• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال‌سټریټ ژورنال: د ایران جګړه د امریکا د پوځي ځواک د ارزونې لپاره بې‌ساری فرصت ګرځېدلی

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د وال‌سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ویل شوي، چې د ایران جګړې د امریکا د پوځي وړتیاوو د ارزونې لپاره یو بې‌ساری فرصت برابر کړی، او د واشنګټن اصلي سیالان دا جګړه له نږدې څاري.

د راپور له مخې، هغه هېوادونه لکه چین، روسیه او شمالي کوریا د دې جګړې په ترڅ کې د امریکا د اوریز ځواک، پوځي ټکنالوژۍ او تجهیزاتو کارونه په دقت سره ارزوي.

ورځپاڼه لیکي، چې دا جګړه د امریکا د پوځي ځواک «شېبه ‌په‌ شېبه» انځور خپلو سیالانو ته وړاندې کوي، ځکه هغوی ویني چې امریکا څنګه خپل د توغندیو زیرمې کاروي، نوې ټکنالوژۍ په جګړه کې ازمويي او دا هم تجربه کوي چې ارزانه وسلې څنګه کولای شي د یوه پیاوړي دښمن پر وړاندې اغېزناک تمام شي.

د ارام سمندر په حوزه کې د امریکايي ځواکونو قوماندان سامویل پاپارو، له قوله ویل شوي، کله چې ترې وپوښتل شول چې چین له دې جګړې څه زده کوي، هغه کانګرس ته وویل: «دوی د کوچنیو او کم‌لګښته مهماتو ځواک ویني.»

د راپور له مخې، د ایران د پوځي تجهیزاتو یوه برخه د چیني ټکنالوژۍ پر بنسټ د برعکس انجنیرۍ له لارې جوړه شوې یا پر چیني پرزو متکي ده، له همدې امله بېجینګ هڅه کوي ځانګړي عملیاتي معلومات ترلاسه کړي او دا درک کړي چې ایران څنګه توانېدلی د خلیج فارس په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

راپور زیاتوي، چې دا جګړه نه یوازې د سیمې لپاره مهمه ده، بلکې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د پوځي سیالۍ په ارزونه کې هم مهم رول لوبوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماین پاکۍ عملیات د بودیجې کموالي له امله له خنډونو سره مخ دي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماین پاکۍ عملیات د بودیجې کموالي له امله له خنډونو سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ پروګرام اعلان کړی، چې د جګړو زیاتوالي او د بشري مرستو کمښت، په افغانستان، سوریې او غزه کې د ماین‌پاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ د برخې مشرې کازومي اوګاوا ویلي: «کله چې بودیجې د دفاعي برخو پر لور واوړي او له بشري مرستو لرې شي، نو پایلې یې په ډګر کې په مستقیم ډول لیدل کېږي». هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د ماینونو له امله مري.

هغې په جنېوا کې د ماین‌ضد اقداماتو د مدیرانو او د ملګرو ملتونو د سلاکارانو په غونډه کې ټینګار کړی، چې د جګړو د زیاتېدو او د بشري مرستو د کمېدو په منځ کې، د ماین‌پاکۍ او د ماینونو د خطرونو د پوهاوي لپاره کافي ملاتړ نه شته.

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۹۰ سلنه هغه کسان چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له نه‌چاودېدلو ماینونو زیانمن شوي، ملکي وګړي دي او ډېری یې ماشومان دي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په غزه کې له پنځو تر لسو سلنه پورې چاودېدونکي توکي نه دي چاودېدلي او اوس هم د دې سیمې لپاره د مرګوني ګواښ په توګه پاتې دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ماین‌پاکۍ، د خطرونو د پوهاوي او د بشري مرستو د زیاتولو له لارې کېدای شي د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

مېرمن اوګاوا د سوریې وضعیت هم «ځورونکی» بللی دی. د هغې په وینا، په داسې هېوادونو کې چې په ماینونو ککړ وي، عموماً په کال کې شاوخوا ۳۰۰ کسان د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي، خو په سوریه کې دا شمېر په اوونۍ کې نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.

افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د قربانیانو له پلوه درېیم هېواد دی. د یوناما د معلوماتو له مخې، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.

د طالبانو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا اووه میلیونه کسان د ماینونو او نه‌چاودېدلو مهماتو له ګواښ سره مخ دي.

په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د ټرمپ د کډوالۍ د سختو پالیسیو یوه برخه لغوه کړه

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د ټرمپ د کډوالۍ د سختو پالیسیو یوه برخه لغوه کړه
100%

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د پالیسیو یوه مهمه هغه برخه لغوه کړې، چې له مخې یې د ګڼو هېوادونو د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې دوسیو ارزونه په پراخه کچه درول شوې وه.

دا پرېکړه د قاضۍ جولیا کوبیک له خوا شوې او د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د امریکا د کډوالۍ په سیاستونو کې له مهمو قضایي مداخلو څخه ګڼل کېږي.

د محکمې د حکم له مخې، حکومت نشي کولای چې د انفرادي ارزونې پرته، په عمومي ډول د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې د غوښتنو بهیر وځنډوي. قاضي ټینګار کړی، چې دا ډول پراخه پالیسي چې د لسګونو هېوادونو پر وګړو اغېز کوي، کافي حقوقي توجیه نه لري.

د یاد حکم له مخې، هغه تګلاره چې د ۳۹هېوادونو د وګړو د غوښتنو ارزونه یې ځنډولې وه، لغوه شوې او د امریکا اړوند ادارې مکلفې شوې چې د دوسیو څېړنه بېرته پیل کړي، که څه هم د هرې دوسیې وروستۍ پرېکړه لا هم د حکومتي ادارو په واک کې پاتې ده.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې سختې کډوالۍ تګلارې عملي کړې دي، چې له مخې یې د لسګونو هېوادونو د وګړو پر داخلېدو او اقامت پراخ محدودیتونه لګول شوي او د ویزو ورکړه هم کمه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې د ۷۵هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزو ارزونه به وځنډول شي. تر دې وړاندې هم د ځینو هېوادونو لپاره د کډوالې او غیرکډوالۍ ویزو بهیر محدود شوی و.

په دغو محدودیتونو کې ایران، افغانستان، روسیه، سومالیا، برازیل، مصر، عراق، نایجیریا او تایلنډ شامل وو.

دغه پالیسي تر هغه وروسته لا سخته شوه، چې په نومبر میاشت کې یو افغان وګړي په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وکړې. ورپسې د ۱۹هېوادونو د وګړو پر داخلېدو بندیزونه یا محدودیتونه ولګول شول او وروسته دا محدودیتونه نورو هېوادونو ته هم وغځول شول.

د محکمې د وروستي حکم له مخې، اوس د کډوالۍ د دوسیو عمومي ځنډ لغوه شوی او اړوند ادارې باید د غوښتنو ارزونه دوام ورکړي.

د امریکايي چارواکو د اټکل له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۲میلیونه بې‌اسناده کډوال په امریکا کې ژوند کوي. تمه ده چې د ټرمپ حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

جاپان وايي له ویتنام سره د انرژۍ او کانونو په برخه کې همکاري زیاتوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱
جاپان وايي له ویتنام سره د انرژۍ او کانونو په برخه کې همکاري زیاتوي
100%

د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د شنبې په ورځ له خپل ویتنامي سیال لې مین هنګ سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې له دغه هېواد سره به د انرژۍ او کانونو په برخه کې اړیکې نورې هم پراخې کړي. دواړو لوریو اقتصادي امنیت د دوه اړخیزو همکاریو نوی لومړیتوب وباله.

د جاپان او ویتنام مشرانو په لیدنه کې په ۲۰۲۳ کال کې د رامنځته شوې ستراتیژیکې ملګرتیا پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د دواړو لوریو ترمنځ خبرې د انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او کانونو باندې تممرکزي وي.

سانای تاکایچي ویلي، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د تېلو د بیو لوړوالي دا اړینه کړې چې جاپان او د اسان غړي هېوادونه په ګډه خپل اکمالاتي ځنځیرونه پیاوړي کړي.

د جاپان لومړۍ وزیرې ژمنه وکړه چې د «پاور اسیا» نوښت له لارې به د ویتنام د «نګي سون» تصفیه خانې لپاره د خامو تېلو په برابرولو کې مرسته وکړي.

ویتنام که څه هم د نادره ځمکنۍ عناصرو بډایه سرچینې لري، خو د تخنیکي ستونزو او په دې برخه کې د چین د برلاسۍ له امله یې په پروسس کې له ستونزو سره مخ دی.

د راپورونو له‌مخې، جاپان غواړي د ویتنام په مرسته په دغو کانونو کې خپله ونډه زیاته کړي ترڅو پر چین خپله تکیه کمه کړي.

زېلېنسکي او د سلواکیا لومړی وزیر په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه غږېدلي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱
زېلېنسکي او د سلواکیا لومړی وزیر په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه غږېدلي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د سلواکیا له لومړي وزیر روبرټ فیکو سره یې په ټلیفوني اړیکه کې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شاملېدو په تړاو خبرې کړې دي. په دې خبرو کې سلواکیا له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کېدو له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر خپل ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکي دي. نوموړي زیاته کړې: «دا ډېره مهمه وه چې واورم سلواکیا په اروپايي ټولنه کې د اوکراین له غړیتوب څخه ملاتړ کوي او چمتو ده چې په دې برخه کې خپله تجربه له موږ سره شریکه کړي.»

د دواړو هېوادونو مشرانو ترمنځ په دې خبرو کې په نږدې راتلونکي کې د یوې احتمالي لیدنې په اړه هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین هڅه کوي د اروپايي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د سیمې د هېوادونو ډیپلوماټیک ملاتړ خپل کړي، خو روسیه په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شاملېدو سر سخته مخالفه ده.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښت او د پاکستان ناسمو پالیسیو ته په اشاره ویلي، چې حکومت په لوی لاس دغه هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي.

نوموړي نن د شنبې په ورځ، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د ناسمو پالیسو له امله له افغانستان سره سوداګرې په ټپه درېدلي او د خلکو معیشت خراب شوی دی.

محمودخان زیاته کړې:«له هند سره دې درې ځله جګړه وکړه، خو پر پوله له هند سره سوداګرې روانه ده. خو د پښتونو او بلوڅانو په سیمه کې له افغانستان سره سوداګرې بنده ده. که ته خلک ځان ساتلو، ګوندونو جوړولو ته نه پریږدي، نو ته خپله دا هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او په کلکه به د احتمالي کورنۍ جګړې مخنیوی وکړي.

همدارنګه محمود خان اڅګزي د پښتو په سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو او له ملکي وګړو سره د پوځ پر چلند هم سختې نیوکي کړې دي.