په ننګرهار کې درې کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

د ننګرهار ځايي طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال درې کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د ننګرهار ځايي طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال درې کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې دوه تنه د مهمندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.
همداراز، د طالبانو په وینا، یو ماشوم په نازیان ولسوالۍ کې په اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی دی.
طالب چارواکو زیاته کړې، چې د یادو کسانو جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
د ورته پېښو اصلي لاملونه اکثره بېاحتیاطي او د سیندونو او د اوبو بندونو ترڅنګ د ژغورنې د اسانتیاوو نشتوالی بلل کېږي.

د جرمني په برلین ښار کې د کاناډین نورث اکاډمي په نوښت، د افغانستان د اوسني بحران او راتلونکي وضعیت د ارزونې لپاره علمي او څېړنیزه ناسته، نن د شنبه د غویي پر ۱۲مه ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې لږ تر لږه د پوهنتون ۲۱استادانو، شنونکو، مدني فعالانو او خبریالانو ګډون کړی او د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکي مسیر په اړه یې ویناوې کړې دي. دا ناسته به د یکشنبې تر ورځې پورې دوام ولري.
د یادې اکاډمۍ په وینا، دغه غونډه د دوی د دوامدارو علمي فعالیتونو په چوکاټ کې، د ځینو محلي بنسټونو په همغږۍ او د پوهنتوني څېرو، مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو په پراخ ګډون جوړه شوې ده.
ویل کېږي، یو شمېر ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د طالبانو له لوري د اسلام د افراطي تفسیر پر وړاندې نیوکې کړي او دا موضوع یې تر بحث لاندې راوستې ده.
په دې ناسته کې تر ډېره د افغانستان د بحران د ریښو څېړنه شوې او ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت څو اړخیز انځور وړاندې کړی دی. د بحث مهمو محورونو کې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه، سیاسي مشروعیت، د بشري حقونو وضعیت، د ښځو حقونه، د ښوونې او روزنې ستونزې، اقتصادي بحران او د خلکو د معیشت ستونزې شاملې دي.
دغه ناسته مخکې پلان شوې وه چې د جرمني په فرانکفورت ښار کې ترسره شي، خو د یوې ګډونوالې پر حضور د ځینو مخالفتونو له امله لغوه شوې وه.
د غونډې تنظیموونکو ویلي، چې دا کنفرانس هغه مهال لغوه شو، کله چې د ځینو کسانو له لوري د یوې ټولنیزې فعالې د ګډون پر وړاندې اعتراضونه وشول.
په دې دوه ورځنۍ ناسته کې ګڼ شمېر افغان فعالان او شنونکي بلل شوي، او تمه کېږي چې پایلې یې د افغانستان د راتلونکي په اړه پر بحثونو اغېز ولري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو یې لږ تر لږه ۷۵ کسان په څوارلس ولایتونو کې نیولي دي. دغه وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا عملیات د نشهيي توکو ضد پولیسو له لوري د هېواد په ختیځ، سویل، مرکزي او شمالي ولایتونو کې ترسره شوي دي.
یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان یې د ننگرهار، بامیان، پروان، خوست، پنجشیر، فراه، پکتیا، پکتیکا، کندهار، جوزجان، نیمروز، بغلان، غزني او هلمند په ولایتونو کې نیولي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو څخه څه باندې دوه کیلوګرامه چرس، شاوخوا ۲۲۰۰ د نشې ګولۍ او همدارنګه «لږه اندازه شیشه او تریاک» ترلاسه شوي دي.
یاد وزارت ټینګار کړی، چې نیول شوي کسان به د خپلې ډلې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي او د قضیو قانوني تعقیب به یې وشي.
ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې ده، خو د مصنوعي نشهيي توکو تولید تر پخوا څو چنده ډېر شوی دی.
ش
خپله د طالبانو سیمهییز چارواکي او قوماندانان د نشهيي توکو په کاروبار کې پراخ لاسونه لري او د جمهوري نظام پر مهال دغه کاروبار د دې ډلې د جګړې د تمویل اصلي او مهمه سرچینه ګڼل کېده.
هغه سندونه چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي ښيي، چې د طالبانو مشر ملاهبتالله اخوندزاده په دولتي چوکاټ کې د «ملي» کلیمې پر کارولو بندیز لګولی دی. د دغه حکم پر بنسټ، د یو شمېر امارتي ادارو له نومونو څخه د ملي کلمه لرې شوې او پر ځای یې د «عمومي» کلمه کارول کېږي.
د طالبانو د رسمي مکتوب لهمخې، چې یوه اوونۍ وړاندې لیکل شوي، د ملاهبت الله د حکم په اساس د احصایې او معلوماتو ملي اداره له دې وروسته د «احصایې او معلوماتو عمومي اداره» او د ازموینو ملي اداره د «ازموینو عمومي اداره» په نوم نومول شوې دي.
په دغو مکتوبونو کې له دولتي ټلوېزیون څخه، چې تر اوسه یې نوم ملي ټلوېزیون دی، غوښتل شوي چې دغه حکم ټولو ادارو ته ابلاغ کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې په ملي ټلوېزیون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملاهبت الله هڅه کوي د دغه ټلوېزیون نوم هم د «شریعت غږ» په نوم بدل کړي. د دوی په وینا، طالبانو دمګړۍ ټولې ملي راډیوګانې په شریعت غږ نومولې دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د قول اردوګانو په ګډون د یو شمېر ادارو نومونه عربي ته اړولي دي.
د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله اوسمهال د «پولیسو» نوم هم په «شرطه» بدلوي چې یوه عربي کلمه ده.
د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده وروستۍ وینا، چې په کې یې د خپل ځان بې قید او شرطه اطاعت غوښتی، د دغې ډلې د ځینو غړو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. نیوکه کوونکي وایي چې د ملاهبتالله دا ډول څرګندونې ښیي چې هغه ځان له نورو انسانانو څخه لوړ ګڼي.
د طالبانو ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا ډول څرګندونې ښیې چې هبت الله «ځان د پیغمبر په مقام سره برابر کړي.»
ملاهبت الله په خپله وروستۍ وینا کې چې متن یې د طالبانو د مالیې وزارت له خوا خپور شوی، خپلو کسانو ته ویلي: «که تاسو ما له خپل ځان څخه ګران نه ګڼئ او زما پیروي نه کوئ، نو تاسو ګناهکار یاست.» نوموړي ټینګار کړی چې د ده اطاعت د خدای او رسول له اطاعت سره برابر دی او زیاته کړې یې ده، چې د امیر له امرونو سرغړونه د شریعت له نظره د خدای او رسول د حکمونو نه منل دي.
د طالبانو ځینو غړو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا ډول څرګندونې د منلو نه دي، ځکه د دوی په وینا، بې قید او شرطه اطاعت یوازې د اسلام د پیغمبر شان دی.
یو لوړپوړي طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د ملاهبت الله فرمانونو د دوی ډېری غړي ژور خفه کړي دي، خو د بیعت له امله نشي کولای په ښکاره دریځ ونیسي.
تر دې وړاندې په بدخشان کې د طالبانو یو پخواني چارواکي ویلي وو چې د هغه مشر سره بیعت کول چې هغه ورسره نه دی لیدلی ناسم دی.
وړاندې یوازې سراج الدین حقاني او عباس ستانکزي په ښکاره ډول پر ملاهبت الله نیوکې کړې وې.
ملاهبت الله په دغه وینا کې د سختو سزاوو خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي چې هیڅوک حق نه لري د ده له اجازې پرته ډالۍ ومني یا یې چا ته ورکړي. هغه د طالبانو چارواکي له هر ډول شخصي سوداګرۍ او عاید څخه هم منع کړي او ویلي یې دي چې هیڅ طالب چارواکی د پیسو ګټلو حق نه لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو د ازادۍ د نقض لږترلږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي. د دغه مرکز د موندنو له مخې، که څه هم د نیونو کچه د تېر کال پرتله کمه شوې، خو رسنۍ د سانسور او کیفیت له امله ډېر سخت او بحراني حالت کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ په درشل کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د تېر کال د می میاشت راهیسې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د انځورونو پر خپرولو د بندیز لګولو له امله ۸ سیمهییز ټلویزیونونو خپل چارې درولې دي.
په راپور کې راغلي، چې په همدې موده کې لږ ترلږه ۱۱ رسنۍ یا رسنیز بنسټونه د محدودیتونو د نه منلو تړل شوي او د رسنیو د ملاتړو ۱۰ بنسټونه جوازونه هم لغوه شوي دي.
یاد مرکز ویلي، چې د تېرکال پر مهال طالبانو لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي او د یادې ډلې د استخباراتو ریاست د څلورو نیول شویو خبریالانو جبري اعترافونه هم خپاره کړي دي.
یاد مرکز پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو ځپونکو بندیزونو د دوام له امله اندېښنه ښودلې او وايي، چې طالبانو د خپلواکو رسنیو پر ځای یو غږیږه سیاست لپاره تبلیغاتي شبکې رامنځته کړې دي.
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ د طالبانو له زندانونو څخه د ټولو خبریالانو د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
یاد مرکز له نړیوالې ټولنې هم وغوښتي چې د افغان خبریالانو او رسنیو سره په ملاتړ کې، د هیواد دننه او بهر د خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو لپاره سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي.