رویټرز: د هرمز تنګي د کړکېچ له امله د برېتانیا په صنعتي سکټور کې د لګښتونو بحران ژور شوی

د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې او د هرمز تنګي کړکېچ د بریتانیا په تولیدي فابريکو کې د لګښتونو فشار په بېساري ډول لوړ کړی دی. د رویټرز د راپور لهمخې، د توکو د رسولو په برخه کې رامنځته شوي ځنډونه د ۲۰۲۲ کال له نیمايي راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
