د کونړ ځینو قومي مشرانو نن شنبه، د غويي پر ۱۲مه وویل، چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس سیمه کې د دواړو لوریو د قومي مشرانو په وروستۍ ناسته کې د اوربند پر شرایطو سلامشورې او ددې خبرو د پایلو ترلاسه کولو لپاره د ناستو پر دوام هوګړه شوې وه.
یو قومي مشر وویل، چې پاکستان د دې خبرو پرمهال د کونړ پر مرکز اسعداباد ترڅنګ پر سرګاڼو، مرورې، خاص کونړ او دانګام ولسوالیو کې د عامې پر کورونو بریدونه وکړل، چې له امله د قومي مشرانو د ناستو بهیر ګډوډ شو.
د قومي مشر په وینا، «په لومړیو ناستو کې په درېیو موضوعاتو خبرې شوې وې، لومړی به اوربند کېږي او دوهم به د کونړ ناواپاس لاره د سوداګرۍ لپاره پرانیستل کېږي».
تېره ورځ هم ځینو قومي مشرانو ویلي و، چې دوی له باجوړي مشرانو سره دوه ناستې کړې دي او هغه شرایط چې د پاکستان پوځ د اوربند لپاره وړاندې کړي وو، له طالب چارواکو سره یې شریک کړي ، خو تر اوسه د طالبانو ولایتي ادارې خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی. د دوی په وینا، څو ځلې یې هڅه کړې چې د کونړ له والي او نورو چارواکو سره وګوري، خو د لیدنې وخت نه دی ورکړل شوی.
د قومي مشرانو په وینا،د چترال له قومي مشرانو سره د نورستان د برګمټال او کامدېش او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د قومي مشرانو له ناستې او اوربند رامنځته کېدو وروسته، د سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ قومي مشران هم لاس په کار شوي چې د باجوړ د قومي مشرانو په منځګړتوب د چترال او نورستان د قومي مشرانو په څېر یو تړون وشي.
د وري پر ۲۴مه، د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړو خواو له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کړی.
پاکستاني پوځیانو د نورستان له قومي مشرانو نه په شفاهي ډول تضمین اخیستی چې په خپلو سیمو کې به ټي ټي پي نه پرېږدي.
د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ترمنځ د بېپایلې ناستو راپورونه وروسته له هغه خپریږي، چې پر کونړ د پاکستاني نظامیانو بریدونه دوام لري.
د کونړ پر مرکز اسعد اباد، سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ د پاکستان په وروستیو بریدونو کې شاوخوا ۸ کسان وژل شوي او نږدې ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.