ټرمپ وایي د ایران له وروستي وړاندیز څخه راضي نه یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران له وروستي استول شوي وړاندیز څخه راضي نهدی او ټینګار یې کړی، چې خبرې لا هم د ټېلیفون له لارې روانې دي. ټرمپ زیاته کړې، ډاډه نهدی چې له ایران سره به یوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه وویل: «اوس مهال له تهران سره خبرې روانې دي، خو دې خبرو مطلوبه پایله نهده ورکړې او د پام وړ پرمختګ نهلري».
