ټرمپ: په نړۍوال جام کې د ایران د فوټبال لوبډلې له ګډون سره ستونزه نه لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د فوټبال د نړۍوال جام په سیالیو کې د ایران د ملي لوبډلې له ګډون سره کومه ستونزه نه لري. هغه ټینګار وکړ چې په دې اړه پرېکړه د فوټبال د نړیوال فدراسیون کار دی او دی د دغې ادارې پرېکړو ته درناوی لري.
