• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي افغانستان د رسنیو د ځپلو له امله له نوي ناورین سره مخ دی

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو د ازادۍ د نقض لږترلږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي. د دغه مرکز د موندنو له مخې، که څه هم د نیونو کچه د تېر کال پرتله کمه شوې، خو رسنۍ د سانسور او کیفیت له امله ډېر سخت او بحراني حالت کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ په درشل کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د تېر کال د می میاشت راهیسې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د انځورونو پر خپرولو د بندیز لګولو له امله ۸ سیمه‌ییز ټلویزیونونو خپل چارې درولې دي.

په راپور کې راغلي، چې په همدې موده کې لږ ترلږه ۱۱ رسنۍ یا رسنیز بنسټونه د محدودیتونو د نه منلو تړل شوي او د رسنیو د ملاتړو ۱۰ بنسټونه جوازونه هم لغوه شوي دي.

یاد مرکز ویلي، چې د تېرکال پر مهال طالبانو لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي او د یادې ډلې د استخباراتو ریاست د څلورو نیول شویو خبریالانو جبري اعترافونه هم خپاره کړي دي.

یاد مرکز پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو ځپونکو بندیزونو د دوام له امله اندېښنه ښودلې او وايي، چې طالبانو د خپلواکو رسنیو پر ځای یو غږیږه سیاست لپاره تبلیغاتي شبکې رامنځته کړې دي.
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ د طالبانو له زندانونو څخه د ټولو خبریالانو د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

یاد مرکز له نړیوالې ټولنې هم وغوښتي چې د افغان خبریالانو او رسنیو سره په ملاتړ کې، د هیواد دننه او بهر د خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو لپاره سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په نظامي مرکزونو کې د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز ولګاوه

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
طالبانو په نظامي مرکزونو کې د ځیرک موبایلونو پر کارولو بندیز ولګاوه
100%

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د مسوولانو یو غږیږ پیغام ترلاسه کړی، چې خپلو ټولو وسله‌والو ته یې امر کړی، چې نور به په نظامي مرکزونو کې ځیرک مبایلونه نه کاروي او د اړیکې ساتلو لپاره دې ساده مبایلونه وکاروي.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو چارواکو په دغه پیغام کې ټینګار کړی، چې طالب وسلوال باید له دې وروسته د اړیکو لپاره یوازې له «ساده موبایلونو» څخه کار واخلي. د دوی په وینا، دغه پرېکړه د لوړپوړي مشرتابه له لوري شوې او له نن څخه یې پلي کول په ټولو نظامي قطعاتو کې لازمي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله د ځیرکو موبایلونو پر کارولو د محدودیتونو خبره کړې وه. د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزیر، ندا محمد ندیم ځیرک موبایل «دښمن» بللی و او په تعلیمي بنسټونو کې یې د هغو د کارونې د کمولو امر کړی و.

همدارنګه، تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي وو چې ملا هبت‌الله د طالبانو د علماوو له شورا غوښتي چې د ځیرک موبایل د نه کارولو لپاره شرعي حل‌لاره ومومي. د راپورونو له مخې، د دغه اقدام اصلي موخه د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو او نیوکو د خپرېدو مخنیوی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو مشر د انټرنېټي خدمتونو او ځیرکو موبایلونو له کارولو سره جدي مخالفت لري او هغه د «فساد زېږنده» بولي.

د پاکستان د بریدونو له امله د قومي مشرانو ترمنځ د اوربند خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د پاکستان د بریدونو له امله د قومي مشرانو ترمنځ د اوربند خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې
100%

د کونړ یو شمېر قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کونړ او باجوړ د قومي مشرانو ترمنځ د پاکستان له پوځ سره د دایمي اوربند پر سر پیل شوې خبرې د پاکستان د وروستیو بریدونو امله له ناکامۍ سره مخ شوې دي. دوی ویلي، پرېکړه شوې وه چې راتلونکې ناسته به په باجوړ کې ترسره شي.

د کونړ ځینو قومي مشرانو نن شنبه، د غويي پر ۱۲مه وویل، چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس سیمه کې د دواړو لوریو د قومي مشرانو په وروستۍ ناسته کې د اوربند پر شرایطو سلامشورې او ددې خبرو د پایلو ترلاسه کولو لپاره د ناستو پر دوام هوګړه شوې وه.

یو قومي مشر وویل، چې پاکستان د دې خبرو پرمهال د کونړ پر مرکز اسعداباد ترڅنګ پر سرګاڼو، مرورې، خاص کونړ او دانګام ولسوالیو کې د عامې پر کورونو بریدونه وکړل، چې له امله د قومي مشرانو د ناستو بهیر ګډوډ شو.

د قومي مشر په وینا، «په لومړیو ناستو کې په درېیو موضوعاتو خبرې شوې وې، لومړی به اوربند کېږي او دوهم به د کونړ ناواپاس لاره د سوداګرۍ لپاره پرانیستل کېږي».

تېره ورځ هم ځینو قومي مشرانو ویلي و، چې دوی له باجوړي مشرانو سره دوه ناستې کړې دي او هغه شرایط چې د پاکستان پوځ د اوربند لپاره وړاندې کړي وو، له طالب چارواکو سره یې شریک کړي ، خو تر اوسه د طالبانو ولایتي ادارې خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی. د دوی په وینا، څو ځلې یې هڅه کړې چې د کونړ له والي او نورو چارواکو سره وګوري، خو د لیدنې وخت نه دی ورکړل شوی.

د قومي مشرانو په وینا،د چترال له قومي مشرانو سره د نورستان د برګمټال او کامدېش او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د قومي مشرانو له ناستې او اوربند رامنځته کېدو وروسته، د سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ قومي مشران هم لاس په کار شوي چې د باجوړ د قومي مشرانو په منځګړتوب د چترال او نورستان د قومي مشرانو په څېر یو تړون وشي.
د وري پر ۲۴مه، د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړو خواو له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کړی.

پاکستاني پوځیانو د نورستان له قومي مشرانو نه په شفاهي ډول تضمین اخیستی چې په خپلو سیمو کې به ټي ټي پي نه پرېږدي.

د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ترمنځ د بې‌پایلې ناستو راپورونه وروسته له هغه خپریږي، چې پر کونړ د پاکستاني نظامیانو بریدونه دوام لري.

د کونړ پر مرکز اسعد اباد، سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ د پاکستان په وروستیو بریدونو کې شاوخوا ۸ کسان وژل شوي او نږدې ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.

ندا محمد ندیم: دولتي پوهنتونونه دې بهرنیو بنسټونو ته د محصلینو سندونه نه تاییدوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
ندا محمد ندیم: دولتي پوهنتونونه دې بهرنیو بنسټونو ته د محصلینو سندونه نه تاییدوي
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ندا محمد ندیم له ټولو دولتي پوهنتونونو غوښتي چې له دې وروسته بهرنیو هېوادونو او بنسټونو ته د نارینه او ښځینه محصلینو نمرې او تعلیمي سندونه تایید نه کړي. دغه پرېکړه د وزارت په رهبري شورا کې شوې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرچینو نن شنبه د غويي په ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دولتي پوهنتونونو رییسانو ته په شفاهي ډول لارښوونه شوې چې د بهرنیو پوهنتونونو او بنسټونو هغو ایمیلونو ته ځواب ور نه کړي چې د محصلینو د سمسترونو، نمرو او یا هم د فراغت او عدم فراغت د تاییدۍ په اړه ورته لېږل کېږي.

دغه پریکړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر ندا محمد ندیم په مشرۍ د رهبرۍ په شورا کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پرېکړه نه یوازې د برېښنالیکونو د ځوابولو د بندېدو په مانا ده، بلکې د هغو افغانانو د اسنادو تاییدي هم درول شوې چې غواړي په بهرنیو هېوادونو او موسسو کې دندې ترلاسه کړي. ندا محمد ندیم د پوهنتونونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې دا پروسه باید په پټه او داسې ډول مخته یووړل شي چې د رسنیز کېدو مخنیوی یې وشي.

دا پرېکړه د افغان ځوانانو ترمنځ له پراخو اندېښنو سره مخ شوې ده.

یو شمېر افغانان وایي چې طالبان په دې کار سره د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو او په بهر کې د کاري فرصتونو مخه نیسي او دا د افغان ولس پر وړاندې یوه جفا ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو لوړو زده کړو وزارت په بېلابېلو بڼو بهرنیو هېوادونو ته د افغان محصلینو د تګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.

تاج الدین: د افغانستان د مرسته‌کوونکو په غونډه کې د اساسي اړتیاوو د ملاتړ ژمنې تازه شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
تاج الدین: د افغانستان د مرسته‌کوونکو په غونډه کې د اساسي اړتیاوو د ملاتړ ژمنې تازه شوې
100%

په افغانستان کې د یونیسف استازی ډاکټر تاج‌الدین اویوال وایي چې په استانبول کې د افغانستان د مرسته‌کوونکو د همغږۍ ډلې په غونډه کې نړیوالو مرسته‌کوونکو او نړیوالو مالي بنسټونو د افغانانو د اساسي اړتیاوو د ملاتړ پروګرام ته خپله ژمنتیا بیا تایید کړې ده.

تاج‌الدین اویوال په خپل ایکس پوسټ کې ویلي چې په استانبول کې د افغانستان د مرسته‌کوونکو د همغږۍ ډلې په غونډه کې ګډون ورته یو ویاړ و.

نوموړي ویلي چې په دې غونډه کې مرسته‌کوونکو او نړیوالو مالي بنسټونو (IFIs) د افغان خلکو د اساسي اړتیاوو د ملاتړ پروګرام ته خپله ژمنتیا او ملاتړ بیا څرګند کړ.

هغه زیاته کړې چې ګډونوالو همدارنګه د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ستراتیژیک چوکاټ سره د خپلو هڅو د همغږۍ ژمنه هم تازه کړه.

فوزیه کوفي: طالبانو زما پر استوګنځي برید کړی او څو کسان یې نیولي دي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۴ GMT+۱
فوزیه کوفي: طالبانو زما پر استوګنځي برید کړی او څو کسان یې نیولي دي
100%

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي چې طالبانو د هغې پر شخصي استوګنځایونو بریدونه کړي چې د چاپې پر مهال یې څو خپلوان او د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي نیولي دي. نوموړې وایي، د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

فوزیه کوفي په خپل ایکس پوسټ کې ویلي چې طالبانو درې میاشتې مخکې یې د هغې پر شخصي کور چاپه وهلې وه او هغه یې نیولی دی. هغې زیاته کړې چې د دې اقدام پر مهال یې کورنۍ اړ شوې چې له هغه ځایه ووځي او بل ځای ته کډه شي.

هغې ویلي چې د اپرېل په ۲۸مه نېټه د هغې پر نوي استوګنځي هم برید وشو، چې په ترڅ کې یې څو خپلوان او د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي، چې له هغې سره یې د کورنۍ اړیکه نه لرله، ونیول شول.

د هغې په وینا، تر اوسه د نیول شویو کسانو د برخلیک، روغتیا او ځای په اړه د هغوی کورنیو ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي، او په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د روغتیايي ستونزو سره هم مخ وو.

کوفي دغه اقدام «د وېرې او ضعف نښه» بللې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې ښيي طالبان له داخلي بې‌ثباتۍ سره مخ دي، خو په عین حال کې دا هم څرګندوي چې د افغان ښځو مبارزه اغېزمنه ده.

هغې ټینګار کړی چې دا مبارزه به تر هغه دوام وکړي څو د افغانستان د خلکو ازادي او انساني عزت بېرته ترلاسه شي.

فوزیه کوفي همدارنګه له هغو کسانو مننه کړې چې د نیول شویو کسانو د برخلیک د روښانتیا لپاره یې ملاتړ او هڅې کړې دي، او له اړوندو بنسټونو یې غوښتي چې د نیول شویو کسانو د وضعیت د څېړلو لپاره عملي اقدام وکړي.

هغې په پای کې ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت به بدلون ومومي، خو دا بدلون یوازې د یووالي او ګډې مبارزې له لارې ممکن دی، او له هېوادوالو یې غوښتي چې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د یو ګډ غږ په توګه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.