سياېناېن: ښایي تهران د جمعې تر ورځې پورې امریکا ته نوی وړاندیز وړاندې کړي

سياېناېن د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، پاکستاني منځګړي تمه لري چې ایران به د ډونالډ ټرمپ لهخوا د سولې وړاندیز پخوانۍ نسخې تر ردولو وروسته یو اصلاح شوی وړاندیز وړاندې کړي. د سرچینو په وینا؛ دغه وړاندیز ښايي تر جمعې ورځې پورې اعلان شي.
