• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین استازی: د فلسطین موضوع باید د ملګرو ملتونو په مشرتابه غونډه کې لومړيتوب ولري

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ ویلي، چې د فلسطین موضوع د منځني ختیځ په کړکېچ کې د روانو ترینګلتیاوو سرچینه ده. هغه د چین له لوري په مې میاشت کې د امنیت شورا د دوره‌يي مشرتابه چارو د پیل په مناسبت ویلي، چې دا موضوع باید له پامه ونه غورځول شي.

فو کانګ د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د فلسطین او اسراییل تکراري شخړو له لسیزو راهیسې دواړو خواوو او سیمې ته لوی سرخوږی جوړ کړی او په باور یې، د فلسطینیانو له ملي حقونو انکار «د خپل وخت لویه بې‌عدالتي» ده. هغه زیاته کړې، چې دا وضعیت باید ودریږي او «دوه‌ دولتي حل» یوازنۍ عملي لاره ده؛ هر نوی میکانیزم باید دغه لاره پیاوړې کړي.

د چین استازي څرګنده کړې، چې هېواد به یې د امنیت شورا له نورو غړو سره یو ځای د فلسطین د قضیې د هر اړخیز، عادلانه او دوامدار حل لپاره هڅې وکړي، څو د فلسطین او اسراییل سوله‌‌ییز ګډ ژوند او د منځني ختیځ تلپاتې ثبات تحقق ومومي. هغه وویل، چین به د شورا په کار کې انصاف او شفافیت وساتي او د مسوولیت له قوي احساس او رغنده تګلارې سره همکاري پیاوړې کړي.

چین تر دې مخکې هم په ملګرو ملتونو کې په فلسطین کې د اوربند، د ملکيانو د خوندیتوب او د دوه‌ دولتي حل د بیا فعاله کولو غوښتنې تکرار کړي دي. د رویټرز د راپور له مخې، بېجېنګ ځان د منځګړیتوب پلوي او د څو اړخیز نظم ملاتړی معرفي کوي او وایي، امنیت شورا باید د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

وال‌سټریټ ژورنال: ایران له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پیل لپاره خپل دریځ «نرم» کړی دی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
وال‌سټریټ ژورنال: ایران له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پیل لپاره خپل دریځ «نرم» کړی دی
100%

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له‌مخې، ایران په مذاکراتو کې د اوسني بندښت د پای ته رسولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی؛ هغه وړاندیز چې د باخبره سرچینو په وینا، له امریکا سره د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د تهران په دریځ کې د نرمښت ښکارندويي کوي.

د باخبره سرچینو په وینا، ایران منځګړو ته ویلي،که واشنګټن له دې وړاندیز سره موافقه وکړي، دوی چمتو دي چې د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې په پاکستان کې مذاکرات پیل کړي.

له دې سره سره لا هم دواړه لوري د هُرمز تنګي د بیا پرانېستلو او د اټومي پروګرام په څېر په کلیدي موضوعاتو کې جدي اختلافات لري او د دریځونو ترمنځ یې واټن پر ځای پاتې دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) خبریالانو ته وویل: «دوی غواړي هوکړې ته ورسېږي، خو زه ترې خوښ نه یم. وګورو چې څه کېږي.»

باخبره سرچینو وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي، چې د ایران په نوي وړاندیز کې د بریدونو د بندولو او د ایران د بندرونو د محاصرې د پای ته رسولو په اړه د امریکا د تضمینونو په بدل کې، د هُرمز تنګي د بیا پرانېستلو لپاره د تهران پر شرایطو د بحث کولو چمتووالی شامل دی.

له دې وړاندې، ایران غوښتنه لرله، چې امریکا باید د خبرو اترو له پیل مخکې محاصره لغوه کړي او د جګړې د پای ته رسولو په اړه هوکړې ته ورسېږي، خو اوس یې په نوي وړاندیز کې ډېر انعطاف ښکاري.

د دې وړاندیز په بله برخه کې، ایران چمتوالی ښودلی، چې د امریکا د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې به د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي.

له ایران سره د امریکا پخواني مرکچیانو ریچارډ نیپیو ویلي، چې دا طرحه کولی شي «انګیزې همغږې کړي»، ځکه دواړه لوري به له ځینو محدودو اقتصادي امتیازاتو برخمن شي او پېچلې موضوعګانې به راتلونکي ته وځنډول شي.

د ایران دولتي رسنیو هم تایید کړې، چې منځګړو ته یو نوی وړاندیز سپارل شوی او ویلي یې دي، چې تهران د واشنګټن د دریځ د بدلون په صورت کې، ډیپلوماسۍ ته د بېرته ګرځېدو لپاره چمتو دی.

په مقابل کې، سپینې ماڼۍ ویلي، چې د خصوصي خبرو اترو د جزییاتو په اړه تبصره نه‌کوي، خو ټینګار یې کړی، چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه‌مومي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ دوام لري او په پاکستان کې پخوانۍ خبرې اترې هم کومې پایلې ته نه‌وې رسېدلې.

ورته مهال، واشنګټن او تهران د ایران په شاوخوا اوبو کې په یوې اقتصادي جګړې او متقابل فشار بوخت دي.

ایران په وروستیو اونیو کې په هُرمز تنګي کې پر بېړیو په بریدونو سره، د نړۍ د نفتو د لېږد یوې مهمې لارې ته لاسرسی محدود کړی دی. په ځواب کې، امریکا هم د ایران پر بندرونو او بېړیو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

له دې ترینګلتیاوو سره سره، دواړه لوري لا هم د پاکستان، قطر، مصر او ترکیې په څېر د منځګړو له لارې یو بل ته پیغامونه لېږي.

د طالبانو د لومړۍ دورې د نسکورېدو یو عامل؛ نن د اسامه بن لادن د وژل کېدو پنځلسم کال دی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۱
د طالبانو د لومړۍ دورې د نسکورېدو یو عامل؛ نن د اسامه بن لادن د وژل کېدو پنځلسم کال دی
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه، د پاکستان په ایبټ‌اباد کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې اسامه بن‌لادن وواژه. د الـ.قاعده شبکې بنسټګر طالبانو ته هم ډېر نږدې وو او ویل کېږي، ملا محمد عمر د خپلې ډلې د لومړۍ دورې واکمني هم له بن لادن څخه قربان کړه.

یادې استخباراتي ادارې ویلي، چې د القاعده پر بنسټګر برید د پاکستان پر وخت ۰۰:۳۰ بجې پيل شو او بن‌لادن د درېیم پوړ په یوه خونه کې په نهو دقیقو کې وموندل شو.

سي‌ای‌اې په یوې تازه اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه عملیات د امریکا د هغه مهال د ولسمشر له لوري د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۹مه منظور شوي وو او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د یوه کوچني ځانګړي ټیم له لوري ترسره شول. د دغې ادارې په وینا، یوه چورلکه سقوط شوه، خو عملیاتو له ځنډ پرته دوام وموند، د بن‌لادن جسد لومړي پوړ ته یووړل شو او د څو خپلواکو لارو په وسیله یې هویت تایید کړای شو.

د مالوماتو له مخې، د القاعد د بنسټګر مړی د کارل وینسن الوتک‌وړونکې بېړۍ د شمالي عربي سمندر اوبو ته وغورځول شو. د امریکا د مرکزي استخباراتو په وینا، د اسامه بن لادن له کور څخه یې د ارزونې لپاره ډېر مواد ترلاسه کړي وو.

یادې ادارې ویلي، د پاکستان په اېبټ‌اباد کې د اسامه کور مرکزي ودانۍ غیرمعمولي امنیتي ځانګړتیاوې لرلې؛ له اغزن سیم سره لوړ دېوالونه، دوه‌ګوني دروازې، تورې ښیښې، ښکاره ټېليفوني/انټرنېتي تارونه یې نه لرل او کثافات یې سوځول کېدل. د کور ثبت شويو مالکانو څرګند عاید نه‌درلود او همدغو نښو، له کلونو څارنې او د «کنیه» له لارې د کوریر د هویت له موندلو سره یوځای، د بن‌لادن د پټنځای ارزونه پیاوړې کړې وه.

یادې ادارې زیاته کړې، چې تر عملیاتو مخکې د اسامه د استوګنې کور ته ورته ځای امریکایي ځواکونو ته جوړ کړای شوی وو او هغو په‌کې خپل تمرینونه ترسره کړي وو.

سي‌ای‌اې وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر له کوره راټول شوي اسناد او ډیجیټلي مواد څرګندوي چې بن‌لادن تر وروستیو شېبو د القاعده په ستراتیژیکو او عملیاتي لارښوونو کې فعال رول درلود.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې دا عملیات د القاعده د ماتولو په برخه کې مهمه بریا وبلله او ویې ویل، چې د استخباراتي ټولنو نږدې همغږیو او د پوځ له ملګرتیا سره یاد عملیات بریالي شوي دي. د القاعده شبکې دې بنسټګر له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته په افغانستان کې اوسېده.

ویل کېږي واشنګټن د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر څخه غوښتي وو، چې هغه ور وسپاري، خو نه یې وه منلې. ویل کېږي پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته اسامه بن لادن د ننګرهار د تورې بورې له لارې پاکستان ته لاړ او د امریکا له سترګو پټ څو کاله هلته پاتې شو. د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې فعالیت هم د پام وړ کمزوری شو.

د راپورونو له مخې، اوس هم په افغانستان کې د القاعده شبکې مرکزونه شته او طالبان له دغې ډلې سره ځانګړې خواخوږي لري. د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال د کابل په شیرپور کې د امریکا له لوري د القاعده شبکې دویم مشر ایمن الظواهري هم په یو هوایي برید کې ووژل شو.

مُحسن داوړ: پاکستان ټي‌ټي‌پي جوړه کړې او د خپلو موخو لپاره یې فعاله ساتي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
مُحسن داوړ: پاکستان ټي‌ټي‌پي جوړه کړې او د خپلو موخو لپاره یې فعاله ساتي
100%

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ وايي: «پاکستان د ټي‌ټي‌پي پروژه جوړه کړې او فعاله ساتل یې غواړي». هغه ادعا وکړه: «د پاکستان رياست د ټي‌ټي‌پي پروژه له هغو خلکو هم خوندي ساتل غواړي چې په لاره کې یې خنډ جوړوي». هغه وويل، دا پروژه به تر هغې فعاله وي، څو یې چې رياست ساتنه کوي.

مُحسن داوړ دغه څرګندونې د شمالي وزیرستان د مرکز ميرانشا درپه خېل کلي کې د ملک سيف‌الله له وژنې وروسته په پېښور پرېس کلپ کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه وويل، درپه خېل د شمالي وزیرستان له هغو څخه ده، چې ځايي خلکو وسله‌والو ته د ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې او په وینا یې پاکستاني حکومت په دې برخه کې هېڅ کار هم نه‌دی کړی.

داوړ زياته کړه، دا لومړۍ پېښه نه‌ده، له دې وړاندې هم داسې پېښې شوي، رياست او پوځ یې په مخنيوي کې نه‌دی ليدل شوی، دغه سیمه چې د جمعې د ورځې پېښه په‌کې شوې له پوځي چاوڼۍ سره نږدې په يو، يو نيم کلومترۍ کې پرته ده او هلته زرګونه پوځي سرتيري مېشت دي.

خو د پاکستان پوځ تل ادعا کړې، چې د وسله‌والو پرضد یې له توپیر پرته عملیات کړي او تر هغو به دوام لري چې، ټول وسله‌وال له‌منځه لاړ شي.

د امریکا ولسمشر د اروپایي موټرو محصول ۲۵ سلنه لوړ کړ

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
د امریکا ولسمشر د اروپایي موټرو محصول ۲۵ سلنه لوړ کړ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې راتلونکې اونۍ به د اروپایي ټولنې پر موټرو وارداتي محصول تر ۲۵ سلنې لوړ کړي. دا پرېکړه په واشنګټن کې اعلان شوې او ښايي ورسره د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ سوداګریزې ناندرۍ زیاتې شي.

ډونالډ ټرمپ په خپله ټروث سوشل لیکلي، که اروپایي شرکتونه په امریکا کې د موټرو او لاريو تولید وکړي، نو له نویو تعرفو به معاف شي. د اروپایي ټولنې چارواکو لا تر اوسه د ټرمپ د دغې چارې په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د اروپایي موټرو د صنعت ټولنې د تولیدي بهیر او د کارګرانو پر وضعیت د جدي زیان خبرداری ورکړی دی.

د ټرمپ د دې پرېکړې له امله د تېر اوړي هغه موافقه له خطر سره مخ ښودل شوې، چې د واشنګټن او بروکسل تر منځ شوې وه. د یاد تړون له‌مخې د «د ازادۍ ورځې» درنې تعرفې پر ډېرو اروپایي توکو ۱۵ سلنې ته راکمې شوې او په بدل کې اروپایي ټولنې پر امریکایي صنعتي توکو او ځینو کرنیزو محصولاتو خپلې تعرفې صفر ته راټیټې کړې، خو امریکا د اروپایي ټولنې د ژمنو په پلي کېدو کې د ځنډ له امله ناخوښي ښودلې ده.

اروپایي قانون‌ جوړونکو سږکال یاد تړون تصویب کړ، خو د ټرمپ د ځینو تګلارو پر سر ناخوښیو د بېلګې په توګه د ګرینلنډ د تر لاسه کولو هڅو، د پلي کولو بهیر ځنډولی دی. د اروپایي پارلمان ځینو غړو ویلي، که ټرمپ نوې تعرفې ولګوي، نو د تړون د لغوه کولو امکان به وڅېړل شي.

د اروپایي موټرو د صنعت ټولنې مشرې سګرید دویریس ویلي: «بېرته ۲۷،۵ سلنې تعرفو او نامحدودې سوداګریزې جګړې ته ستنېدل، د اروپا د موټر جوړونکو، کارګرانو او د اروپایي ټولنې د پراخ اقتصاد لپاره ډېر تاواني دي».

ټرمپ د روان کال په جنورۍ کې هم د سویلي کوریا پر موټرو د تعرفو تر ۲۵ سلنې د لوړولو ګواښ کړی وو، چې لا نه دی عملي شوی. هغه پر فولادو او المونیمو درنې تعرفې پلي کړي او د ډېرو هېوادونو لپاره یې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې کړې دي.

له دې سره هم‌مهاله واشنګټن هڅه کوي، د مهمو کاني موادو د اکمالاتي ځنځیر په ګډو هڅو کې پر چین د اتکا کمولو په تړاو اروپایي او نورو متحدانو ته قناعت ورکړي.

سنېټکام: د امریکایي ځواکونو په امر تر اوسه ۴۵ بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
سنېټکام: د امریکایي ځواکونو په امر تر اوسه ۴۵ بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنېټکام ویلي، چې د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۴۵ بېړیو د امریکايي ځواکونو په امر خپل مسیر بدل کړی او بېرته بندرونو ته ستنې شوې دي. دا اعلان د سنېټکام پر اېکس پاڼه شوی او د محاصرې سیمه یې د ایران سوېلي بندرونه او ساحلونه ښودلي دي.

سنېټکام په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یادې بېړۍ د نیواک او تلاشۍ د مخنیوي لپاره د قومندانۍ د لارښوونو پر بنسټ بېرته ستنې شوي، خو د بېړیو د ډول، بیرغ او دقیقو بندرونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي. سنېټکام ټینګار کړی، چې محاصره لا هم روانه ده.

له بل لوري، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم ویلي، چې د ایران د بندرونو سمندري محاصره لاهم روانه ده، خو د مهالوېش او ممکنو نرمښتونو په تړاو یې نوي کره معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

تر دې دمه د ایران اړوند چارواکو د سنېټکام د وروستي اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه لا روښانه نه‌ده، چې د مسیر بدلولو امر کومو تجارتي بېړیو ته شوی او دغو بدلونونو د سیمه‌ییزو لوژستیکي لارو پر تګلارو څومره اغېز کړی دی.