سيبيايس نیوز: ایران امریکا ته د سولې نوی وړاندیز سپارلی دی

د امریکایي سيبيايس نیوز راپور ورکړی، چې ایران د پاکستان په وسیله د سولې یو نوی وړاندیز امریکایي چارواکو ته سپارلی دی. پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د امریکا د سولې د شرطونو په اړه د ایران تازه ځواب امریکایي لوري ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، دغه نوی وړاندیز د منځګړي هېواد پاکستان له لارې امریکایي چارواکو ته لېږدول شوی دی.
تر دې وړاندې د ایران نیمه دولتي خبري اژانس اېرنا هم خبر ورکړی و، چې تهران د مذاکراتو نوې طرحه د تېرې پنجشنبې په ماښام پاکستان ته سپارلې ده.
