• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټه: پاکستان دې د افغان کډوالو د ځورونې پالیسي وځنډوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د شکنجې پر ضد کمېټې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ویستنې، ځورونې او ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې د ۲۰۲۳ کال د «ناقانونه بهرنیانو د ستنولو پلان» دې یا لغوه کړي او یا هم ژوره بیاکتنه پرې وکړي.

یادې کمېټې د پاکستان ترڅنګ د ایټالیا، ګابون او تاجکستان په اړه خپل وروستۍ موندنې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د دغو هېوادونو د شکنجې ضد کنوانسیون د پلي کېدو وضعیت یې په وروستۍ غونډه کې ارزولی دی.

د راپور له مخې، کمېټې پر پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې اقداماتو په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال د پلان له مخې د افغان اتباعو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ډله‌ییز اخراج د پناه غوښتنې او نه‌شړنې د نړیوالو اصولو له بشپړې انفرادي ارزونې پرته ترسره شوی دی.

کمېټې ویلي چې له افغان کډوالو سره، حتا له راجستر شویو کسانو سره، د فشار او زور د کارولو جدي ادعاوې ثبت شوې دي. په دې کې ځورونه، وېره‌اچونه، د شړلو ګواښونه، د پولیسو ناوړه چلند، باج‌اخیستنه، چاپې او خپلسري نیونې شاملې دي.

په راپور کې راغلي چې دغه تګلارې افغانان له دې جدي خطر سره مخ کوي چې بېرته افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له شکنجې، ناوړه چلند یا نورو جدي سرغړونو سره مخ شي.

کمېټې له پاکستانه غوښتي چې یا خو دا پلان لغوه کړي او یا یې له سره په ژوره توګه وڅېړي، د پولیسو د ناوړه چلند قضیې تحقیق کړي او مسول کسان عدلي او انضباطي تعقیب ته وسپاري.

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، مدني فعالانو، وکیلانو، سیاسي مخالفانو او لاریونوالو پر وړاندې د شکنجې او ناوړه چلند د پېښو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپور له مخې، په دغو مواردو کې وېره‌اچونه، ګواښونه، زور زیاتی، خپلسري نیونې، جبري ورکېدنې، له محاکمې پرته وژنې او سیاسي انګېزه لرونکې قضایي دوسیې شاملې دي، حتا په ځینو مواردو کې پوځي محاکمې هم کارول شوې دي.

کمېټې له پاکستانه غوښتي چې د ټولو ادعا شویو سرغړونو په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملان محاکمه کړي او قربانیانو ته موثر حقوقي او مالي جبران برابر کړي.

دغه کمېټې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بي بي، او نورو سیاسي او مدني فعالانو لکه ادریس خټک، علي وزیر او مهرنګ بلوڅ د قضیو په اړه ځانګړې اندېښنه هم ښودلې ده.

هغې سپارښتنه کړې چې د هغو کسانو وضعیت دې بیا وکتل شي چې د سیاسي یا مدني فعالیتونو له امله بندیان شوي، او ډاډ دې ترلاسه شي چې په توقیف کې ورته د روغتیايي پاملرنې مناسب لاسرسی شته.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو ته: د افغانستان د ښځو پر وړاندې محدودیتونه دې «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۱
ملګرو ملتونو ته: د افغانستان د ښځو پر وړاندې محدودیتونه دې «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي
100%

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د بشریت ضد جرمونو د تړون د مسودې د بدلون لپاره وړاندیزونه ارزوي، چې پکې یو مهم وړاندیز دا دی چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخ او سیسټماټیک محدودیتونه د «جنسیتي اپارتاید» په نوم د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د بشري حقونو د څېړنې مرکز (HRRC) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د نړیوالو هڅو کلک ملاتړ کوي څو «جنسیتي اپارتاید» د نړیوال قانون له مخې د جرم په توګه وپېژندل شي.

دغه بنسټ د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ټاکلي ضرب‌الاجل تر پای ته رسېدو وړاندې عملي ګامونه واخلي، څو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې پر وړاندې قوي قانوني خوندیتوب او حساب‌ورکونه یقیني شي.

د راپور له مخې، دا غوښتنې تر ډېره د افغانستان له وضعیت څخه الهام اخلي، چیرې چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې نجونې له ثانوي زده‌کړو منع کړې دي او پر ښځو یې د کار، تګ‌راتګ او ټولنیز مشارکت سخت بندیزونه لګولي دي.

د یونسکو د ارزونو له مخې، که دا وضعیت دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان له څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو بې‌برخې شي، چې دا به د بنسټیزو خدماتو د سیستم د احتمالي سقوط اندېښنې لا زیاتې کړي.

د بشري حقونو سازمانونه، لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ، ټینګار کوي چې موجوده حقوقي چوکاټونه، لکه د نړیوالې جزایي محکمې د روم اساسنامې له مخې د «جنسیتي ځورونې جرم» د طالبانو د محدودیتونو پراخوالی او جوړښتي بڼه په بشپړه توګه نه شي انځورولای. دوی استدلال کوي چې په افغانستان کې روان وضعیت د بنسټیز تسلط یوه پراخه او سازمان ‌شوې بڼه ده، چې باید جلا حقوقي تعریف او ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

که څه هم نړیوالې جزایي محکمې لا دمخه د طالبانو د ځینو لوړپوړو مشرانو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تړاو د نیولو حکمونه صادر کړي، خو د بشري حقونو ملاتړي باور لري چې د لا پیاوړو حقوقي تعریفونو نشتوالی د سیستماتیک تبعیض د بشپړې حساب‌ورکونې مخه نیسي.

ټاکل شوې ده چې د بشریت ضد جرمونو اړوند د دې تړون بهیر تر ۲۰۲۹ کال پورې دوام وکړي. فعالان دا بهیر یو نادر فرصت بولي، څو نړیوال بشري حقوقي نظام پیاوړی شي.

د دې طرحې ملاتړي وایي، که «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت وپېژندل شي، نو نه یوازې په افغانستان، بلکې په هغو نورو هېوادونو کې هم چې ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو بې‌برخې دي، د عدالت لپاره نوې حقوقي لارې پرانېستل کېږي.

تمه ده چې د اپرېل له ۳۰مې نېټې وروسته، د غړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې لا پسې ګړندۍ شي او سپارل شوي وړاندیزونه به رسمي بحثونو ته داخل شي.

د طالبانو افغان پوسټ ۱۹۰ هېوادونو ته د پوسټونو او کارګو لېږد پيل کړی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
د طالبانو افغان پوسټ ۱۹۰ هېوادونو ته د پوسټونو او کارګو لېږد پيل کړی دی
100%

د طالبانو افغان پوسټ اداره وايي، چې دوی د بېلابېلو ولایتونو په ګډون د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته د پوسټونو او کارګو د لېږد خدمتونه پیل کړي دي. د دغې ادارې د انکشافي چارو رییس ویلي، چې د پاسپورټونو، تذکرو او سیم‌کارتونو تر څنګ د بېلابېلو ادارو اسناد ولایتونو ته لېږي.

د طالبانو د افغان پوسټ ادارې د انکشافي چارو رييس ذبیح‌الله عمر د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت ډيپلوماټيکې بستې په بهر کې خپلو سیاسي استازولیو ته لېږو. د دې تر څنګ د تجارتي مالونو انتقالات د کارګو له لارې کوو او تر دېرش کیلو پورې د پوسټ انتقالات ۱۹۰ هېوادونو ته کوو».

د نوموړي په وینا، دوی د توکو د لېږد لپاره د شپږ تورو کوډ چمتو کړی، چې له‌مخې یې ادارې او خلک خپل اړوند اسناد د لېږد رالېږد پر مهال د ګوګل نقشې له لارې څارلی شي. طالبان داسې مهال له دغو خدمتونو خبر ورکوي، چې د دغو چارو یو شمېر برخې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم ترسره کېدلې.

هم‌مهاله په لوېدیځ او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې خلک نیوکې کوي، چې له افغانستان څخه د راغوښتونکو توکو پر مهال له سختو کړاوونو سره مخ کېږي او ان کله ناکله یې توکي لادرکه هم شي.

د هرات او خراسان رضوي والیانو د ټرانزیتي ستونزو د حل په تړاو ټېلیفوني خبرې کړې دي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱
د هرات او خراسان رضوي والیانو د ټرانزیتي ستونزو د حل په تړاو ټېلیفوني خبرې کړې دي
100%

په هرات کې د طالبانو والي اسلام‌جار د ایران خراسان رضوي له والي غلام‌ حسین مظفري سره د دوغارون او اسلام‌کلا سرحدي لارو د ټرانزیتي ستونزو د حل په تړاو ټېلیفوني خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ټېلیفوني خبرو کې دواړو لورو د توکو د لېږد په بهیر کې د اسانتیاوو د زیاتوالي، د اداري همغږیو د پیاوړتیا او د سوداګریزو لارو د ټرانزیتي خنډونو د حل په اړه تفصیلي بحث کړی دی. همدارنګه په دې اړیکه کې ټینګار شوی، چې د پولې دواړو غاړو کې اړوندې ادارې باید د همغږۍ میکانیزمونه عملي کړي، څو د تګ راتګ بهیر چټک او منظم شي.

په هرات کې د‌ طالبانو والي اسلام‌جار د شته خنډونو په اړه ویلي، چې د ایراني موټر چلونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول اړین دي. ده زیاته کړې، چې د ټرانسپورتي خنډونو لرې کول او د بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ د بهیر چټکتیا باید لومړیتوب ولري، څو سوداګریز فعالیتونه له ځنډ او اضافي لګښتونو خوندي شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د خراسان رضوي والي غلام‌ حسین مظفري د ګډو همکاريو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د دوغارون او اسلام‌کلا له لارو د سوداګرۍ بهیر د ښه‌والي لپاره به عملي ګامونه واخلي. د هغه په وینا، د ټرانزیتي ستونزو حل او د سرحدي خدمتونو ښه کول به د دواړو لورو د سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د هرات ولایت رسنیز دفتر ویلي، چې په دې وروستیو کې طالبانو ایراني موټر چلوونکو ته د وېزې او ردوپاس شرطونه لغوه او د پولې دې غاړې ته ځینې اداري خنډونه لرې او همداراز په افغانستان کې د ایراني موټرچلونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

د طالبانو د لومړۍ دورې د نسکورېدو یو عامل؛ نن د اسامه بن لادن د وژل کېدو پنځلسم کال دی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۱
د طالبانو د لومړۍ دورې د نسکورېدو یو عامل؛ نن د اسامه بن لادن د وژل کېدو پنځلسم کال دی
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه، د پاکستان په ایبټ‌اباد کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې اسامه بن‌لادن وواژه. د الـ.قاعده شبکې بنسټګر طالبانو ته هم ډېر نږدې وو او ویل کېږي، ملا محمد عمر د خپلې ډلې د لومړۍ دورې واکمني هم له بن لادن څخه قربان کړه.

یادې استخباراتي ادارې ویلي، چې د القاعده پر بنسټګر برید د پاکستان پر وخت ۰۰:۳۰ بجې پيل شو او بن‌لادن د درېیم پوړ په یوه خونه کې په نهو دقیقو کې وموندل شو.

سي‌ای‌اې په یوې تازه اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه عملیات د امریکا د هغه مهال د ولسمشر له لوري د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۹مه منظور شوي وو او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د یوه کوچني ځانګړي ټیم له لوري ترسره شول. د دغې ادارې په وینا، یوه چورلکه سقوط شوه، خو عملیاتو له ځنډ پرته دوام وموند، د بن‌لادن جسد لومړي پوړ ته یووړل شو او د څو خپلواکو لارو په وسیله یې هویت تایید کړای شو.

د مالوماتو له مخې، د القاعد د بنسټګر مړی د کارل وینسن الوتک‌وړونکې بېړۍ د شمالي عربي سمندر اوبو ته وغورځول شو. د امریکا د مرکزي استخباراتو په وینا، د اسامه بن لادن له کور څخه یې د ارزونې لپاره ډېر مواد ترلاسه کړي وو.

یادې ادارې ویلي، د پاکستان په اېبټ‌اباد کې د اسامه کور مرکزي ودانۍ غیرمعمولي امنیتي ځانګړتیاوې لرلې؛ له اغزن سیم سره لوړ دېوالونه، دوه‌ګوني دروازې، تورې ښیښې، ښکاره ټېليفوني/انټرنېتي تارونه یې نه لرل او کثافات یې سوځول کېدل. د کور ثبت شويو مالکانو څرګند عاید نه‌درلود او همدغو نښو، له کلونو څارنې او د «کنیه» له لارې د کوریر د هویت له موندلو سره یوځای، د بن‌لادن د پټنځای ارزونه پیاوړې کړې وه.

یادې ادارې زیاته کړې، چې تر عملیاتو مخکې د اسامه د استوګنې کور ته ورته ځای امریکایي ځواکونو ته جوړ کړای شوی وو او هغو په‌کې خپل تمرینونه ترسره کړي وو.

سي‌ای‌اې وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر له کوره راټول شوي اسناد او ډیجیټلي مواد څرګندوي چې بن‌لادن تر وروستیو شېبو د القاعده په ستراتیژیکو او عملیاتي لارښوونو کې فعال رول درلود.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې دا عملیات د القاعده د ماتولو په برخه کې مهمه بریا وبلله او ویې ویل، چې د استخباراتي ټولنو نږدې همغږیو او د پوځ له ملګرتیا سره یاد عملیات بریالي شوي دي. د القاعده شبکې دې بنسټګر له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته په افغانستان کې اوسېده.

ویل کېږي واشنګټن د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر څخه غوښتي وو، چې هغه ور وسپاري، خو نه یې وه منلې. ویل کېږي پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته اسامه بن لادن د ننګرهار د تورې بورې له لارې پاکستان ته لاړ او د امریکا له سترګو پټ څو کاله هلته پاتې شو. د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې فعالیت هم د پام وړ کمزوری شو.

د راپورونو له مخې، اوس هم په افغانستان کې د القاعده شبکې مرکزونه شته او طالبان له دغې ډلې سره ځانګړې خواخوږي لري. د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال د کابل په شیرپور کې د امریکا له لوري د القاعده شبکې دویم مشر ایمن الظواهري هم په یو هوایي برید کې ووژل شو.

نوې څېړنه: ۹۵ سلنه ښځې د طالبانو پر عدلي نظام باور نه‌لري

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
نوې څېړنه: ۹۵ سلنه ښځې د طالبانو پر عدلي نظام باور نه‌لري
100%

د «ښځو او ماشومانو د څېړنې او حق غوښتنې شبکې» نوې موندنې ښيي، چې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې د طالبانو تر کنټرول لاندې پر عدلي نظام د بې‌باورۍ له امله د خپلو حقوقي قضيو له تعقيب څخه ډډه کوي. سربېره پر دې، نږدې ۶۵ سلنه ښځو د طالبانو محاکمو ته د تګ پر مهال منفي تجربې لرلې دي.

دغه موندنې پرون (پنجشنبه د غویي ۱۰مه) د کاناډا په ټورنټو ښار کې د همدې شبکې او د ټورنټو پوهنتون د ګډې څېړنې د پرانېست غونډې پر مهال وړاندې شوې. د دې څېړنې نوم «په افغانستان کې د ښځو عدالت ته لاسرسی» وو.

په دې غونډه کې حقوقپوهانو، مدني فعالانو، پوهانو، ډيپلوماټانو او خبريالانو ګډون درلود او سمبالوونکو یې ویلي، چې د څېړنې موخه په افغانستان کې عدالت ته د ښځو د لاسرسي ستونزو روښانه کول او د نړيوالې ټولنې پام ورته را اړول دي.

د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان عدلي نظام په بنسټيز ډول بدل شوی دی. د ورکړل شویو شمېرو له‌مخې، ۸۱ سلنه ګډونوالو ويلي، چې عدلي نظام يا په بشپړه توګه او يا هم تر ډېره بدل شوی دی. همدارنګه ۹۱ سلنه پر دې باور دي، چې له نظامه د ښځينه حقوقپوهانو اېستل د قضيو پر پايلو منفي اغېز کړی دی.

د دې شبکې بنسټ ايښودونکې زرقا يفتلي وويل، چې د طالبانو تر ادارې لاندې رسمي عدلي بهيرونه سخت کمزوري شوي او پر ځای يې داسې سيستمونه رامنځته شوي، چې نه عادلانه دي او نه هم د حساب ورکولو ضمانت کوي، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو کې.

د شبکې د خبرپاڼې له‌مخې، د ټورنټو پوهنتون پروفيسور ادوارد شاتس هم وويل، دغه پوهنتون ژمن دی چې د افغانستان موضوع په نړيوالو علمي او سياسي بحثونو کې ژوندۍ وساتي او له افغان بنسټونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ ټينګار وکړ، چې نړيواله حساب ورکونه او پرله‌پسې فشار د بشري حقونو د ښه کېدو لپاره اړين دي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي هم وويل، چې د عادلانه محاکمې نشتوالی او د خپل‌سرو نيونو زياتوالی په ټولنه کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

د غونډې په پای کې، د نړيوالې ټولنې د همغږې او دوامدارې همکارۍ او د مدني بنسټونو، په ځانګړي ډول د ښځو تر مشرۍ لاندې ادارو د ملاتړ پر اړتيا ټينګار وشو.