د باخبره سرچینو په وینا، ایران منځګړو ته ویلي،که واشنګټن له دې وړاندیز سره موافقه وکړي، دوی چمتو دي چې د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې په پاکستان کې مذاکرات پیل کړي.
له دې سره سره لا هم دواړه لوري د هُرمز تنګي د بیا پرانېستلو او د اټومي پروګرام په څېر په کلیدي موضوعاتو کې جدي اختلافات لري او د دریځونو ترمنځ یې واټن پر ځای پاتې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) خبریالانو ته وویل: «دوی غواړي هوکړې ته ورسېږي، خو زه ترې خوښ نه یم. وګورو چې څه کېږي.»
باخبره سرچینو والسټریټ ژورنال ته ویلي، چې د ایران په نوي وړاندیز کې د بریدونو د بندولو او د ایران د بندرونو د محاصرې د پای ته رسولو په اړه د امریکا د تضمینونو په بدل کې، د هُرمز تنګي د بیا پرانېستلو لپاره د تهران پر شرایطو د بحث کولو چمتووالی شامل دی.
له دې وړاندې، ایران غوښتنه لرله، چې امریکا باید د خبرو اترو له پیل مخکې محاصره لغوه کړي او د جګړې د پای ته رسولو په اړه هوکړې ته ورسېږي، خو اوس یې په نوي وړاندیز کې ډېر انعطاف ښکاري.
د دې وړاندیز په بله برخه کې، ایران چمتوالی ښودلی، چې د امریکا د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې به د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي.
له ایران سره د امریکا پخواني مرکچیانو ریچارډ نیپیو ویلي، چې دا طرحه کولی شي «انګیزې همغږې کړي»، ځکه دواړه لوري به له ځینو محدودو اقتصادي امتیازاتو برخمن شي او پېچلې موضوعګانې به راتلونکي ته وځنډول شي.
د ایران دولتي رسنیو هم تایید کړې، چې منځګړو ته یو نوی وړاندیز سپارل شوی او ویلي یې دي، چې تهران د واشنګټن د دریځ د بدلون په صورت کې، ډیپلوماسۍ ته د بېرته ګرځېدو لپاره چمتو دی.
په مقابل کې، سپینې ماڼۍ ویلي، چې د خصوصي خبرو اترو د جزییاتو په اړه تبصره نهکوي، خو ټینګار یې کړی، چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونهمومي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ دوام لري او په پاکستان کې پخوانۍ خبرې اترې هم کومې پایلې ته نهوې رسېدلې.
ورته مهال، واشنګټن او تهران د ایران په شاوخوا اوبو کې په یوې اقتصادي جګړې او متقابل فشار بوخت دي.
ایران په وروستیو اونیو کې په هُرمز تنګي کې پر بېړیو په بریدونو سره، د نړۍ د نفتو د لېږد یوې مهمې لارې ته لاسرسی محدود کړی دی. په ځواب کې، امریکا هم د ایران پر بندرونو او بېړیو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
له دې ترینګلتیاوو سره سره، دواړه لوري لا هم د پاکستان، قطر، مصر او ترکیې په څېر د منځګړو له لارې یو بل ته پیغامونه لېږي.