• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښت او د پاکستان ناسمو پالیسیو ته په اشاره ویلي، چې حکومت په لوی لاس دغه هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي.

نوموړي نن د شنبې په ورځ، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د ناسمو پالیسو له امله له افغانستان سره سوداګرې په ټپه درېدلي او د خلکو معیشت خراب شوی دی.

محمودخان زیاته کړې:«له هند سره دې درې ځله جګړه وکړه، خو پر پوله له هند سره سوداګرې روانه ده. خو د پښتونو او بلوڅانو په سیمه کې له افغانستان سره سوداګرې بنده ده. که ته خلک ځان ساتلو، ګوندونو جوړولو ته نه پریږدي، نو ته خپله دا هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او په کلکه به د احتمالي کورنۍ جګړې مخنیوی وکړي.

همدارنګه محمود خان اڅګزي د پښتو په سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو او له ملکي وګړو سره د پوځ پر چلند هم سختې نیوکي کړې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د دفاع وزیر د امریکايي ځواکونو له کمېدو وروسته د اروپا پر پیاوړي دفاع ټینګار وکړ

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
د جرمني د دفاع وزیر د امریکايي ځواکونو له کمېدو وروسته د اروپا پر پیاوړي دفاع ټینګار وکړ
100%

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان وکړ، چې له جرمني څخه د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو وتل باید د دې لامل شي چې اروپایان خپله دفاع نوره هم پیاوړې کړي.

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، چې له جرمني څخه د امریکايي سرتېرو پلان شوې پریکړه باید اروپايي هېوادونه دې ته وهڅوي چې خپلې دفاعي وړتیاوې لاپسې پیاوړې کړي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریس ویلي، چې دا پرېکړه تمه کېدونکې وه.

د جرمني د دفاع وزیر زیاته کړې، چې د سرتېرو ایستل به په جرمني کې د امریکا پر شاوخوا ۴۰ سرتېرو اغېز وکړي. «موږ اروپایان باید د خپلې امنیتي ساتنې ډېره برخه خپله پر غاړه واخلو.»

نوموړي ټینګار وکړ چې جرمني د خپلو وسله والو ځواکونو پر پراخلو، د پوځي تجهیزاتو د تدارکاتو په چټکولو او د بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو سره په سم لوري روان دی.

د سرتېرو د ایستلو دا لړۍ وروسته له هغه توده شوه چې ډونالډ ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدریښ ميرز سره په منځني ختیځ کې د واشنګټن پر ستراتیژۍ له ناندریو وروسته، د ځواکونو د ایستلو ګواښ وکړ.

ماه‌رنګ بلوڅ: په پاکستان کې دې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱
ماه‌رنګ بلوڅ: په پاکستان کې دې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي
100%

بلوڅ یوالي کمیټۍ مشرې ماه‌رنګ بلوڅ د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د تازه راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې باید د بشري حقونو روانې سرغړونې سمدستي پای ته ورسېږي.

هغې ویلي چې دغه راپور هغه اندېښنې تاییدوي چې له اوږدې مودې راهیسې مطرح کېږي، په ځانګړي ډول بې‌ځایه نیونې، جبري ورکېدنې او د مخالفو غږونو ځپل. د هغې په وینا، د حقونو فعالان، خبریالان او سیاسي کسان لا هم له فشار او ناوړه چلند سره مخ دي.

ماه‌رنګ بلوڅ زیاته کړې چې حکومت باید د سیاسي یا د هغوی د فعالیتونو له امله د نیول شویو کسانو دوسیې له سره وڅېړي، بندیانو ته طبي اسانتیاوې برابرې کړي او د عادلانه محاکمو ضمانت ورکړي.

هغې ټینګار کړی چې د بشري حقونو درناوی د یو عادلانه او سوله‌ییزې ټولنې لپاره اړین دی.

د یادونې وړ ده چې د ملګري ملتونو د شکنجې کميټۍ یو خپور کړي راپور کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د هغه میرمن بشرا بي بي او نور فعالان لکه ادريس خټک ،علي وزیر او ماه رنګ بلوڅ د قضيو په تړاو ځانګړې اندیښنه څرګنده کړې

خیبر پښتونخوا کې د وسله والو بریدونو له امله اته کسان وژل شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱
خیبر پښتونخوا کې د وسله والو بریدونو له امله اته کسان وژل شوي
100%

خیبرپښتونخوا کې د ناامنیو او وسله‌والو بریدونو په تازه پېښو کې شمالي وزیرستان او باجوړ سیمو کې د ۵وسله والو په ګډون ۸تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د شمالي وزیرستان درپه خېل سیمه کې د وسله‌والو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې ۵ وسله وال او درې ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

د بنو د پولیسو مشر سجاد خان ویلي چې دا نښته د درپه خېل شهزاده کوټ په سیمه کې د ځایي خلکو او وسله‌والو ترمنځ شوې ده. د هغه په وینا، د ځایي خلکو په ځوابي برید کې ۵ وسله وال وژل شوي، خو وسله‌والو بیا پر ملکيانو ډزې کړې چې له امله یې ۳ عام وګړي وژل شوي دي.

نوموړی وایي، ټول ټپیان د میرانشاه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د همدې ایالت په باجوړ سیمه کې هم وسله‌والو د کرېکټ پر میدان برید کړی، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې ټپیان هغه کسان وو چې په میدان کې یې لوبه کوله.

پاکستانی څېړنیز انسټيټيوټ: په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو او تلفاتو کچه کمه شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱
پاکستانی څېړنیز انسټيټيوټ: په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو او تلفاتو کچه کمه شوې
100%

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ وایي چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د وسلوالو بریدونو او تلفاتو شمېر د تېرې میاشتې په پرتله د پام وړ کم شوی دی.


د راپور له مخې، په اپرېل میاشت کې ۸۵ بریدونه ثبت شوي، چې د مارچ په پرتله ۴۲ سلنه کمښت ښيي. همداراز د تلفاتو شمېر له ۱۰۶څخه ۶۰ ته راټیټ شوی دی.

راپور د دې بدلون یو لامل د افغانستان له خاورې هاخوا پوځي عملیات، اوربند او روانې خبرې اترې یادوي.

سره له دې، په اپرېل کې ټول ۲۹۱ کسان وژل شوي، چې پکې وسلوال، امنیتي سرتېري او ملکي وګړي شامل دي. د ټپیانو شمېر هم له ۲۱۰څخه ۱۳۱ ته کم شوی دی.

د راپور په وینا، خیبر پښتونخوا او بلوچستان لا هم تر ټولو ډېر اغېزمن ایالتونه دي، خو په قبایلي سیمو کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښې لیدل کېږي.

زیلنسکي: د روسیې په تازه بریدونو کې ملکيان وژل شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۱
زیلنسکي: د روسیې په تازه بریدونو کې ملکيان وژل شوي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي په تېره یوه اوونۍ کې مسکو پر اوکراین شاوخوا ۱۶۰۰ بریدیز ډرونونه، سلګونه هدایت‌شوې بمونه او توغندي کارولي دي.نوموړی زیاتوي چې دغه بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

زیلنسکي په خپل ایکس پوسټ کې ویلي چې د خېرسون ښار پر یوه ښاري بس د روسیې د ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي: «ټول ټپیان ملکيان دي، او روسان په بشپړ ډول پوهېدل چې دا ملکي خلک دي.»

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د جګړې لومړۍ کرښې او سرحدي سیمو کې ورځنی واقعیت ګرځېدلی دی. د هغه په وینا، په خارکیف کې د استوګنې پر ودانۍ هم ډرون برید شوی او د مایکولایف په سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو حملې شوې دي.

نوموړي ویلي چې د دې ترڅنګ د دنیپرو، اودیسه، سومي، خېرسون او دونیڅک سیمې هم تر بریدونو لاندې راغلې دي.

زیلنسکي ټینګار کړی چې روسیه هڅه کوي د پراخو بریدونو له لارې د اوکراین هوايي دفاع سیستمونه تر فشار لاندې راولي، او زیاته کړې یې ده چې د مخنیوي توغندیو دوامداره اکمال حیاتي ارزښت لري.

هغه خبرداری ورکړی چې پر روسیې د نړیوال فشار کمېدل به یوازې د دې هېواد د جګړې توان زیات کړي. د هغه په وینا: «د بندیزونو هر ډول نرمښت د دې لامل کېږي چې روسیه خپل مالي سرچینې بېرته ډکې کړي او بیا یې پر جګړه ولګوي.»

زیلنسکي د هغو هېوادونو او بنسټونو مننه هم کړې چې د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو او د بندیزونو د تېښتې د مخنیوي لپاره کار کوي.