• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د روغتیا وزارت: د ۳۰۰میلیون افغانیو په ارزښت مو د ۷روغتیایي مرکزونو چارې پیل کړې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې طالب وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد شمالي زون ته سفر کړی او د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د ۷ روغتیايي پروژو د بنسټ ډبرې اېښودې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه پروژې په جوزجان، سمنگان او کندز ولایتونو کې پلي کېږي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د جوزجان ولایت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بنسټ کېښودل شو. همدارنګه د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوړېدو چارې پیل شوې او د کندز ولایت د کلباد ولسوالۍ عمومي روغتون د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت ډبره کېښودل شوه.

وزارت زیاته کړه، چې په جوزجان کې د اقچې ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون د پاتې چارو د بیا پیل پرانیست ترسره شو چې لګښت یې ۵۴ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی. د معلوماتو له مخې، په جوزجان ولایتي روغتون کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د درملنې ځانګړې څانګه هم د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوې ده.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت همدارنګه وویل، چې په سمنګان ولایتي روغتون کې یوه مجهزه ۵۰ بستریز نسایي‌ولادي څانګه د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه. د جوزجان ولایت د اندخوی ولسوالۍ د لویې لارې روغتیايي مرکز هم د خدماتو لپاره پرانیستل شو.

سره له دې چې دا نوې پروژې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو په افغانستان کې د روغتیايي سکتور وضعیت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی. د نړیوالو راپورونو له مخې، په هېواد کې روغتیايي مرکزونه د امکاناتو له کمښت، د مسلکي کارکوونکو له نشتوالي او د درملو له کموالي سره مخ دي.

په ځانګړي ډول، د ښځو پر کار محدودیتونه او د نجونو د زده‌کړو بندیزونه د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو په کمښت مستقیم اغېز کړی، چې دا موضوع د میندو او ماشومانو پر روغتیا هم ناوړه اغېزې لري.

همداراز، د طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو له امله د روغتیايي مرکزونو زیربناوې زیانمنې شوې، چې له امله یې د خلکو لاسرسی روغتیايي خدماتو ته لا هم محدود پاتې دی.

کارپوهان ټینګار کوي، که څه هم د نویو روغتونونو جوړېدل مهم دي، خو د دوامدارو حل‌لارو لپاره باید د روغتیايي سیستم بنسټیزې ستونزې، لکه د بودجې کمښت، د کارکوونکو روزنه او د خدماتو عادلانه وېش، په جدي توګه حل شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې رد او «یو اړخیزې» بللي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
پاکستان د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې رد او «یو اړخیزې» بللي
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړی استازي ریچارډ لېنډسي، وروستۍ څرګندونې رد کړې او دا یې «یو اړخیزې» او د ډیورنډ کرښې د ستونزو د ژور درک پرته بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د شنبې په ورځ (غویي ۱۲مه) په یوه بیان کې ویلي، چې دوی د بریتانیا د استازي هغه څرګندونې لیدلي چې د پاکستان او افغانستان د سرحدي وضعیت په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

اندرابي ویلي، سره له دې چې پاکستان له طالبان سره د لنډمهاله درز د کمولو لپاره ښه نیت ښودلی، خو د افغانستان له خاورې څخه د وسله‌والو نفوذ او سرحدي بریدونه لا هم دوام لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د همدې بریدونو له امله ۵۲ملکي وګړي وژل شوي او ۸۴نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، ریچارډ لېنډسي تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې د لیدنو پر مهال د تاوتریخوالي کمولو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

نوموړي ویلي وو چې د دې کړکېچ لپاره هېڅ پوځي حل دوامدار نه دی او باید دواړه لوري د خبرو له لارې حل ته ورسېږي. هغه همداراز د لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې بندیزونه کولی شي میلیونونه ښځې او ماشومان له اساسي خدماتو بې‌برخې کړي.

د پاکستان ویاند بیا ویلي، چې هېواد یې د زغم سره سره د بریدونو پر وړاندې «اغېزمن ځواب» ورکړی او د طالبانو پر پوستو او هغه څه چې «ترهګریزې زیرمې» بلل کېږي، هدفمند بریدونه کړي دي.

هغه د طالبانو هغه ادعاوې چې په پاکستاني بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې «له مستندو شواهدو بې‌برخې» بللې ده.

اندرابي په پای کې ویلي، چې د ترهګرۍ د ریښو له یادولو پرته داسې څرګندونې د سیمې د وضعیت متوازن انځور نه وړاندې کوي او له بریتانیا یې غوښتي چې د پاکستان دریځ او د ترهګرۍ پر ضد هڅې په پام کې ونیسي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترېنګلې شوې دي او لا هم د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره روښانه حل نه دی موندل شوی.

د کرکټ «امید وطن» شل‌اوریز جام؛ مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
د کرکټ «امید وطن» شل‌اوریز جام؛ مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې
100%

د افغانستان د کرکټ د کورنیو سیالیو په لړ کې د «امید وطن» د شل‌اوریز جام سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ تر څار لاندې روانې دي، چې په وروستیو لوبو کې یې د مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې دي.

د دغه لوبو په دویمه سیالۍ کې، مس عینک لوبډلې د امو پر وړاندې د پنځو ویکټو په توپیر بریا ترلاسه کړه. امو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۲منډو هدف وټاکه.

خو مس عینک په ځوابي لوبه کې دا هدف په ۱۹.۲اورونو کې د پنځو ویکټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او د ۱۷۵منډو په جوړولو یې بریا خپله کړه. په دې بریا کې محبوب تسکین او ایمل شاهین مهم رول ولوباوه، چې دواړو نیمه سلیزې ووهلې.

په ځانګړې توګه، محبوب خان د ۶۴منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په همدې ورځ په لومړۍ سیالۍ کې، د بُست لوبډلې د سپین‌غر پر وړاندې بریا ترلاسه کړه. سپین‌غر لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۶.۴اورونو کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۱۵منډې یې جوړې کړې.

بست لوبډلې بیا دا هدف په ۱۶.۵اورونو کې د شپږو ویکټو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله. په دې لوبه کې نعمان شاه د ۴۵منډو په کولو سره ښه ځلېدلی، او اعجازالحق د دوو ویکټو په اخیستلو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه سیالۍ د کندز ولایت په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې دي او د هېواد د بېلابېلو زونونو استازې لوبډلې لکه سپین‌غر، آمو، بست، مس عینک او بند امیر پکې ګډون لري. تمه ده چې دا سیالۍ به د راتلونکو ورځو په ترڅ کې هم دوام ومومي.

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت: تر دې مهاله ۱۰۷ زره موټر په ډیجټل سیسټم کې ثبت شوي دي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت: تر دې مهاله ۱۰۷ زره موټر په ډیجټل سیسټم کې ثبت شوي دي
100%

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، تر دې مهاله د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د نوبت، احصایې او د عوایدو په برېښنايي سیستمونو کې، ټولټال ۱۰۷ زره او ۴۵۵ موټر ثبت شوي دي. د وزارت په وینا، دا بهیر د ټرانسپورټي چارو د شفافیت او د خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره روان دی.

د طالبانو یاد وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۶۹ زره باروړونکي موټر د رونډ نوبت په سیستم کې شامل شوي دي. همدارنګه څه باندې ۳۸ زره مسافروړونکي موټر د احصایې او عوایدو په برېښنايي سیستمونو کې ثبت شوي دي.

دې وزارت دا اقدام «غوره ګام» بللی او ویلي یې دي چې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره به د ټرانسپورټي خدمتونو لا ښه‌والی او اسانتیاوې رامنځته شي. سرچینه زیاتوي چې د ډیټا متمرکز مدیریت به د ترافیکي تنظیم او عوایدو راټولولو کې مرسته وکړي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ژمنه کړې، چې یاد بهیر به پراخ کړي او پاتې کټګورۍ موټر به هم د برېښنايي ثبت تر پوښښ لاندې راولي. د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په وینا، د برېښنایي سیستمونو پلي کول به د مواصلاتو په سکتور کې له سرغړونو د مخنیوي او د خدمتونو د چټکتیا لامل شي.

طالبان او ایراني چارواکي د بندیانو د لېږد د نوي پړاو پیل کېدو په اړه غږېدلي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
طالبان او ایراني چارواکي د بندیانو د لېږد د نوي پړاو پیل کېدو په اړه غږېدلي
100%

په تهران کې د طالبانو د سفارت سرپرست مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال عسکر جلالیان سره لیدنه کړې ده. خبرپاڼه وایي، دې لیدنه کې د عدلي او قضايي همکاریو د پراخېدو او د افغان بندیانو د لېږد د بهیر د نوي پړاو پر پیل خبرې شوې دي.

د طالبانو سفارت او وزارت استازو ویلي، چې دواړو لورو د عدلي او قضايي چارو په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا پر عملي لارو هوکړه کړې ده. همداراز، په خبرو کې د هغو حقوقي میکانیزمونو یادونه شوې چې د زندانیانو د اسنادو ارزونې او منظم لېږد بهیر ته زمینه برابروي.

د غونډې په اجنډا کې د دوسیو شریکول، د محاکمو د فیصلو د پېژندنې ترتیبات او د استرداد اړوند حقوقي همغږۍ یادې شوې دي. دواړو خواوو ټینګار کړی چې د افغان بندیانو د انتقال پروسه باید په منظم مهال‌وېش، شفاف تعقیب او د کنسولي ملاتړ تر چتر لاندې پر مخ ولاړه شي.

چارواکو همداراز زیاته کړې، چې د عدلي همکارۍ د اسنادو تخنیکي ټیمونه به د تماس په دوام کې پاتې شي څو د پلي کولو جزئیات تنظیم کړي. د بحثونو بل محور د انساني حقونو مراعات او د بندیانو د کورنیو له خبرولو سره تړلي اجرایي ترتیبات بلل شوي دي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماین پاکۍ عملیات د بودیجې کموالي له امله له خنډونو سره مخ دي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماین پاکۍ عملیات د بودیجې کموالي له امله له خنډونو سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ پروګرام اعلان کړی، چې د جګړو زیاتوالي او د بشري مرستو کمښت، په افغانستان، سوریې او غزه کې د ماین‌پاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ د برخې مشرې کازومي اوګاوا ویلي: «کله چې بودیجې د دفاعي برخو پر لور واوړي او له بشري مرستو لرې شي، نو پایلې یې په ډګر کې په مستقیم ډول لیدل کېږي». هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د ماینونو له امله مري.

هغې په جنېوا کې د ماین‌ضد اقداماتو د مدیرانو او د ملګرو ملتونو د سلاکارانو په غونډه کې ټینګار کړی، چې د جګړو د زیاتېدو او د بشري مرستو د کمېدو په منځ کې، د ماین‌پاکۍ او د ماینونو د خطرونو د پوهاوي لپاره کافي ملاتړ نه شته.

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۹۰ سلنه هغه کسان چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له نه‌چاودېدلو ماینونو زیانمن شوي، ملکي وګړي دي او ډېری یې ماشومان دي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په غزه کې له پنځو تر لسو سلنه پورې چاودېدونکي توکي نه دي چاودېدلي او اوس هم د دې سیمې لپاره د مرګوني ګواښ په توګه پاتې دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ماین‌پاکۍ، د خطرونو د پوهاوي او د بشري مرستو د زیاتولو له لارې کېدای شي د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

مېرمن اوګاوا د سوریې وضعیت هم «ځورونکی» بللی دی. د هغې په وینا، په داسې هېوادونو کې چې په ماینونو ککړ وي، عموماً په کال کې شاوخوا ۳۰۰ کسان د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي، خو په سوریه کې دا شمېر په اوونۍ کې نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.

افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د قربانیانو له پلوه درېیم هېواد دی. د یوناما د معلوماتو له مخې، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.

د طالبانو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا اووه میلیونه کسان د ماینونو او نه‌چاودېدلو مهماتو له ګواښ سره مخ دي.