دا پرېکړه د قاضۍ جولیا کوبیک له خوا شوې او د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د امریکا د کډوالۍ په سیاستونو کې له مهمو قضایي مداخلو څخه ګڼل کېږي.
د محکمې د حکم له مخې، حکومت نشي کولای چې د انفرادي ارزونې پرته، په عمومي ډول د کډوالۍ او پناهغوښتنې د غوښتنو بهیر وځنډوي. قاضي ټینګار کړی، چې دا ډول پراخه پالیسي چې د لسګونو هېوادونو پر وګړو اغېز کوي، کافي حقوقي توجیه نه لري.
د یاد حکم له مخې، هغه تګلاره چې د ۳۹هېوادونو د وګړو د غوښتنو ارزونه یې ځنډولې وه، لغوه شوې او د امریکا اړوند ادارې مکلفې شوې چې د دوسیو څېړنه بېرته پیل کړي، که څه هم د هرې دوسیې وروستۍ پرېکړه لا هم د حکومتي ادارو په واک کې پاتې ده.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې سختې کډوالۍ تګلارې عملي کړې دي، چې له مخې یې د لسګونو هېوادونو د وګړو پر داخلېدو او اقامت پراخ محدودیتونه لګول شوي او د ویزو ورکړه هم کمه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې د ۷۵هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزو ارزونه به وځنډول شي. تر دې وړاندې هم د ځینو هېوادونو لپاره د کډوالې او غیرکډوالۍ ویزو بهیر محدود شوی و.
په دغو محدودیتونو کې ایران، افغانستان، روسیه، سومالیا، برازیل، مصر، عراق، نایجیریا او تایلنډ شامل وو.
دغه پالیسي تر هغه وروسته لا سخته شوه، چې په نومبر میاشت کې یو افغان وګړي په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وکړې. ورپسې د ۱۹هېوادونو د وګړو پر داخلېدو بندیزونه یا محدودیتونه ولګول شول او وروسته دا محدودیتونه نورو هېوادونو ته هم وغځول شول.
د محکمې د وروستي حکم له مخې، اوس د کډوالۍ د دوسیو عمومي ځنډ لغوه شوی او اړوند ادارې باید د غوښتنو ارزونه دوام ورکړي.
د امریکايي چارواکو د اټکل له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۲میلیونه بېاسناده کډوال په امریکا کې ژوند کوي. تمه ده چې د ټرمپ حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.