• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برلین کې د افغانستان د اوسني بحران او راتلونکي په اړه علمي ناسته جوړه شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د جرمني په برلین ښار کې د کاناډین نورث اکاډمي په نوښت، د افغانستان د اوسني بحران او راتلونکي وضعیت د ارزونې لپاره علمي او څېړنیزه ناسته، نن د شنبه د غویي پر ۱۲مه ترسره شوه.

د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې لږ تر لږه د پوهنتون ۲۱استادانو، شنونکو، مدني فعالانو او خبریالانو ګډون کړی او د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکي مسیر په اړه یې ویناوې کړې دي. دا ناسته به د یکشنبې تر ورځې پورې دوام ولري.

د یادې اکاډمۍ په وینا، دغه غونډه د دوی د دوامدارو علمي فعالیتونو په چوکاټ کې، د ځینو محلي بنسټونو په همغږۍ او د پوهنتوني څېرو، مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو په پراخ ګډون جوړه شوې ده.

ویل کېږي، یو شمېر ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د طالبانو له لوري د اسلام د افراطي تفسیر پر وړاندې نیوکې کړي او دا موضوع یې تر بحث لاندې راوستې ده.

په دې ناسته کې تر ډېره د افغانستان د بحران د ریښو څېړنه شوې او ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت څو اړخیز انځور وړاندې کړی دی. د بحث مهمو محورونو کې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه، سیاسي مشروعیت، د بشري حقونو وضعیت، د ښځو حقونه، د ښوونې او روزنې ستونزې، اقتصادي بحران او د خلکو د معیشت ستونزې شاملې دي.

دغه ناسته مخکې پلان شوې وه چې د جرمني په فرانکفورت ښار کې ترسره شي، خو د یوې ګډونوالې پر حضور د ځینو مخالفتونو له امله لغوه شوې وه.

د غونډې تنظیموونکو ویلي، چې دا کنفرانس هغه مهال لغوه شو، کله چې د ځینو کسانو له لوري د یوې ټولنیزې فعالې د ګډون پر وړاندې اعتراضونه وشول.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې ګڼ شمېر افغان فعالان او شنونکي بلل شوي، او تمه کېږي چې پایلې یې د افغانستان د راتلونکي په اړه پر بحثونو اغېز ولري.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په څوارلس ولایتونو کې مو د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۷۵ کسان نیولي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
طالبان: په څوارلس ولایتونو کې مو د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۷۵ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو یې لږ تر لږه ۷۵ کسان په څوارلس ولایتونو کې نیولي دي. دغه وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا عملیات د نشه‌يي توکو ضد پولیسو له لوري د هېواد په ختیځ، سویل، مرکزي او شمالي ولایتونو کې ترسره شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان یې د ننگرهار، بامیان، پروان، خوست، پنجشیر، فراه، پکتیا، پکتیکا، کندهار، جوزجان، نیمروز، بغلان، غزني او هلمند په ولایتونو کې نیولي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو څخه څه باندې دوه کیلوګرامه چرس، شاوخوا ۲۲۰۰ د نشې ګولۍ او همدارنګه «لږه اندازه شیشه او تریاک» ترلاسه شوي دي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې نیول شوي کسان به د خپلې ډلې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي او د قضیو قانوني تعقیب به یې وشي.
ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې ده، خو د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید تر پخوا څو چنده ډېر شوی دی.

ش
خپله د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي او قوماندانان د نشه‌يي توکو په کاروبار کې پراخ لاسونه لري او د جمهوري نظام پر مهال دغه کاروبار د دې ډلې د جګړې د تمویل اصلي او مهمه سرچینه ګڼل کېده.

سندونه؛ ملاهبت‌الله د دولتي ادارو په نومونو کې پر «ملي» کلیمې بندیز ولګاوه

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
سندونه؛ ملاهبت‌الله د دولتي ادارو په نومونو کې پر «ملي» کلیمې بندیز ولګاوه
100%

هغه سندونه چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي ښيي، چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده په دولتي چوکاټ کې د «ملي» کلیمې پر کارولو بندیز لګولی دی. د دغه حکم پر بنسټ، د یو شمېر امارتي ادارو له نومونو څخه د ملي کلمه لرې شوې او پر ځای یې د «عمومي» کلمه کارول کېږي.

د طالبانو د رسمي مکتوب له‌مخې، چې یوه اوونۍ وړاندې لیکل شوي، د ملاهبت الله د حکم په اساس د احصایې او معلوماتو ملي اداره له دې وروسته د «احصایې او معلوماتو عمومي اداره» او د ازموینو ملي اداره د «ازموینو عمومي اداره» په نوم نومول شوې دي.

100%

په دغو مکتوبونو کې له دولتي ټلوېزیون څخه، چې تر اوسه یې نوم ملي ټلوېزیون دی، غوښتل شوي چې دغه حکم ټولو ادارو ته ابلاغ کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په ملي ټلوېزیون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملاهبت الله هڅه کوي د دغه ټلوېزیون نوم هم د «شریعت غږ» په نوم بدل کړي. د دوی په وینا، طالبانو دمګړۍ ټولې ملي راډیوګانې په شریعت غږ نومولې دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د قول اردوګانو په ګډون د یو شمېر ادارو نومونه عربي ته اړولي دي.

د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله اوسمهال د «پولیسو» نوم هم په «شرطه» بدلوي چې یوه عربي کلمه ده.

د هبت‌الله وروستی وینا ته د ځینو طالبانو غبرګون؛ ځان ته د معصوم مقام منسوبول سم دریځ نه دی

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱
د هبت‌الله وروستی وینا ته د ځینو طالبانو غبرګون؛ ځان ته د معصوم مقام منسوبول سم دریځ نه دی
100%

د طالبانو د مشر ملاهبت ‌الله اخوندزاده وروستۍ وینا، چې په کې یې د خپل ځان بې قید او شرطه اطاعت غوښتی، د دغې ډلې د ځینو غړو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. نیوکه کوونکي وایي چې د ملاهبت‌الله دا ډول څرګندونې ښیي چې هغه ځان له نورو انسانانو څخه لوړ ګڼي.

د طالبانو ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا ډول څرګندونې ښیې چې هبت الله «ځان د پیغمبر په مقام سره برابر کړي.»
ملاهبت الله په خپله وروستۍ وینا کې چې متن یې د طالبانو د مالیې وزارت له خوا خپور شوی، خپلو کسانو ته ویلي: «که تاسو ما له خپل ځان څخه ګران نه ګڼئ او زما پیروي نه کوئ، نو تاسو ګناهکار یاست.» نوموړي ټینګار کړی چې د ده اطاعت د خدای او رسول له اطاعت سره برابر دی او زیاته کړې یې ده، چې د امیر له امرونو سرغړونه د شریعت له نظره د خدای او رسول د حکمونو نه منل دي.

د طالبانو ځینو غړو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا ډول څرګندونې د منلو نه دي، ځکه د دوی په وینا، بې قید او شرطه اطاعت یوازې د اسلام د پیغمبر شان دی.

یو لوړپوړي طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د ملاهبت الله فرمانونو د دوی ډېری غړي ژور خفه کړي دي، خو د بیعت له امله نشي کولای په ښکاره دریځ ونیسي.

تر دې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو یو پخواني چارواکي ویلي وو چې د هغه مشر سره بیعت کول چې هغه ورسره نه دی لیدلی ناسم دی.

وړاندې یوازې سراج الدین حقاني او عباس ستانکزي په ښکاره ډول پر ملاهبت الله نیوکې کړې وې.

ملاهبت الله په دغه وینا کې د سختو سزاوو خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي چې هیڅوک حق نه لري د ده له اجازې پرته ډالۍ ومني یا یې چا ته ورکړي. هغه د طالبانو چارواکي له هر ډول شخصي سوداګرۍ او عاید څخه هم منع کړي او ویلي یې دي چې هیڅ طالب چارواکی د پیسو ګټلو حق نه لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي افغانستان د رسنیو د ځپلو له امله له نوي ناورین سره مخ دی

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۱
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي افغانستان د رسنیو د ځپلو له امله له نوي ناورین سره مخ دی
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو د ازادۍ د نقض لږترلږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي. د دغه مرکز د موندنو له مخې، که څه هم د نیونو کچه د تېر کال پرتله کمه شوې، خو رسنۍ د سانسور او کیفیت له امله ډېر سخت او بحراني حالت کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ په درشل کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د تېر کال د می میاشت راهیسې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د انځورونو پر خپرولو د بندیز لګولو له امله ۸ سیمه‌ییز ټلویزیونونو خپل چارې درولې دي.

په راپور کې راغلي، چې په همدې موده کې لږ ترلږه ۱۱ رسنۍ یا رسنیز بنسټونه د محدودیتونو د نه منلو تړل شوي او د رسنیو د ملاتړو ۱۰ بنسټونه جوازونه هم لغوه شوي دي.

یاد مرکز ویلي، چې د تېرکال پر مهال طالبانو لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي او د یادې ډلې د استخباراتو ریاست د څلورو نیول شویو خبریالانو جبري اعترافونه هم خپاره کړي دي.

یاد مرکز پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو ځپونکو بندیزونو د دوام له امله اندېښنه ښودلې او وايي، چې طالبانو د خپلواکو رسنیو پر ځای یو غږیږه سیاست لپاره تبلیغاتي شبکې رامنځته کړې دي.
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ د طالبانو له زندانونو څخه د ټولو خبریالانو د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

یاد مرکز له نړیوالې ټولنې هم وغوښتي چې د افغان خبریالانو او رسنیو سره په ملاتړ کې، د هیواد دننه او بهر د خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو لپاره سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي.

طالبانو په نظامي مرکزونو کې د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز ولګاوه

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
طالبانو په نظامي مرکزونو کې د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز ولګاوه
100%

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د مسوولانو یو غږیږ پیغام ترلاسه کړی، چې خپلو ټولو وسله‌والو ته یې امر کړی، چې نور به په نظامي مرکزونو کې ځیرک مبایلونه نه کاروي او د اړیکې ساتلو لپاره دې ساده مبایلونه وکاروي.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو چارواکو په دغه پیغام کې ټینګار کړی، چې طالب وسلوال باید له دې وروسته د اړیکو لپاره یوازې له «ساده موبایلونو» څخه کار واخلي. د دوی په وینا، دغه پرېکړه د لوړپوړي مشرتابه له لوري شوې او له نن څخه یې پلي کول په ټولو نظامي قطعاتو کې لازمي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله د ځیرکو موبایلونو پر کارولو د محدودیتونو خبره کړې وه. د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزیر، ندا محمد ندیم ځیرک موبایل «دښمن» بللی و او په تعلیمي بنسټونو کې یې د هغو د کارونې د کمولو امر کړی و.

همدارنګه، تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي وو چې ملا هبت‌الله د طالبانو د علماوو له شورا غوښتي چې د ځیرک موبایل د نه کارولو لپاره شرعي حل‌لاره ومومي. د راپورونو له مخې، د دغه اقدام اصلي موخه د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو او نیوکو د خپرېدو مخنیوی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو مشر د انټرنېټي خدمتونو او ځیرکو موبایلونو له کارولو سره جدي مخالفت لري او هغه د «فساد زېږنده» بولي.