• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په کندهار کې یې پر ۲۰ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکیله زیاته شوې او شاوخوا پر ۲۰ جریبه ځمکه توتان کرل شوي دي.

د یاد ریاست د مسولینو په وینا، تمه ده چې سږ کال په کندهار کې د ځمکني توتانو حاصلات شاوخوا ۸۰ټنو ته ورسېږي.

طالبانو د دې مېوې کرکیله د کوکنارو یو مناسب بدیل بللې ده. دغه توتان د نورو مېوو په پرتله لږو اوبو ته اړتیا لري او له اقتصادي پلوه هم ګټور دي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

سارا اډمز: په افغانستان کې د ښځو د تعلیم محدودیتونه او د ځوانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱
سارا اډمز: په افغانستان کې د ښځو د تعلیم محدودیتونه او د ځوانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو بندیزونه او روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. د نوموړې په وینا، افغان ځوانان د اوسني وضعیت پر ځای د بدلون او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

سارا اډمز چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ کارکوونکې ده، په خپل ایکس حساب کې په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته شوی چې ښځې حتا د زده‌کړې له اساسي حق څخه بې‌برخې دي.

هغې ویلي: «کله چې د افغانستان ښځو ته د لوست اجازه هم نه ورکول کېږي، نو دا ډول کمپاینونه بې‌معنا دي. د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست (GDI) تاسو په داسې بې‌ګټې کمپاینونو بوخت ساتلي او دا په رښتیا هم بې‌ګټې دي.»

اډمز زیاتوي چې د افغان ځوانانو اصلي اړتیا د هغې په وینا، د اوسني وضعیت بدلون دی او هغوی د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د هغې دا څرګندونې په داسې حال کې خپرې شوي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او یو شمېر ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو په اړه د نړیوالو سازمانونو او فعالانو اندېښنې پرله‌پسې مطرح کېږي.

یونسکو: د بیان ازادي کمه شوې او د خبریالانو پر وړاندې د معافیت کچه ۸۵ سلنې ته رسېدلې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
یونسکو: د بیان ازادي کمه شوې او د خبریالانو پر وړاندې د معافیت کچه ۸۵ سلنې ته رسېدلې
100%

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د کابل دفتر وايي، په نړۍ کې د بیان ازادي له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۱۰ سلنه راکمه شوې او د خبریالانو د ځان‌سانسور کچه ۶۳ سلنه لوړه شوې.ورته مهال په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه او د خبریالانو نیونو رسنیز چاپېریال اغېزمن کړی.

د یونسکو د کابل دفتر د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سوله له رښتینو او باوري معلوماتو پیلېږي او خلکو ته د کره او تایید شویو معلوماتو لاسرسی بنسټیز ارزښت لري.

د خبرپاڼې له مخې، اوس مهال دا بنسټ تر جدي فشار لاندې دی، ځکه خبریالان د فساد، بشري حقونو او چاپېریالي مسایلو په اړه له راپور ورکولو ډډه کوي او د ځان‌سانسور کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

یونسکو همداراز اندېښنه ښودلې چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د نه سزا کېدو کچه ۸۵ سلنې ته رسېدلې، چې دا چاره د رسنیو د ازاد فعالیت پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «کله چې معلومات تحریف شي، وېش او بې‌باوري زیاتیږي، خو کله چې معلومات ازاد او رښتیني وي، نو حساب ورکونه، خبرې اترې او بشري حقونه پیاوړي کوي.»

په ورته مهال، په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه بېلابېل راپورونه ښيي چې طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي، یو شمېر رسنۍ تړل شوي او خبریالان د نیولو، ګواښ او فشار له پېښو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو او رسنیزو سازمانونو په راپورونو کې هم د خبریالانو د نیونو او د رسنیو د فعالیت پر محدودېدو اندېښنه څرګنده شوې ده.

د رسنیزو بنسټونو په وینا، د دغو محدودیتونو له امله د معلوماتو ازاد جریان اغېزمن شوی او ګڼ خبریالان اړ شوي چې د کار په جریان کې ځان‌سانسوري ته مخه کړي.

یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بیان ازادۍ د ساتنې او ژورنالېزم د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې نوې او پیاوړې کړي، او ټینګار یې کړی چې ژورنالېزم د سولې په ټینګښت کې اساسي رول لري.

سپینه ماڼۍ: نېک سټوارټ به له امریکایي مزاکراتي ټیم سره یو ځای شي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱
سپینه ماڼۍ: نېک سټوارټ به له امریکایي مزاکراتي ټیم سره یو ځای شي
100%

امریکایي رسنیو د سپنې ماڼۍ له قوله راپور ورکړی، نېک سټوارټ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی دی او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د ایران په اړوند چارو کې کار کړی، اوس به له ایران سره د خبرو په بهیر کې برخه واخلي.

د سي‌بي‌ایس نیوز د راپور پر بنسټ، جرد کوشنر نوموړی د دې مذاکره کوونکي ټیم غړی کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه بیان کې ویلي، چې نیک سټوارټ یو تکړه او با تجربه پالیسي جوړوونکی دی او د ټیم لپاره مهم ارزښت لري. د هغې په وینا، اسټوارټ به د سټیو ویتکاف په مشرۍ له موجود ټیم سره مرسته وکړي.

راپورونه ښيي، چې د امریکا له لوري له ایران سره د احتمالي مذاکراتو په تړاو هڅې روانې دي او د نویو کسانو ورګډېدل د دې بهیر د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته
100%

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته. هغه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا امکان شته چې دا کار وشي.» نوموړي د ایران د سویلي بندرونو د محاصرې په اړه هم وویل: «دا یوه ډېره دوستانه محاصره ده.»

هغه د ایران له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وړاندې شوي ۱۴ماده‌ییز وړاندیز په اړه وویل، چې د دې وړاندیز عمومي ځواب ورته رسېدلی، خو د دقیق متن د ترلاسه کولو په تمه دی.

ټرمپ همداراز د جرمني څخه د شاوخوا پنځه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه وویل، چې امریکا تر دې هم ډېر پوځیان کموي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.

ملګري ملتونه: حکومتونه باید د رسنیو د ازادۍ ژمنې عملي کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: حکومتونه باید د رسنیو د ازادۍ ژمنې عملي کړي
100%

ملګرو ملتونو ویلي، پر خبریالانو بریدونه د بیان ازادۍ پر ضد بریدونه دي او حکومتونه باید د مطبوعاتو د ازادۍ د خوندیتوب ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو په وینا، د مې درېیمه هر کال د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او د باوري معلوماتي سرچینو اړتیا تر هر وخت ډېره شوې.


یاد سازمان ټینګار کړی، چې د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ د حکومتونو لپاره د ژمنو د درناوي یادونه او د رسنیو د مسلکيانو لپاره د اخلاقي معیارونو او ازادۍ پر مسایلو د غور فرصت برابروي. د ملګرو ملتونو له مخې، دا ورځ هغو رسنیو ته د ملاتړ پیغام هم دی چې د سانسور او محدودیتونو تر فشار لاندې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، ګواښ او زندان نه یوازې افراد زیانمنوي، بلکې ټولنه له مهمو معلوماتو بې‌برخې کوي. دې ادارې ټینګار کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب میکانیزمونه باید پیاوړي شي او چارواکي دې د رسنیو د خوندي کولو لپاره څرګند، عملي ګامونه واخلي.

سازمان همدارنګه زیاته کړې، چې د خبر د حق، شفافیت او حساب‌ورکولو بنسټ د ازادو رسنیو له لارې ټینګېږي او د معلوماتو د ازاد بهیر ساتنه د خلکو د اساسي حقونو برخه ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، د باوري معلوماتو خپرولو لپاره ازاد چاپیریال، حقوقي ساتنه او د سزا نه‌معافیت ختمول اړین دي.