• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان وايي له ویتنام سره د انرژۍ او کانونو په برخه کې همکاري زیاتوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د شنبې په ورځ له خپل ویتنامي سیال لې مین هنګ سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې له دغه هېواد سره به د انرژۍ او کانونو په برخه کې اړیکې نورې هم پراخې کړي. دواړو لوریو اقتصادي امنیت د دوه اړخیزو همکاریو نوی لومړیتوب وباله.

د جاپان او ویتنام مشرانو په لیدنه کې په ۲۰۲۳ کال کې د رامنځته شوې ستراتیژیکې ملګرتیا پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د دواړو لوریو ترمنځ خبرې د انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او کانونو باندې تممرکزي وي.

سانای تاکایچي ویلي، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د تېلو د بیو لوړوالي دا اړینه کړې چې جاپان او د اسان غړي هېوادونه په ګډه خپل اکمالاتي ځنځیرونه پیاوړي کړي.

د جاپان لومړۍ وزیرې ژمنه وکړه چې د «پاور اسیا» نوښت له لارې به د ویتنام د «نګي سون» تصفیه خانې لپاره د خامو تېلو په برابرولو کې مرسته وکړي.

ویتنام که څه هم د نادره ځمکنۍ عناصرو بډایه سرچینې لري، خو د تخنیکي ستونزو او په دې برخه کې د چین د برلاسۍ له امله یې په پروسس کې له ستونزو سره مخ دی.

د راپورونو له‌مخې، جاپان غواړي د ویتنام په مرسته په دغو کانونو کې خپله ونډه زیاته کړي ترڅو پر چین خپله تکیه کمه کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي او د سلواکیا لومړی وزیر په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه غږېدلي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱
زېلېنسکي او د سلواکیا لومړی وزیر په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه غږېدلي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د سلواکیا له لومړي وزیر روبرټ فیکو سره یې په ټلیفوني اړیکه کې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شاملېدو په تړاو خبرې کړې دي. په دې خبرو کې سلواکیا له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کېدو له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر خپل ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکي دي. نوموړي زیاته کړې: «دا ډېره مهمه وه چې واورم سلواکیا په اروپايي ټولنه کې د اوکراین له غړیتوب څخه ملاتړ کوي او چمتو ده چې په دې برخه کې خپله تجربه له موږ سره شریکه کړي.»

د دواړو هېوادونو مشرانو ترمنځ په دې خبرو کې په نږدې راتلونکي کې د یوې احتمالي لیدنې په اړه هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین هڅه کوي د اروپايي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د سیمې د هېوادونو ډیپلوماټیک ملاتړ خپل کړي، خو روسیه په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شاملېدو سر سخته مخالفه ده.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښت او د پاکستان ناسمو پالیسیو ته په اشاره ویلي، چې حکومت په لوی لاس دغه هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي.

نوموړي نن د شنبې په ورځ، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د ناسمو پالیسو له امله له افغانستان سره سوداګرې په ټپه درېدلي او د خلکو معیشت خراب شوی دی.

محمودخان زیاته کړې:«له هند سره دې درې ځله جګړه وکړه، خو پر پوله له هند سره سوداګرې روانه ده. خو د پښتونو او بلوڅانو په سیمه کې له افغانستان سره سوداګرې بنده ده. که ته خلک ځان ساتلو، ګوندونو جوړولو ته نه پریږدي، نو ته خپله دا هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او په کلکه به د احتمالي کورنۍ جګړې مخنیوی وکړي.

همدارنګه محمود خان اڅګزي د پښتو په سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو او له ملکي وګړو سره د پوځ پر چلند هم سختې نیوکي کړې دي.

د جرمني د دفاع وزیر د امریکايي ځواکونو له کمېدو وروسته د اروپا پر پیاوړي دفاع ټینګار وکړ

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
د جرمني د دفاع وزیر د امریکايي ځواکونو له کمېدو وروسته د اروپا پر پیاوړي دفاع ټینګار وکړ
100%

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان وکړ، چې له جرمني څخه د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو وتل باید د دې لامل شي چې اروپایان خپله دفاع نوره هم پیاوړې کړي.

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، چې له جرمني څخه د امریکايي سرتېرو پلان شوې پریکړه باید اروپايي هېوادونه دې ته وهڅوي چې خپلې دفاعي وړتیاوې لاپسې پیاوړې کړي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریس ویلي، چې دا پرېکړه تمه کېدونکې وه.

د جرمني د دفاع وزیر زیاته کړې، چې د سرتېرو ایستل به په جرمني کې د امریکا پر شاوخوا ۴۰ سرتېرو اغېز وکړي. «موږ اروپایان باید د خپلې امنیتي ساتنې ډېره برخه خپله پر غاړه واخلو.»

نوموړي ټینګار وکړ چې جرمني د خپلو وسله والو ځواکونو پر پراخلو، د پوځي تجهیزاتو د تدارکاتو په چټکولو او د بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو سره په سم لوري روان دی.

د سرتېرو د ایستلو دا لړۍ وروسته له هغه توده شوه چې ډونالډ ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدریښ ميرز سره په منځني ختیځ کې د واشنګټن پر ستراتیژۍ له ناندریو وروسته، د ځواکونو د ایستلو ګواښ وکړ.

زیلنسکي: د روسیې په تازه بریدونو کې ملکيان وژل شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۱
زیلنسکي: د روسیې په تازه بریدونو کې ملکيان وژل شوي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي په تېره یوه اوونۍ کې مسکو پر اوکراین شاوخوا ۱۶۰۰ بریدیز ډرونونه، سلګونه هدایت‌شوې بمونه او توغندي کارولي دي.نوموړی زیاتوي چې دغه بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

زیلنسکي په خپل ایکس پوسټ کې ویلي چې د خېرسون ښار پر یوه ښاري بس د روسیې د ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي: «ټول ټپیان ملکيان دي، او روسان په بشپړ ډول پوهېدل چې دا ملکي خلک دي.»

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د جګړې لومړۍ کرښې او سرحدي سیمو کې ورځنی واقعیت ګرځېدلی دی. د هغه په وینا، په خارکیف کې د استوګنې پر ودانۍ هم ډرون برید شوی او د مایکولایف په سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو حملې شوې دي.

نوموړي ویلي چې د دې ترڅنګ د دنیپرو، اودیسه، سومي، خېرسون او دونیڅک سیمې هم تر بریدونو لاندې راغلې دي.

زیلنسکي ټینګار کړی چې روسیه هڅه کوي د پراخو بریدونو له لارې د اوکراین هوايي دفاع سیستمونه تر فشار لاندې راولي، او زیاته کړې یې ده چې د مخنیوي توغندیو دوامداره اکمال حیاتي ارزښت لري.

هغه خبرداری ورکړی چې پر روسیې د نړیوال فشار کمېدل به یوازې د دې هېواد د جګړې توان زیات کړي. د هغه په وینا: «د بندیزونو هر ډول نرمښت د دې لامل کېږي چې روسیه خپل مالي سرچینې بېرته ډکې کړي او بیا یې پر جګړه ولګوي.»

زیلنسکي د هغو هېوادونو او بنسټونو مننه هم کړې چې د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو او د بندیزونو د تېښتې د مخنیوي لپاره کار کوي.

ټرمپ: که ایران اټومي وسلې ولري نو پر اسراییل او امریکا به برید وکړي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۲:۵۴ GMT+۱
ټرمپ: که ایران اټومي وسلې ولري نو پر اسراییل او امریکا به برید وکړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «نشئ کولای ایران ته اټومي وسله ورکړئ. هغوی به ډېر ژر د اسراییل په نوم ځای باندې به یې وکاروي، په منځني ختیځ کې به یې هم وکاروي، په اروپا کې به یې هم وکاروي او زما په فکر له هغه وروسته به زموږ نوبت وي».

هغه زیاته کړه: «خو دا کار به ونه‌شي. په اړه یې مه اندېښمن کېږئ. موږ هغوی له منځه وړي دي».

ټرمپ د جمعې په شپه وویل: «دا مهال زه په ایران کې له ډېرو بې‌رحمو خلکو سره مخ یم. زه نه‌شم ویلی، چې حالات ډېر ښه روان دي، خو هېڅکله باید ایران ته اټومي وسله ورنه‌کړل شي».

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دوی هیڅ مشر نه‌لري. مشران یې هم تللي دي. دا زموږ د ستونزې یوه برخه ده؛ ځکه موږ نه پوهېږو چې له چا سره مخ یو... موږ له یوه سره خبرې وکړې او بیا بل چا اړیکه ونیوله».

هغه همدارنګه دایران د نظامي وړتیاوو په اړه وویل: «د دوی د پوځ لپاره یو څه اندازه توغندي پاتې دي. د توغندیو د جوړولو یو څه ظرفیت هم ورته پاتې دی. موږ د نویو توغندیو د تولید نږدې ۸۵ سلنه ظرفیت له منځه وړی دی. موږ نږدې ۸۲ سلنه ظرفیت یې له منځه وړی، خو دا په دې معنا ده، چې دوی توغندي لري. موږ د دوی د بې‌پیلوټه الوتکو ډېرې فابریکې له کاره اچولي دي، خو لا هم د ډرون جوړولو یو څه ظرفیت ورته پاتې دی».

ټرمپ وویل: «بې‌پیلوټه الوتکې هم خورا اغېزناکې دي، که څه هم موږ په دې لړ کې پرمختګونه کړي دي».