د سهيل اپريدي په مشرۍ د کابينې غونډې ډرون بریدونه او پهکې د ولسي خلکو وژنه په کلکه وغندله

د خیبر پښتونخوا اعلی وزير سهیل اپریدي په مشرۍ د صوبایي کابینې په غونډه کې ډرون بريدونه او د وسلهوالو پرضد د پوځي عملياتو پر مهال د عامو خلکو وژنه په کلکو ټکو غندل شوې ده.
په دې غونډه کې چې د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) ترسره شوې په خیبرپښتونخوا او قبايلي ولسواليو کې روان ډرون بریدونه او د وفاق له لوري له صوبې سره کېدونکې «نا انصافۍ» هم ارزول شوې دي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په دې غونډه کې ویلي، په دې صوبه کې ډرون بریدونه او پوځي عملیات چې له امله یې عامو خلکو ته ځاني زيان اوښتی د صوبې د خلکو لپاره ناسور ګرځېدلي دي.
سهیل اپریدي وویل، چې د دغو بریدونو له امله ترهګري ډېريږي او په خلکو کې د انتقام میلان لوړېږي، چې دا د ټول پاکستان لپاره یو ګواښ دی.
اپريدي زیاته کړې، چې د غونډې دویمه موخه د صوبې پر حقونو د ډاکو او د وفاق له لوري د پرلپسې ناانصافیو پر ضد د تګلارې جوړول دي.
