• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبر پښتونخوا کې د وسله والو بریدونو له امله اته کسان وژل شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱

خیبرپښتونخوا کې د ناامنیو او وسله‌والو بریدونو په تازه پېښو کې شمالي وزیرستان او باجوړ سیمو کې د ۵وسله والو په ګډون ۸تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د شمالي وزیرستان درپه خېل سیمه کې د وسله‌والو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې ۵ وسله وال او درې ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

د بنو د پولیسو مشر سجاد خان ویلي چې دا نښته د درپه خېل شهزاده کوټ په سیمه کې د ځایي خلکو او وسله‌والو ترمنځ شوې ده. د هغه په وینا، د ځایي خلکو په ځوابي برید کې ۵ وسله وال وژل شوي، خو وسله‌والو بیا پر ملکيانو ډزې کړې چې له امله یې ۳ عام وګړي وژل شوي دي.

نوموړی وایي، ټول ټپیان د میرانشاه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د همدې ایالت په باجوړ سیمه کې هم وسله‌والو د کرېکټ پر میدان برید کړی، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې ټپیان هغه کسان وو چې په میدان کې یې لوبه کوله.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

خیبر پښتونخوا کې تازه د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱
خیبر پښتونخوا کې تازه د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي
100%

د پاکستان د ګوزڼ د له‌منځه وړلو پروګرام اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د دې ناروغۍ ټولې پېښې درې ته لوړې شوې دي.

د یاد پروګرام د معلوماتو له مخې، دغه نوې پېښې د پاکستان د ملي بېړني عملیاتو مرکز له تایید وروسته اعلان شوې دي.

چارواکي وایي، دواړه پېښې د «ځنګلي پولیو ویروس» پورې تړاو لري او د ګوزڼ د څارنې شبکې له‌خوا راپور شوې دي.

د ګوزڼ ضد مبارزې مسوولان خبرداری ورکوي چې په یادو سیمو کې د واکسین ټیمونو ته محدود لاسرسی د ویروس د خپرېدو لامل شوی او د ماشومانو روغتیا ته یې جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د شمېرو له مخې، د روان کال لومړۍ پېښه د سند ایالت په سجاول کې ثبت شوې وه، او اوس په خیبر پښتونخوا کې د دوو نویو پېښو له ثبتېدو سره، د مثبتو پېښو شمېر درې ته رسېدلی دی.

پاکستان او افغانستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ویروس پکې له منځه نه دی تللی. د روغتیا نړیوال سازمان له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر پاکستان د ګوزڼ له امله د سفر محدودیتونه لګولي او له نړیوالو مسافرو د واکسین سند غوښتنه کوي.

په پېښور کې یو شمېر کسانو د شمالي وزیرستان د خراب امنیتي وضعیت پر ضد لاریون وکړ

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
په پېښور کې یو شمېر کسانو د شمالي وزیرستان د خراب امنیتي وضعیت پر ضد لاریون وکړ
100%

د عوامي نشنل ګوند او ملي ډیموکراتیک غورځنګ غړو نن په پېښور کې د شمالي وزیرستان د خراب امنیتي وضعیت پر ضد لاریون وکړ. لاریونوالو په پښتون مېشتو سیمو کې د روانې ناامنۍ پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او په شمالي وزیرستان کې یې د وسلوالو او ولسي خلکو ترمنځ تازه نښته په کلکه وغندله.

د یادو ددوو ګوندونو غړي نن د پېښور پرېس کلب مخې ته راټولو شوي او په پښتو میشتو سیمو کې یې د روانو نا امنیو پر ضد شعارونه ورکول.

دغه لاریون پر داسې مهال تر سره شوی، چې نن په شمالي وزیرستان کې د یو قومي مشر ملک سیف الله له وژل کېدو وروسته د درپه‌خېل قوم او وسلوالو ترمنځ په نښتو کې ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

لاریونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د پښتنو په خاوره کې دې د ترهګرۍ او ناامنۍ د مخنیوي لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي، ترڅو نور د بې‌ګناه خلکو او قومي مشرانو وینه تویه نشي.

په وزیرستان کې ناڅرګندو وسله‌والو یو قومي مشر وژلی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۱
په وزیرستان کې ناڅرګندو وسله‌والو یو قومي مشر وژلی
100%

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په درپه‌خېل کې ناڅرګندو وسله‌والو یو قومي مشر ملک سیف‌الله په ډزو وژلی. د میرانشاه پولیسو ویلي، چې له دې پيښې وروسته د درپه‌خېل قوم او وسله‌والو ترمنځ په نښتو کې ۳ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ پر خپله اېکس‌پاڼه د ملک سیف‌الله درپه‌خېل وژل کېدل تایید کړي او هغه یې د طالبانو پر وړاندې یو زړور غږ بللی دی. نوموړي ویلي چې له برید وروسته د سیمې د خلکو او وسله‌والو ترمنځ جګړه پیل شوې چې لا هم دوام لري.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی او نه هم پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو د هدفي وژنو لړۍ چټکه شوې ده. ځايي مشران په دې باور دي چې هغه څوک چې په سیمه کې د وسلوالو ډلو له شتون سره مخالفت کوي، د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان په څېر ډلو له لوري په نښه کېږي.

پښتونخوا کې پر ملکي وګړو د ډرون بریدونو زیاتوالی؛ سهیل اپریدي د قبایلي مشرانو جرګه راوبلله

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
پښتونخوا کې پر ملکي وګړو د ډرون بریدونو زیاتوالی؛ سهیل اپریدي د قبایلي مشرانو جرګه راوبلله
100%

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي صوبايي اسمبلۍ کې د وینا پرمهال ویلي، د راتلونکې شنبې ورځ به د ډرون بریدونو پر ضد یوه جرګه راوبلل شي چې په‌کې به د قبایلي مشرانو او سیاسي ګوندونو استازو په ګډون د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه وشي.

هغه ویلي، حکومت به د داسې یو قانون جوړېدو هڅه وکړي چې د ډرون بریدونو پرمهال ملکي تلفاتو ته جرمي بڼه ورکړي. نوموړي د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، که څه هم د ډرون بریدونو په اړه ځینې ادارې ځانونه د اساسي قانون له لارې خوندي کړي؛ خو د «ملکي زیانونو» پر ضد د قانون جوړېدل هم اړینه جاره ده.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر دا هم ویلي، چې هر ځل د ډرون برید پر وړاندې د اعتراض په صورت کې ورته یوازې د خواشینۍ پیغام رسېږي. د هغه په وینا؛ پوښتنه دا ده چې ولې دغه بریدونه پر مهمو پوځي هدفونو نه؛ بلکې پر عامو خلکو ترسره کېږي.

په همدې حال کې د اسمبلۍ غړو ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ هم پر ډورنډ کرښې پرتو سیمو مستقیم اغېز لري او ټینګار یې کړی چې د ستونزې د حل لپاره باید خبرې اترې وشي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې وروستیو بریدونو د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو سخته غوسه راپارولې وه. په خیبر پښتونخوا کې په وروستي ډرون برید کې یوه ماشومه ووژل شوه او د یوې کورنۍ څو غړي ټپیان شول چې له همدې امله خلکو په پېښور کې لاریونونه وکړل.

چارواکو او ځایي مشرانو هم ویلي، چې قبایلي سیمې له یوې خوا د ترهګرۍ او له بلې خوا د ډرون بریدونو د ملکي تلفاتو «بیه» پرې کوي او په خبره یې دغه وضعیت نور د زغملو نه‌دی. د حکومت ځینو چارواکو هم ویلي، که اړتیا وي لاریونونه به هم تنظیم کړي.

د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې
100%

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۳ وسله‌وال، چې غوښتل يې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خېبرپښتونخوا ایالت ته واوړي د اوښتو پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مهمندو ایجنسۍ په سيمه کې د دې هېواد ځواکونو له يوې وسله‌والې ډلې سره نښته وکړه او اته کسان يې ووژل.

د خبرپاڼې له مخې، په بله نښته کې چې د شمالي وزيرستان په سيمه کې شوې، پنځه نور وسله‌وال چې غوښتل يې له افغانستانه واوړي، د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اعلاميه کې طالبان د سرحدونو په کنټرول کې په «بشپړه ناکامۍ» تورن کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه نښتې يو ځل بيا د پاکستان دا دريځ تاييدوي چې طالبان د پولې په اغېزمن مديريت کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي».

پاکستاني پوځ له طالبانو غوښتي چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او پرېنږدي چې وسله‌وال د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګريز بریدونه ترسره کړي. همدارنګه له هغوی غوښتنه شوې چې د افغانستان وګړو د ترهګريزو بريدونو لپاره پاکستان ته د ننوتو مخه ونيسي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خپل هېواد د امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې د وسله‌والو د اوښتو مخه يې نيولې او دغه کسان يې له هند سره تړلي بللي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو اوونيو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي کړکېچ زيات شوی او د ګډې پولې په اوږدو کې پرله‌پسې نښتې روانې دي.

پاکستاني پوځ د هغه څه په ځواب کې چې «د وسله‌والو نفوذ» يې بولي، د افغانستان د ختيځ ځينې سيمې، لکه د کونړ ولايت، د توپچي بريدونو هدف ګرځولي چې د راپورونو له مخې لسګونه ملکيان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو هم په غبرګون کې جنوبي وزيرستان کې د‌ پاکستاني پوځ ځينې پوستې په نښه کړې دي، چې له امله يې يو شمېر پاکستاني وګړي ټپيان شوي دي.