• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه: یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱

اروپايي ټولنې ویلي چې د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنې لا هم جدي ستونزه ده او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، په داسې حال کې چې له ۱۹۹۳ کال راهیسې دا شمېر ۱۹۲۲ ته رسېدلی دی.

اروپايي ټولنې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل راپور کې د رسنیو ازادي او تنوع د ډیموکراسۍ اساسي بنسټ بللی او ټینګار یې کړی چې د ازادو رسنیو پرته ریښتینې ډیموکراسي ناشونې ده.

په راپور کې د نړیوالو شمېرو په حواله ویل شوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لا هم له سختو امنیتي او مسلکي ګواښونو سره مخ دي، چې تر ټولو جدي بڼه یې وژنې دي.

اروپايي ټولنې د رسنیو د خوندیتوب لپاره دوه مهم قوانین تصویب کړي دي. یو یې د «سلیپ» دعوو پر ضد لارښود دی، چې هدف یې د هغو بې‌اساسه قضیو مخنیوی دی چې خبریالان او د بشري حقونو فعالان پرې تر فشار لاندې راوستل کېږي.

بل قانون د اروپايي رسنیو د ازادۍ قانون دی، چې د رسنیو خپلواکي، شفافیت او د خبریالانو خوندیتوب تضمینوي.

د اروپايي ټولنې چارواکي وایي، غړي هېوادونه به دا قوانین په خپلو ملي قوانینو کې عملي کړي، څو خبریالان وکولای شي له وېرې پرته خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

روسیه او اوکراین د سومي سیمې د یوه کلي د نیولو په اړه متضادې ادعاوې کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
روسیه او اوکراین د سومي سیمې د یوه کلي د نیولو په اړه متضادې ادعاوې کړي
100%

روسیې او اوکراین د اوکراین د سومي (Sumy) سیمې د میروپیلیا کلي د کنټرول په اړه متضادې ادعاوې کړې دي؛ مسکو وايي چې دغه کلي یې نیولی، خو کیف دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې سیمه لا هم د اوکرایني ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین په شمالي سومي سیمه کې د میروپیلیا کلي کنټرول ترلاسه کړی دی.

دغه وزارت په ټلېګرام کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی متحرکو ځواکونو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ملاتړ، اوکرایني ځواکونه له کلي ایستلي او د دوی په وینا، د دښمن احتیاطي ځواکونه له مخکې د توپچي بریدونو له لارې له منځه وړل شوي دي.

بل لوري ته، د اوکراین د پوځ «کورسک ډلې» د فېسبوک له لارې د روسیې دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دغه راپور «بشپړ دروغ» دي.

په اوکرایني اعلامیه کې ویل شوي: «زموږ ځواکونه د سیمې بشپړ کنټرول لري، هېڅ دښمن پرمختګ نه دی کړی او نه هم په وروستیو ورځو کې کوم بریدیز عملیات ترسره شوي دي.»

سي‌اې‌ای: اسامه بن لادن د وژل کېدو تر عملیاتو مخکې د ایبټ‌اباد د پرېښودو پلان درلود

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱
سي‌اې‌ای: اسامه بن لادن د وژل کېدو تر عملیاتو مخکې د ایبټ‌اباد د پرېښودو پلان درلود
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې، په تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې له عملیاتو څو میاشتې مخکې نږدې شوی و چې د پاکستان په ایبټ‌اباد کې خپل پټنځای پرېږدي، خو د همدې مودې په ترڅ کې یې لا هم د القاعده مشري او لارښوونه کوله.

سي‌اې‌ای وايي، له ایبټ‌اباد څخه ترلاسه شوي لیکونه ښيي چې بن لادن د ځای د بدلون پلان درلود او د خپلو کوربنو له دوامدارو غوښتنو وروسته یې په تدریجي ډول د وتلو پرېکړې ته تمایل پیدا کړی و.

د راپور له مخې، بن لادن د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۱۴مه په یوه لیک کې د خپلو کوربنو مننه کړې او د هغوی پر اوږو پروت امنیتي مسولیت یې دروند بللی دی. په بل لیک کې چې د فبرورۍ په ۲مه نېټه لیکل شوی، هغه منلې چې کوربانه یې له موجود وضعیت ستړي شوي او د جلا کېدو غوښتنه لري.

راپور زیاتوي چې پلان دا و چې بن لادن به تر سپټمبر ۲۰۱۱ پورې بل ځای ته انتقال شي، خو دغه بهیر د امریکايي ځانګړو عملیاتو له امله تر سره نه شو.

سي‌اې‌ای ټینګار کړی چې هغه مهال امریکايي استخباراتي ادارې د دغه پلان په اړه معلومات نه لرل، او که عملیات ځنډېدلي وای، ښايي د پېښې پایلې بدلې شوې وای.

راپور دا هم څرګندوي چې بن لادن تر وروستیو شېبو پورې یوازې سمبولیک مشر نه و، بلکې د القاعده د ستراتیژۍ، عملیاتو او ارتباطي چارو په تنظیم کې یې فعاله ونډه لرله.

د امریکا د استخباراتي معلوماتو له مخې، د بن لادن د موندلو هڅې له ۲۰۰۱ کال وروسته پیل شوې، او په ۲۰۱۰ کال کې د یوه باور وړ استازي د تعقیب له لارې د ایبټ‌اباد هغه شکمن کور وموندل شو.

د سي‌اې‌ای په وینا، دغه کور لوړ دېوالونه، اغزي تارونه، دوه ګونې دروازې او د بهرني تماس نشتوالی درلود او کثافات به پکې سوځول کېدل، چې دا ټولې نښې د شک سبب شوې.

د راپور له مخې، امریکا د عملیاتو لپاره ځانګړی چمتووالی نیولی و او د یاد کور ماډل یې هم جوړ کړی و. دغه عملیات د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما له خوا د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۹مه منظور شول.

د مې په ۲مه شپه امریکايي ځانګړو ځواکونو له افغانستانه د پاکستان ایبټ‌اباد ته عملیات ترسره کړل. که څه هم یوه چورلکه لوېدلې وه، خو عملیات دوام وموند او بن لادن د کور په درېیم پوړ کې ووژل شو.

له ځایه ترلاسه شوي اسناد وروسته د القاعده د فعالیتونو، اړیکو او راتلونکو پلانونو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل. د بن لادن جسد وروسته د عربي سمندر په اوبو کې خاورو ته وسپارل شو.

سي‌اې‌ای ویلي چې د بن لادن وژل کېدل د القاعده پر ضد د امریکا په مبارزه کې یو مهم پړاو و او دا بریا د کلونو استخباراتي هڅو پایله وه.

شمالي کوریا د سایبري ګواښونو په اړه د امریکا ادعاوې «پروپاګند» وباله

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۱
شمالي کوریا د سایبري ګواښونو په اړه د امریکا ادعاوې «پروپاګند» وباله
100%

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پیونګ‌یانګ سایبري ګواښ رامنځته کوي او دا ادعاوې یې «جوړې شوې خبرې» بللي دي. دغه هېواد همداراز خبرداری ورکړی چې د خپلو ګټو د دفاع لپاره به په سایبري فضا کې لازم اقدامات ترسره کړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو (KCNA) په وینا، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې واشنګټن د «نه‌شتون لرونکي سایبري ګواښ» په اړه غلط معلومات خپروي، څو خپل اوږدمهاله دښمنانه سیاست ته توجیه پیدا کړي.

ویاند ویلي، دا ادعاوې «یوازې بې‌معنا تورونه دي چې هدف یې د هېواد د انځور بدنامول دي.» هغه زیاته کړې چې شمالي کوریا به د خپلو دولتي ګټو د دفاع او د خپلو وګړو د حقونو د خوندي کولو لپاره په سایبري فضا کې ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا چارواکو څو ځله شمالي کوریا د دولتي ملاتړ لرونکو سایبري فعالیتونو په ترسره کولو تورنه کړې، چې پکې د هک کولو عملیات، د کریپټو کرنسۍ غلا او د بهرنیو معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکو شبکې شاملې دي، څو د دغه هېواد د وسلو پروګرامونو لپاره عواید برابر کړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا خزانې وزارت په مارچ میاشت کې شپږ کسان او دوه ادارې د شمالي کوریا د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارکوونکو له شبکو سره د تړاو په تور تحریم کړي وو، چې د واشنګټن په وینا، د ناقانونه عوایدو په راټولولو کې یې رول درلود.

سپینه ماڼۍ: نېک سټوارټ به له امریکایي مزاکراتي ټیم سره یو ځای شي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱
سپینه ماڼۍ: نېک سټوارټ به له امریکایي مزاکراتي ټیم سره یو ځای شي
100%

امریکایي رسنیو د سپنې ماڼۍ له قوله راپور ورکړی، نېک سټوارټ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی دی او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د ایران په اړوند چارو کې کار کړی، اوس به له ایران سره د خبرو په بهیر کې برخه واخلي.

د سي‌بي‌ایس نیوز د راپور پر بنسټ، جرد کوشنر نوموړی د دې مذاکره کوونکي ټیم غړی کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه بیان کې ویلي، چې نیک سټوارټ یو تکړه او با تجربه پالیسي جوړوونکی دی او د ټیم لپاره مهم ارزښت لري. د هغې په وینا، اسټوارټ به د سټیو ویتکاف په مشرۍ له موجود ټیم سره مرسته وکړي.

راپورونه ښيي، چې د امریکا له لوري له ایران سره د احتمالي مذاکراتو په تړاو هڅې روانې دي او د نویو کسانو ورګډېدل د دې بهیر د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته
100%

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته. هغه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا امکان شته چې دا کار وشي.» نوموړي د ایران د سویلي بندرونو د محاصرې په اړه هم وویل: «دا یوه ډېره دوستانه محاصره ده.»

هغه د ایران له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وړاندې شوي ۱۴ماده‌ییز وړاندیز په اړه وویل، چې د دې وړاندیز عمومي ځواب ورته رسېدلی، خو د دقیق متن د ترلاسه کولو په تمه دی.

ټرمپ همداراز د جرمني څخه د شاوخوا پنځه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه وویل، چې امریکا تر دې هم ډېر پوځیان کموي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.