• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ماه‌رنګ بلوڅ: په پاکستان کې دې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱

بلوڅ یوالي کمیټۍ مشرې ماه‌رنګ بلوڅ د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د تازه راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې باید د بشري حقونو روانې سرغړونې سمدستي پای ته ورسېږي.

هغې ویلي چې دغه راپور هغه اندېښنې تاییدوي چې له اوږدې مودې راهیسې مطرح کېږي، په ځانګړي ډول بې‌ځایه نیونې، جبري ورکېدنې او د مخالفو غږونو ځپل. د هغې په وینا، د حقونو فعالان، خبریالان او سیاسي کسان لا هم له فشار او ناوړه چلند سره مخ دي.

ماه‌رنګ بلوڅ زیاته کړې چې حکومت باید د سیاسي یا د هغوی د فعالیتونو له امله د نیول شویو کسانو دوسیې له سره وڅېړي، بندیانو ته طبي اسانتیاوې برابرې کړي او د عادلانه محاکمو ضمانت ورکړي.

هغې ټینګار کړی چې د بشري حقونو درناوی د یو عادلانه او سوله‌ییزې ټولنې لپاره اړین دی.

د یادونې وړ ده چې د ملګري ملتونو د شکنجې کميټۍ یو خپور کړي راپور کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د هغه میرمن بشرا بي بي او نور فعالان لکه ادريس خټک ،علي وزیر او ماه رنګ بلوڅ د قضيو په تړاو ځانګړې اندیښنه څرګنده کړې

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی څېړنیز انسټيټيوټ: په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو او تلفاتو کچه کمه شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱
پاکستانی څېړنیز انسټيټيوټ: په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو او تلفاتو کچه کمه شوې
100%

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ وایي چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د وسلوالو بریدونو او تلفاتو شمېر د تېرې میاشتې په پرتله د پام وړ کم شوی دی.


د راپور له مخې، په اپرېل میاشت کې ۸۵ بریدونه ثبت شوي، چې د مارچ په پرتله ۴۲ سلنه کمښت ښيي. همداراز د تلفاتو شمېر له ۱۰۶څخه ۶۰ ته راټیټ شوی دی.

راپور د دې بدلون یو لامل د افغانستان له خاورې هاخوا پوځي عملیات، اوربند او روانې خبرې اترې یادوي.

سره له دې، په اپرېل کې ټول ۲۹۱ کسان وژل شوي، چې پکې وسلوال، امنیتي سرتېري او ملکي وګړي شامل دي. د ټپیانو شمېر هم له ۲۱۰څخه ۱۳۱ ته کم شوی دی.

د راپور په وینا، خیبر پښتونخوا او بلوچستان لا هم تر ټولو ډېر اغېزمن ایالتونه دي، خو په قبایلي سیمو کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښې لیدل کېږي.

چينايي شرکت په ګوادر کې د خرو قصاب خانه تړلې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
چينايي شرکت په ګوادر کې د خرو قصاب خانه تړلې
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې یوه چینايي شرکت د خرو قصاب خانه تړلې او وایي چې د تګلارو خنډونه، اداري بې‌باوري او دوامدارې کاري ستونزې یې د فعالیت د درولو اصلي لاملونه دي.

د شرکت په رسمي خبرپاڼه کې راغلي چې اوسني خنډونه یوازې تخنیکي نه دي، بلکې «د ادارې بې‌باوري او د سیستم دننه ستونزو» له امله کاروبار پر مخ وړل ستونزمن شوي دي.

یاد شرکت په ګوادر کې د خرو د قصاب‌خانې فابریکه چلوله، چې په کې سلګونو کارګرانو کار کاوه. د فابریکې له تړل کېدو سره د دغو کارګرانو د دندو برخلیک هم له نامعلوم وضعیت سره مخ شوی دی.

شرکت ټینګار کړی چې د مقرراتو او د خوړو د خوندیتوب اصولو ته ژمن دی، خو اوسنی کاري چاپېریال د دوام وړ نه دی.

ګوادر د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز (CPEC) مهمه برخه بلل کېږي، چې چین هڅه کوي له همدې لارې خپلې سوداګریزې او ترانزیټي پروژې پراخې کړي.

بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ایمان مزاري او هادي علي چټهه سمدستي خوشې کړي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ایمان مزاري او هادي علي چټهه سمدستي خوشې کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو وکیلې ایمان مزاري او د هغې مېړه وکیل هادي علي چټهه سمدستي او بې له شرطه خوشې کړي او د هغوی پر ضد صادرې شوې سزاوې لغوه کړي.

یاد سازمان په یوه لیک کې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یې استولی، له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د جزایي عدلي نظام ناوړه کارول، په ځانګړي ډول د سایبري جرمونو قوانینو تطبیق، د بشري حقونو د مدافعانو پر ضد ودروي.

د اسلام‌اباد یوې ناحیوي محکمې د روان کال د جنورۍ په ۲۴مه ایمان مزاري او هادي علي چټهه هر یو په لس لس کاله بند محکوم کړي وو. دواړه اوس مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بنديان دي.

دغه دواړه وکیلان د «پیکا» قانون لاندې د سایبري تروریزم او د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تور نیول شوي. دوی په ایکس کې د بلوڅ او پښتون فعالانو ملاتړ کړی او د پاکستان پر پالیسیو یې نیوکې کړې وې.

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې په پاکستان کې د پیکا قانون په پراخه توګه د سوله‌ییزو نیوکو د جرم ګڼلو لپاره کارول کېږي، چې دا چاره د دغه هېواد له نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو سره په ټکر کې ده.

دغه سازمان همدارنګه زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د سانسور، څارنې او انټرنیټي بندیزونو کچه لوړه شوې، چې په ځانګړي ډول خبریالان او د بشري حقونو فعالان یې هدف ګرځولي دي.

متحده ايالاتو پاکستان ته د اېف–۱۶ الوتکو د نوي کولو تړون لاسلیک کړی

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱
متحده ايالاتو پاکستان ته د اېف–۱۶ الوتکو د نوي کولو تړون لاسلیک کړی
100%

د امریکا هوايي ځواک د «نورتروپ ګرومن سېسټمز» شرکت ته د اېف–۱۶ جنګي الوتکو د رادارونو د اوږدمهاله انجنيرۍ او تخنیکي ملاتړ لپاره د ۴۸۸ میلیونه ډالرو قرارداد ورکړی، چې د پاکستان په ګډون د ځینو شریکو هېوادونو د الوتکو د ملاتړ پروګرام هم پکې شامل دی.

په دې قرارداد کې د اېف–۱۶ الوتکو د APG-66 او APG-68 رادار سیسټمونو تخنیکي ملاتړ شامل دی.

دا پرمختګ وروسته له هغه شوی چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې کانګرس ته د پاکستان د اېف–۱۶ الوتکو د ملاتړ او عصري کولو لپاره د ۶۸۶ میلیونه ډالرو وړاندیز وړاندې کړی و.

په دغه وړاندیز کې د الوتکو د معلوماتي او برېښنايي سیستمونو پرمختګ، د پېژندنې وسایل، خوندي اړیکې، روزنه او لوژستیکي ملاتړ شامل وو.

د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې ویلي وو چې د دې پروګرام لپاره به اضافي امریکایي پرسونل پاکستان ته نه استول کېږي او دا به د امریکا پر دفاعي چمتووالي اغېز ونه لري.

دغه پروګرام د اېف–۱۶ الوتکو د خدمت مودې تر ۲۰۴۰ کال پورې د غځولو او د هغوی د عملیاتي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مهم بلل شوی دی، چې پاکستان هم د دغو تخنیکي بدلونونو د منلو او پلي کولو وړتیا ښودلې ده.

بلوچستان کې د بېلابېلو پېښو له امله پنځه کسان وژل شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۱
بلوچستان کې د بېلابېلو پېښو له امله پنځه کسان وژل شوي
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژاندو وسله‌والو د ډزو او یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پنجګور ولسوالۍ اړوند په بونستان او پروم سیمو کې د جمعې په ورځ ناپېژاندو وسله‌والو پر دوو کسانو ډزې کړې دي، چې دواړو د سختو ټپونو له امله مړه شوي.

په ورته وخت کې د مستونګ ولسوالۍ په دشت سیمه کې هم پر درېیو موټر سایکل سپرو کسانو ډزې شوي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

بلخوا د قلات ولسوالۍ په خیل کلي کې وسله‌والو پر یو ځوان ډزې کړي او هغه یې وژلی دی. د وژل شوي ځوان کورنۍ د کوټې او کراچۍ لویه لاره د احتجاج په توګه تړلې او پرلت یې وهلی دی.

همداراز د ډېره بګټي ولسوالۍ په سوي رنګ سړک کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.