• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ولسمشر د اروپایي موټرو محصول ۲۵ سلنه لوړ کړ

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې راتلونکې اونۍ به د اروپایي ټولنې پر موټرو وارداتي محصول تر ۲۵ سلنې لوړ کړي. دا پرېکړه په واشنګټن کې اعلان شوې او ښايي ورسره د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ سوداګریزې ناندرۍ زیاتې شي.

ډونالډ ټرمپ په خپله ټروث سوشل لیکلي، که اروپایي شرکتونه په امریکا کې د موټرو او لاريو تولید وکړي، نو له نویو تعرفو به معاف شي. د اروپایي ټولنې چارواکو لا تر اوسه د ټرمپ د دغې چارې په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د اروپایي موټرو د صنعت ټولنې د تولیدي بهیر او د کارګرانو پر وضعیت د جدي زیان خبرداری ورکړی دی.

د ټرمپ د دې پرېکړې له امله د تېر اوړي هغه موافقه له خطر سره مخ ښودل شوې، چې د واشنګټن او بروکسل تر منځ شوې وه. د یاد تړون له‌مخې د «د ازادۍ ورځې» درنې تعرفې پر ډېرو اروپایي توکو ۱۵ سلنې ته راکمې شوې او په بدل کې اروپایي ټولنې پر امریکایي صنعتي توکو او ځینو کرنیزو محصولاتو خپلې تعرفې صفر ته راټیټې کړې، خو امریکا د اروپایي ټولنې د ژمنو په پلي کېدو کې د ځنډ له امله ناخوښي ښودلې ده.

اروپایي قانون‌ جوړونکو سږکال یاد تړون تصویب کړ، خو د ټرمپ د ځینو تګلارو پر سر ناخوښیو د بېلګې په توګه د ګرینلنډ د تر لاسه کولو هڅو، د پلي کولو بهیر ځنډولی دی. د اروپایي پارلمان ځینو غړو ویلي، که ټرمپ نوې تعرفې ولګوي، نو د تړون د لغوه کولو امکان به وڅېړل شي.

د اروپایي موټرو د صنعت ټولنې مشرې سګرید دویریس ویلي: «بېرته ۲۷،۵ سلنې تعرفو او نامحدودې سوداګریزې جګړې ته ستنېدل، د اروپا د موټر جوړونکو، کارګرانو او د اروپایي ټولنې د پراخ اقتصاد لپاره ډېر تاواني دي».

ټرمپ د روان کال په جنورۍ کې هم د سویلي کوریا پر موټرو د تعرفو تر ۲۵ سلنې د لوړولو ګواښ کړی وو، چې لا نه دی عملي شوی. هغه پر فولادو او المونیمو درنې تعرفې پلي کړي او د ډېرو هېوادونو لپاره یې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې کړې دي.

له دې سره هم‌مهاله واشنګټن هڅه کوي، د مهمو کاني موادو د اکمالاتي ځنځیر په ګډو هڅو کې پر چین د اتکا کمولو په تړاو اروپایي او نورو متحدانو ته قناعت ورکړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

سنېټکام: د امریکایي ځواکونو په امر تر اوسه ۴۵ بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
سنېټکام: د امریکایي ځواکونو په امر تر اوسه ۴۵ بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنېټکام ویلي، چې د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۴۵ بېړیو د امریکايي ځواکونو په امر خپل مسیر بدل کړی او بېرته بندرونو ته ستنې شوې دي. دا اعلان د سنېټکام پر اېکس پاڼه شوی او د محاصرې سیمه یې د ایران سوېلي بندرونه او ساحلونه ښودلي دي.

سنېټکام په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یادې بېړۍ د نیواک او تلاشۍ د مخنیوي لپاره د قومندانۍ د لارښوونو پر بنسټ بېرته ستنې شوي، خو د بېړیو د ډول، بیرغ او دقیقو بندرونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي. سنېټکام ټینګار کړی، چې محاصره لا هم روانه ده.

له بل لوري، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم ویلي، چې د ایران د بندرونو سمندري محاصره لاهم روانه ده، خو د مهالوېش او ممکنو نرمښتونو په تړاو یې نوي کره معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

تر دې دمه د ایران اړوند چارواکو د سنېټکام د وروستي اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه لا روښانه نه‌ده، چې د مسیر بدلولو امر کومو تجارتي بېړیو ته شوی او دغو بدلونونو د سیمه‌ییزو لوژستیکي لارو پر تګلارو څومره اغېز کړی دی.

انتونیو ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ باید په سوله‌ییزه توګه حل شي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱
انتونیو ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ باید په سوله‌ییزه توګه حل شي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چې د منځني ختیځ کړکېچ درېیمې میاشتې ته غځېدلی او ټول بشریت یې بیه پرې کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې نړۍ یوې سوله‌ییزې، هر اړخیزې او دوامداره حل‌لارې ته جدي اړتیا لري، څو په سیمه کې د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

ګوترېش د جمعې په ورځ، پر خپلې ایکس‌پاڼې د امریکا او ایران د نوم یادولو په پرتله لیکلي، چې له هغو کړنو ډډه وکړئ چې شته اوربند زیانمنولای شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي زیاته کړې، د روان حالت دوام نه یوازې سیمې، بلکې ټولې نړۍ ته زیان رسوي او اړینه ده چې د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې د یوې دایمي حل‌لارې لپاره کار وشي.

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د کړکېچ پراخېدل به ناوړه بشري پایلې ولري.

په لندن کې پر دوو یهودانو د برید په تړاو یو ۴۵ کلن سړی محکمې ته وړاندې شو

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
په لندن کې پر دوو یهودانو د برید په تړاو یو ۴۵ کلن سړی محکمې ته وړاندې شو
100%

پوولیسو یو ۴۵ کلن بریتانوی، چې پر دوو یهودانو د چاقو ګزار په تړاو د قتل په هڅه تورن دی، نن جمعې په ورځ، د لندن یوې محکمې ته وړاندې شو. پولیسو دغه برید یو «ترهګریز عمل» بللی دی. دا پېښه د لندن په شمالي سیمه «ګولډرز ګرین» کې شوې.

تورن کس چې عیسی سلیمان نومېږي، د ویسټمنسټر ابتدایي محکمې ته حاضر کړل شوی. پر نوموړي د دوو کسانو د وژنې د هڅې او د ناقانونه وسلې «چړې» د ګرځولو تورونه لګول شوي دي. د راپورونو له مخې، سلیمان لومړی یو ۳۴ کلن کس په یوه عبادتځای کې او وروسته یو بل ۷۶ کلن کس د بس په تمځای کې په چاقو وهلي وو.

دواړه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، یو یې له درملنې وروسته رخصت شوی او د بل روغتیايي حالت هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

پولیس وایي، بریدګر یې د برقي وسلې په کارولو سره نیولی او تر راتلونکې محکمې پورې، چې د مې په ۱۵مه ده، په توقیف کې ساتل کېږي. داسې نښې هم شته چې نوموړي په همدې ورځ د لندن په سویل کې د یو بل کس د وژلو هڅه هم کړې وه.

د بریتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د دغه برید په غبرګون کې د یهودي ټولنې د ساتنې لپاره د جدي اقداماتو ژمنه کړې ده. نوموړي دغه پېښه غندلې او ټینګار یې وکړ چې حکومت به د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت لپاره ټول لازم ګامونه پورته کړي.

امارات: ایران د هرمز تنګي په تړاو د باور وړ نه دی او د سولې هڅې له کړکېچ سره مخ دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱
امارات: ایران د هرمز تنګي په تړاو د باور وړ نه دی او د سولې هڅې له کړکېچ سره مخ دي
100%

متحده عربي امارات وایي چې ایران د هرمز تنګي په اړه د هر ډول یو اړخیزو پرېکړو او ترتیباتو په برخه کې د باور وړ نه دی، په داسې حال کې چې د ایران جګړې د پای ته رسولو هڅې لا هم له کړکېچ سره مخ دي.

د متحده عربي اماراتو یو لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ رویټرز اژانس ته ویلي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاته شوې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره روانې هڅې کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلې. د هغه په وینا، نړیواله ګډه اراده او د نړیوالو قوانینو پلي کېدل د هرمز تنګي د تګ راتګ د ازادۍ یوازینی تضمین دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جګړې له پیل څخه دوه میاشتې تېرې شوې، خو هرمز تنګی لا هم تر ډېره تړلی پاتې دی. ایران پر دې مهمې سمندري لارې بندیز لګولی او بل لور ته د امریکا سمندري ځواک د ایران د نفتو صادرات محدود کړي دي.

دغه وضعیت د نړۍ د انرژۍ شاوخوا ۲۰ سلنه اکمالات اغېزمن کړي، چې له امله یې د نفتو بیې لوړې شوې او د نړیوال اقتصادي رکود اندېښنې زیاتې شوې دي.

روسیې د اوکراین په اودیسا کې پر بندرونو او ملکي ودانیو بریدونه کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱
روسیې د اوکراین په اودیسا کې پر بندرونو او ملکي ودانیو بریدونه کړي
100%

د اوکراین د اودیسا والي اولېه کیپر ویلي، چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د تېرې شپې په بریدونو کې د اودیسا بندري بنسټونه زیانمن شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. دغو بریدونو په ملکي ودانیو کې اورلګېدنې هم رامنځته کړې دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دغو بریدونو له امله په اودیسا ښار کې یو اپارتمان ویجاړ شوی او د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ چت اور اخیستی دی.

د ژغورنې خدماتو ادارې د هغو لوړپوړو ودانیو عکسونه خپاره کړي چې اور پکې لګېدلی او اور وژونکي یې د مړ کولو هڅه کوي.

د اوکراین د سمندري بندرونو ادارې په وینا، د اودیسا په ستر مرکز او د دانوب سیند پر غاړه پرتو بندرونو باندې بریدونه شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې د بندرونو تاسیسات زیانمن شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي چې د روسیې دغه بریدونه په قصدي ډول د هېواد د صادراتو د مهمو لارو او ملکي سیمو د نښه کولو په هدف ترسره شوي دي.