هغه په وینا؛ عمران خان په وروستۍ لیدنه کې ورته ویلي، د سترګې شاوخوا ۸۵ سلنه لید یې له‌منځه تللی او یوازې ۱۵ سلنه پاتې دی چې ډاکترانو دغه زیان نه رغېدونکی بللی دی.

ښاغلي صفدر زیاته کړې، چې عمران خان تر ۲۲ ساعتونو او بشرا بي‌بي تر ۲۴ ساعتونو پورې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي. د هغه په خبره؛ دغه کار د محکمې د پرېکړې خلاف دی او که دوام وکړي؛ نو شکنجه بلل کېدای شي.

د عمران خان وکیل ویلي، چې د بشرا بي‌بي د ضمانت غوښتنه له یو کال راهیسې ځنډېدلې او دغه وضعیت د ښځو پر وړاندې د عدالت د نه پلي کېدو بېلګه ښيي. په همدې حال کې د اسلام‌اباد سترې محکمې قاضي له وکیلانو غوښتي، چې د یادې قضیې لپاره په راتلونکو لسو ورځو کې خپل چمتووالی بشپړ کړي.
عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې په زندان کې دی او د فساد په تور په ۱۴کاله بند محکوم شوی؛ خو نوموړی دغه تورونه سیاسي بولي.

د مرستندویې بېړۍ درول؛ ممداني یې غیرقانوني بولي خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې بې‌ګټې

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
د مرستندویې بېړۍ درول؛ ممداني یې غیرقانوني بولي خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې بې‌ګټې
100%

په نړیوالو اوبو کې د غزې په لور د روانې مرستندویې بېړۍ درولو او د سپرو کسانو د نیولو پر سر متضاد دریځونه راڅرګند شوي. د نیویارک ښاروال زهران ممداني دا اقدام د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه کاروان «د حماس ملاتړی او بې‌ګټې سیاسي حرکت» ګڼي.

ممداني په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې اسراییلي ځواکونو د یونان ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې د غزې پر لور روانه د بشري مرستو بېړۍ درولې او له ۱۷۵څخه زیات کسان یې نیولي، چې په کې یو شمېر د نیویارک اوسېدونکي هم شامل دي.

هغه ټینګار کړی: «دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.» نوموړي زیاته کړې چې ټیم یې له ایالتي او فدرالي ادارو سره په اړیکه کې دی څو د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جلا اعلامیه کې دغه کاروان غندلی او ویلي یې دي چې دا یو «د حماس پلوي نوښت» دی. د دې وزارت ویاند تامس ټامي پیګوټ ویلي: «دا یو بې‌اساسه او ضد هڅه ده» چې د ډونالډ ټرمپ د سولې پلان کمزوری کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې یاد کاروان د «د بهر مېشتو فلسطینیانو ولسي کنفرانس» له‌خوا تنظیم شوی، چې د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا د بندیزونو په لېست کې شامل دی او د حماس په ګټه د فعالیتونو له امله د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې متحد هېوادونه باید د دې کاروان پر بېړیو بندیزونه ولګوي، د بندرونو، تم کېدو او سون‌توکو برابرولو اجازه ورنه کړي او خپلو وګړو ته خبرداری ورکړي چې له دې نوښت سره له هر ډول ګډون ډډه وکړي.

واشنګټن همداراز ادعا کړې، چې دغه کاروان د بشري مرستو له رسمي میکانېزمونو بهر عمل کوي او ښايي مرستې د ملکي وګړو پر ځای نورو لوریو ته ولاړې شي. اعلامیه زیاتوي چې امریکا به د دې کاروان د ملاتړو پر وړاندې د اقدام لپاره له شته وسایلو کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې جګړه او بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنو په سر کې ځای لري او ورته پېښې په پرله‌پسې ډول د سیاسي او حقوقي ناندریو سبب ګرځي.

واشنګټن پوسټ: د ایران پر وړاندې د ټرمپ بریا یوازې په پوځي اقدام ممکنه ده

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
واشنګټن پوسټ: د ایران پر وړاندې د ټرمپ بریا یوازې په پوځي اقدام ممکنه ده
100%

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه څېړنیزه مقاله کې راغلي، چې پر ایران اقتصادي محاصره په یوازې ځان نشي کولای دغه هېواد د هوکړې منلو ته اړ کړي، او د جګړې د پای ته رسولو لپاره امریکا ښايي نظامي اقدام ته مخه کړي

د دې ورځپاڼې شنونکي مارک تیسن لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ کولای شي د پراخو نظامي عملیاتو په بیا پیل سره، نږدې په دوو اونیو کې «قاطع بریا» ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، هغه اوربند چې ټاکل شوې وه دوه اوونۍ دوام وکړي، اوس درېیمې اوونۍ ته داخل شوی، خو ایران لا هم د جګړې د پای ته رسولو او د خپل اټومي پروګرام د محدودولو لپاره هوکړې ته چمتو نه دی.

تیسن لیکلي، چې دغه اوربند، سره له دې چې له نیوکو سره مخ شوی، خو دوه مهمې پایلې یې لرلې: لومړی، د هُرمز تنګي له لارې د سمندري محاصرې د پلي کولو زمینه برابره شوې، چې پر ایران یې د پام وړ اقتصادي فشار راوستی؛ او دویم، امریکا ته یې فرصت ورکړی چې خپل نظامي توان بېرته ورغوي.

هغه د متقاعد جنرال جک کین له قوله لیکلي، چې د سنتکام د اوریز ځواک کچه اوس د جګړې له پیل سره پرتله دوه برابره شوې ده.

انتونیو ګوترېش: نړۍ د اقتصادي سقوط له «سیوري» سره مخ ده

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
انتونیو ګوترېش: نړۍ د اقتصادي سقوط له «سیوري» سره مخ ده
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د تګ راتګ او کښتۍ چلونې د ازادۍ محدودیتونه نه یوازې د انرژۍ او سوداګرۍ نړیوال جریان ګډوډوي، بلکې د نړۍ اقتصاد د سخت رکود او بې‌ثباتۍ له ګواښ سره مخ کوي.

انتونیو ګوتریش په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د کښتیو د تګ راتګ د حقونو او ازادیو محدودول د انرژۍ، ترانسپورت، تولید او د خوړو بازارونه اغېزمن کړي او په ټوله نړۍ کې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

هغه ویلي: «ټول بشریت د دې وضعیت قیمت پرې کوي.»

ګوټریش په خپل پیغام کې درې ممکنه سناریوګانې وړاندې کړې دي: په لومړي سناریو کې لیکي، که محدودیتونه سمدستي لرې شي، نو نړیواله اقتصادي وده به له ۳،۴ سلنې څخه ۳،۱ سلنې ته راښکته شي، انفلاسیون به له ۳،۸ سلنې څخه ۴،۴ سلنې ته لوړ شي، او د اکمالاتي زنځیرونو بیا رغونه به میاشتې وخت ونیسي.

په دویم سناریو کې راغلي، که ګډوډي تر نیم کال پورې دوام وکړي، نو نړیواله وده به ۲،۵ سلنې ته راښکته شي، انفلاسیون به ۵،۴ سلنې ته ورسېږي، ۳۲ میلیونه کسان به بې‌وزلۍ ته وغورځېږي، د سرې مواد به کم شي، د فصلونو حاصلات به راکم شي او ۴۵ میلیونه نور کسان به له سختې لوږې سره مخ شي.

ګوتریش په درېیم سناریو کې لیکلي، که بحران د کال تر پایه دوام وکړي، نو انفلاسیون به له ۶ سلنې اوړي، اقتصادي وده به ۲ سلنې ته راټیټه شي او نړیوال اقتصاد به د شدید رکود له خطر سره مخ شي، چې تر ټولو زیات اغېز به پر زیان‌منونکو هېوادونو او خلکو پرېوځي.

ګوټریش خبرداری ورکړی چې نړۍ د یو احتمالي نړیوال اقتصادي رکود له سیوري سره مخ ده، چې نه یوازې اقتصاد بلکې ټولنیز ثبات او سیاسي وضعیت هم په جدي ډول اغېزمنولای شي.