د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښې په دودیال او کالج دوراهه سیمو کې رامنځته شوې دي. د ژغورنې ادارې ویلي، چې په لومړۍ پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
په دویمه پېښه کې دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، چې ټپیان د ژغورنې ډلو لهخوا د درملنې لپاره د مانسهرې شاه عبدالله روغتون ته لېږدول شوي دي.
