• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د یاد وزارت مرستیال او په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر تر منځ په کتنه کې د دوه اړخیزو ایکو پر پراختیا ټينګار شوی. طالبانو په دې کتنه کې د حج او عمرې په برخو کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

سعودي عربستان د افغان حاجیانو د سفر په درشل کې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال محمد حامد حسیب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقیمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د حج او عمرې ویزو د زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل: «موږ باور لرو چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې یوازې سیاسي نه‌دي، بلکې د تاریخ په اوږدو کې تل موجودې او فعالې پاتې شوې دي. دغه اړیکې ژورې دیني، کلتوري او تاریخي ریښې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو څخه یوه هم د حج فریضې مهمه دیني پروسه ده».

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د یکشنبې په ماخوستن (د غويي ۱۳مه) په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې فیصل طلق البقیمي هم په خپلو خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «سعودي عربستان افغان ولس ته د خپلو دیني او اسلامي وروڼو په سترګه ګوري او د تاریخ په اوږدو کې یې تل له افغانانو سره خپل ملاتړاو همکاري جاري ساتلې ده».

د یادونې وړ ده، چې سعودي عربستان هر کال د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره ۳۰ زره افغانانو ته او همداراز د عمرې زرګونه نورې ویزې ورکوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي
100%

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ټولټال ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه شنډ کړي دي. د دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پرېس پاکستان، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې له دې بریدونو څخه ۲۱۵یوازې د بنو په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

یاده رسنۍ د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، دغه وسله‌والې ډلې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې له ډرون الوتکو زیات کار اخلي. هغوی وایي چې دا ډلې تجارتي ډرونونه بدلوي او چاودېدونکي مواد پرې نصبوي ترڅو وروسته یې د بریدونو لپاره وکاروي.

د پولیسو د چارواکو په حواله ویل شوي چې ټول ۲۴۶بریدونه د پرمختللې ضد ډرون ټکنالوژۍ په مرسته شنډ شوي او هېڅ ډول ځاني یا مالي زیان نه دی رامنځته شوی.

په راپور کې زیاته شوې، چې د امنیتي اندېښنو له امله ځواکونه په سیمه کې په لوړه کچه د چمتووالي په حالت کې پاتې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، د خیبر پښتونخوا په ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د وسله‌والو بریدونو کچه لوړه شوې ده. هغوی ادعا کوي، چې ځینې وسله‌وال په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شویو امریکایي وسلو ته لاسرسی لري.

خو طالبانو تر دې وړاندې دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې ټولې وسلې د دوی په کنټرول کې دي.

د غزني لپاره د طالبانو والي: ما دا مسوولیت په خپله خوښه نه‌دی منلی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
د غزني لپاره د طالبانو والي: ما دا مسوولیت په خپله خوښه نه‌دی منلی
100%

د غزني ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالصمد جاوېد په دغه ولایت کې له یوې جهــ.ادي مدرسې د لیدنې پر مهال ویلي: «ما دا مسوولیت په خپله خوښه نه‌ده منلې». نوموړی تر دې مخکې د بادغیس والي وو او له نږدې یونیم کال راهیسې د غزني ولایت لپاره د د دغې ډلې د والي په توګه ګومارل شوی دی.

د طالبانو د مشر ملاهبت‌‌الله اخوندزاده له وروستۍ وینا، چې په‌کې یې د خپل ځان بې قید او شرطه اطاعت غوښتی، د دغې ډلې د ځینو غړو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. نیوکه کوونکي وایي، چې د ملاهبت‌الله دا ډول څرګندونې ښیي چې هغه ځان له نورو انسانانو څخه لوړ ګڼي.

د هبت‌الله وروستی وینا ته د ځینو طالبانو غبرګون؛ ځان ته د معصوم مقام منسوبول سم دریځ نه دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغو نیوکو په لړ کې د غزني ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالصمد جاوېد د یکشنبې په مازدیګر (د غويي ۱۳مه) په دغه ولایت کې له یوې دیني مدرسې د لیدنې پر مهال ویلي: «ما دا مسوولیت په‌خپله خوښه نه‌دی منلی؛ ځکه زه پوهېږم چې دا مسوولیت زما لپاره یو لوی امتحان دی».

هغه د یادې مدرسې زده‌کوونکو ته په خطاب کې څرګنده کړې: «زه دا هیله لرم چې ستاسو په شان زده‌کوونکی وای او ستاسې په ځای کې ناست وای».

یاد طالب چارواکي زیاتوي: «د هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا ماته د اسلامي نظام او د مسلمان ملت مسوولیت را سپارل شوی دی».

د یادونې وړ ده، چې عبدالصمد جاوېد د ۱۴۰۳ کال له لیندۍ میاشتې راهیسې د غزني لپاره د طالبان والي دی او تر دې مخکې د بادغیس لپاره د طالبانو والي وو.

طالبان: په بلخ کې مو تېر کال د بېلابېلو تورونو په تړاو ۱۰۵۸ کسان نیولي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱
طالبان: په بلخ کې مو تېر کال د بېلابېلو تورونو په تړاو ۱۰۵۸ کسان نیولي
100%

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق وايي، په تېر ۱۴۰۴ کال کې د بېلابېلو تورونو له امله د ۲۹ ښځو په ګډون ۱۰۵۸ کسان نیول شوي دي. نوموړی د دغو کسانو تورونه، قتل، د ناقانونه وسلو لېږد، غلا، د نشه‌يي توکو کاروبار، اخلاقي فساد او نور ورته جرمونه یادوي.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق د ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کلنی راپور له څه باندې ۴۰ ورځو وروسته (۱۴۰۵ د غويي ۱۳) نن (یکشنبه د غويي ۱۳مه) د یوه خبري کنفرانس له لارې خپور کړ.

نوموړي په دې خبري کنفرانس کې ویلي، دغه کسان د سلګونه بېلابېلو پېښو، قتل، د ناقانونه وسلو لېږد، غلاوو، د نشه‌يي توکو قاچاق، اخلاقي فساد او ځینو نورو ورته جرمونو په تړاو نیول شوي او د دغې ډلې قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

په دغو نیول شویو کسانو کې ۳۰ تنه یې له ۸۹ ډول ډول وسلو، نظامي تجهیزاتو او ۱۴ کیلو ګرام باروتو سره یو ځای نیول شوي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند زیاتوي، له نیول شویو ۴۱۶ کسانو څه باندې ۱۳۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او ۱۷۴ لیتره الکولي مواد هم ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په تېر کال کې په بلخ ولایت کې په ۲۸۹ ټرافیکي پېښو کې ۱۶۴ کسان مړه شوي او ۲۴۵ نور ټپیان شوي وو.

له دغو څرګندونو سره سره د بلخ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ښار کې د جنايي پېښو او په ځانګړې توګه د غلاوو او په تېره بیا د موبایلونو د تښتونې ګراف ډېر لوړ دی. دوی په دې اړه د شدیدې اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو غواړي، چې د ګزمو او چک پاینتونو په ډېرولو سره د دغه ډول پېښو مخه ونیسي.

رواداري بنسټ: په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
رواداري بنسټ: په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت د اندېښنې وړ دی
100%

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

یاد سازمان د یکشنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۱کال وروسته، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د سلګونو رسنیو فعالیتونه بند شوي او ګڼ شمېر خبریالان بې‌کاره شوي دي.

رواداري بنسټ زیاته کړې، چې په دې موده کې یو شمېر خبریالان نیول شوي، ګواښل شوي، شکنجه شوي او ان وژل شوي هم دي.

د دې سازمان په وینا، د بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره د اغېزمن قانوني چوکاټ د نشتوالي له امله، طالبانو پر رسنیو پراخ کنټرول او سخت محدودیتونه لګولي دي.

همدارنګه، د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې یوازې په تېر یوه کال کې یې د طالبانو له خوا د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د حقونو د سرغړونو ۱۵۰پېښې ثبت کړې دي.

د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې که د رسنیو ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق خوندي نه شي، نو دا به د ټولنې پر روڼتیا، حساب‌ورکولو او د خلکو پر بنسټیزو حقونو جدي منفي اغېزې ولري.

جمعيت علمااسلام ګوند د تورخم لارې د پرانستو غوښتنه کړې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۱
جمعيت علمااسلام ګوند د تورخم لارې د پرانستو غوښتنه کړې
100%

جمعيت علما اسلام (ف) ګوند ويلي، د تورخم لارې د بندېدو له امله نه يوازې دا چې د پاکستان خزانې ته زیان اړوي، بلکې زرګونه کارګر یې بې روزګاره کړي او ستنېدونکو افغان کډوالو ته یې ستونزې رامنځته کړي دي. دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې یاده لاره دې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشرانو د يکشنبې په ورځ په لنډي کوتل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له دواړو لوریو وغوښتل، چې د تورخم دروازه دې سمدستي پرانيزي، څو سوداګریز فعالیتونه بېرته په ځای شي او د ولس ستونزې راکمې شي.

دوی وویل، چې د تورخم لاره له تېرو اوو میاشتو راهیسې تړلې ده چې له امله یې نه یوازې د پاکستان اقتصاد ته سخت زیان رسېدلی بلکې سوداګر، ټرانسپورټ لرونکي او پر کرښه ورځني کارکونکي کارګر یې هم له سخت مالي بحران سره مخ کړي دي.

هغوی وویل، سوداګریز فعالیتونه نږدې په بشپړه توګه ټکني شوي او افغانستان ته ستنېدونکي افغان وګړي یې هم له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

دوی زياته کړه، د افغان کډوالو د کورنیو موټرې د اوونیو لپاره د تورخم پر لویه لاره ودرېږي، چې له امله یې ښځې ماشومان او سپین‌ږیري له سختو کړاوونو سره مخ کېږي.

دوی له حکومت او اړونده ادارو غوښتنه وکړه چې د افغان وګړو د اسنادو او د ستنېدو بهیر دې ګړندی کړي څو بشري ستونزې راکمې شي.

دوی په افغانستان کې د ايسارو شوو پاکستانی موټر چلونکو او د هغوی د موټرو د سمدستي بېرته راستنولو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې حکومت دې په دې اړه ژر تر ژره ډيپلوماټيک ګامونه پورته کړي.

دوی وویل چې د غوښتنو نه منلو په صورت کې د نورو سیاسي ګوندونو او سوداګرو سره په ګډه د پراخه لاريون تابیا هم لري. او وې یې ويل د غوښتنو منلو پورې به پرلت وکړي.