• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سوپر لیګ جام سیالۍ؛ ګټونکې لوبډلې ته به ۵۰۰زره ډالر جایزه ورکړل شي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، چې د پاکستان سوپر ليګ جام ۱۱ پړاو کرکټ سياليو پايلوبه ګټونکې لوبډلې لپاره د ۵۰۰زره ډالرو جایزه ټاکل شوی، او بايلونکې لوبډلې ته به ۳۰۰زره ډالره ورکړل شي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، د پي اېس ايل په تاريخ کې په لومړي ځل د سوداګریز امتیاز لپاره دا جایزه ټاکل شوې ده.

دوی وويل، هغه سوداګریز امتیاز چې د پاکستان سوپر ليګ جام سیالیو کې یې د لوبغاړو د پرمختګ لپاره هڅې کړي هغه ته به هم ۲۰۰زره ډالره انعام ورکړل شي.

ټاکل شوې، چې د پي اېس اېل ۱۱پړاو سیالیو پايلوبه به د يکشنبې په ماښام د پېښور زلمي او حېدراباد کنګز لوبډلو ترمنځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: اوس مهال له افغان طالبانو سره هېڅ ډول اوربند نه لرو

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: اوس مهال له افغان طالبانو سره هېڅ ډول اوربند نه لرو
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره هېڅ ډول عارضي اوربند نه‌دی شوی او یوازې د اختر درې ورځو کې وقفه رامنځته شوې وه او هغه هم پای ته رسېدلې ده. د دغه وزارت ویاند نن په اسلام‌اباد کې وویل، اوسني وضعیت ته د «اوربند» کلیمه کارول ناسمه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وایي، د افغان‌ طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښې بریدونه او د نفوذ هڅې پرته له وقفې روانې دي او د مارچ په میاشت کې هم، د پاکستان د «اوربند» اقدام تر سیوري لاندې، بریدونه نه‌دي تم شوي. نوموړي همدارنګه د برېټانیا دریځ «د ځمکني واقعیت بشپړ انځور» ونه‌باله او ټینګار یې وکړ چې دا دریځ متوازن نه‌دی.

ویاند ادعا وکړه، چې د افغان طالبانو له لوري پرته له کوم دلیله په ډیورنډ کرښې کې ډزې کېږي او دې بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ ملکي وګړي وژلي او ۸۴ نور یې ټپیان کړي دي. د ده په وینا، د افغانستان له لوري د ملکي تلفاتود تورونه «بې‌بنسټه» دي او پاکستان څو ځله د پولې د وسه والود راوښتو هڅې شنډې کړې دي.

اسلام‌اباد زیاته کړه، چې د ترهګرۍ «اصلي عوامل» باید په جدي ډول وڅېړل شي او د هغوی له پامه غورځول د «نامتوازن دریځ» نښه ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سیمې وضعیت او د پاکستان «قربانۍ» درک کړي او د ډیورنډ کرښې امنیت په اړه خپل ملاتړ څرګند کړي.

په ننګرهار کې درې کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
په ننګرهار کې درې کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي
100%

د ننګرهار ځايي طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال درې کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې دوه تنه د مهمندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

همداراز، د طالبانو په وینا، یو ماشوم په نازیان ولسوالۍ کې په اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی دی.

طالب چارواکو زیاته کړې، چې د یادو کسانو جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

د ورته پېښو اصلي لاملونه اکثره بې‌احتیاطي او د سیندونو او د اوبو بندونو ترڅنګ د ژغورنې د اسانتیاوو نشتوالی بلل کېږي.

طالبان: په څوارلس ولایتونو کې مو د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۷۵ کسان نیولي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
طالبان: په څوارلس ولایتونو کې مو د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۷۵ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو یې لږ تر لږه ۷۵ کسان په څوارلس ولایتونو کې نیولي دي. دغه وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا عملیات د نشه‌يي توکو ضد پولیسو له لوري د هېواد په ختیځ، سویل، مرکزي او شمالي ولایتونو کې ترسره شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان یې د ننگرهار، بامیان، پروان، خوست، پنجشیر، فراه، پکتیا، پکتیکا، کندهار، جوزجان، نیمروز، بغلان، غزني او هلمند په ولایتونو کې نیولي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو څخه څه باندې دوه کیلوګرامه چرس، شاوخوا ۲۲۰۰ د نشې ګولۍ او همدارنګه «لږه اندازه شیشه او تریاک» ترلاسه شوي دي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې نیول شوي کسان به د خپلې ډلې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي او د قضیو قانوني تعقیب به یې وشي.
ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې ده، خو د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید تر پخوا څو چنده ډېر شوی دی.

ش
خپله د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي او قوماندانان د نشه‌يي توکو په کاروبار کې پراخ لاسونه لري او د جمهوري نظام پر مهال دغه کاروبار د دې ډلې د جګړې د تمویل اصلي او مهمه سرچینه ګڼل کېده.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښت او د پاکستان ناسمو پالیسیو ته په اشاره ویلي، چې حکومت په لوی لاس دغه هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي.

نوموړي نن د شنبې په ورځ، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د ناسمو پالیسو له امله له افغانستان سره سوداګرې په ټپه درېدلي او د خلکو معیشت خراب شوی دی.

محمودخان زیاته کړې:«له هند سره دې درې ځله جګړه وکړه، خو پر پوله له هند سره سوداګرې روانه ده. خو د پښتونو او بلوڅانو په سیمه کې له افغانستان سره سوداګرې بنده ده. که ته خلک ځان ساتلو، ګوندونو جوړولو ته نه پریږدي، نو ته خپله دا هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او په کلکه به د احتمالي کورنۍ جګړې مخنیوی وکړي.

همدارنګه محمود خان اڅګزي د پښتو په سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو او له ملکي وګړو سره د پوځ پر چلند هم سختې نیوکي کړې دي.

ماه‌رنګ بلوڅ: په پاکستان کې دې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱
ماه‌رنګ بلوڅ: په پاکستان کې دې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي
100%

بلوڅ یوالي کمیټۍ مشرې ماه‌رنګ بلوڅ د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د تازه راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې باید د بشري حقونو روانې سرغړونې سمدستي پای ته ورسېږي.

هغې ویلي چې دغه راپور هغه اندېښنې تاییدوي چې له اوږدې مودې راهیسې مطرح کېږي، په ځانګړي ډول بې‌ځایه نیونې، جبري ورکېدنې او د مخالفو غږونو ځپل. د هغې په وینا، د حقونو فعالان، خبریالان او سیاسي کسان لا هم له فشار او ناوړه چلند سره مخ دي.

ماه‌رنګ بلوڅ زیاته کړې چې حکومت باید د سیاسي یا د هغوی د فعالیتونو له امله د نیول شویو کسانو دوسیې له سره وڅېړي، بندیانو ته طبي اسانتیاوې برابرې کړي او د عادلانه محاکمو ضمانت ورکړي.

هغې ټینګار کړی چې د بشري حقونو درناوی د یو عادلانه او سوله‌ییزې ټولنې لپاره اړین دی.

د یادونې وړ ده چې د ملګري ملتونو د شکنجې کميټۍ یو خپور کړي راپور کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د هغه میرمن بشرا بي بي او نور فعالان لکه ادريس خټک ،علي وزیر او ماه رنګ بلوڅ د قضيو په تړاو ځانګړې اندیښنه څرګنده کړې