• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټانکر ټرکرز: د ایران یوه لویه د تېلو کښتۍ د امریکا له محاصرې تېره او ختیځ ته رسېدلې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د سمندري څار راپورونو او د «ټانکر ټرکرز» د معلوماتو له مخې، چې د نفتو لېږد رالېږد څاري، د ایران د خامو تېلو د استخراج ملي شرکت یوه لویه کښتۍ چې له ۱.۹ میلیونو څخه ډېر بېرله خام تېل یې بار کړي، د امریکا د تعقیبي سیسټمونو له تېرېدو وروسته ختیځو اوبو ته رسېدلې ده.

د دې بار ارزښت شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د سمندري څار معلوماتو له مخې، د «هیوج» په نوم دغه کښتۍ چې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د سریلنکا په سواحلو کې لیدل شوې وه، اوس د اندونیزیا د لومبوک تنګۍ له لارې د ریاو ټاپوګانو پر لور روانه ده.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

سي‌اې‌ای: اسامه بن لادن د وژل کېدو تر عملیاتو مخکې د ایبټ‌اباد د پرېښودو پلان درلود

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱
سي‌اې‌ای: اسامه بن لادن د وژل کېدو تر عملیاتو مخکې د ایبټ‌اباد د پرېښودو پلان درلود
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې، په تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې له عملیاتو څو میاشتې مخکې نږدې شوی و چې د پاکستان په ایبټ‌اباد کې خپل پټنځای پرېږدي، خو د همدې مودې په ترڅ کې یې لا هم د القاعده مشري او لارښوونه کوله.

سي‌اې‌ای وايي، له ایبټ‌اباد څخه ترلاسه شوي لیکونه ښيي چې بن لادن د ځای د بدلون پلان درلود او د خپلو کوربنو له دوامدارو غوښتنو وروسته یې په تدریجي ډول د وتلو پرېکړې ته تمایل پیدا کړی و.

د راپور له مخې، بن لادن د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۱۴مه په یوه لیک کې د خپلو کوربنو مننه کړې او د هغوی پر اوږو پروت امنیتي مسولیت یې دروند بللی دی. په بل لیک کې چې د فبرورۍ په ۲مه نېټه لیکل شوی، هغه منلې چې کوربانه یې له موجود وضعیت ستړي شوي او د جلا کېدو غوښتنه لري.

راپور زیاتوي چې پلان دا و چې بن لادن به تر سپټمبر ۲۰۱۱ پورې بل ځای ته انتقال شي، خو دغه بهیر د امریکايي ځانګړو عملیاتو له امله تر سره نه شو.

سي‌اې‌ای ټینګار کړی چې هغه مهال امریکايي استخباراتي ادارې د دغه پلان په اړه معلومات نه لرل، او که عملیات ځنډېدلي وای، ښايي د پېښې پایلې بدلې شوې وای.

راپور دا هم څرګندوي چې بن لادن تر وروستیو شېبو پورې یوازې سمبولیک مشر نه و، بلکې د القاعده د ستراتیژۍ، عملیاتو او ارتباطي چارو په تنظیم کې یې فعاله ونډه لرله.

د امریکا د استخباراتي معلوماتو له مخې، د بن لادن د موندلو هڅې له ۲۰۰۱ کال وروسته پیل شوې، او په ۲۰۱۰ کال کې د یوه باور وړ استازي د تعقیب له لارې د ایبټ‌اباد هغه شکمن کور وموندل شو.

د سي‌اې‌ای په وینا، دغه کور لوړ دېوالونه، اغزي تارونه، دوه ګونې دروازې او د بهرني تماس نشتوالی درلود او کثافات به پکې سوځول کېدل، چې دا ټولې نښې د شک سبب شوې.

د راپور له مخې، امریکا د عملیاتو لپاره ځانګړی چمتووالی نیولی و او د یاد کور ماډل یې هم جوړ کړی و. دغه عملیات د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما له خوا د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۹مه منظور شول.

د مې په ۲مه شپه امریکايي ځانګړو ځواکونو له افغانستانه د پاکستان ایبټ‌اباد ته عملیات ترسره کړل. که څه هم یوه چورلکه لوېدلې وه، خو عملیات دوام وموند او بن لادن د کور په درېیم پوړ کې ووژل شو.

له ځایه ترلاسه شوي اسناد وروسته د القاعده د فعالیتونو، اړیکو او راتلونکو پلانونو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل. د بن لادن جسد وروسته د عربي سمندر په اوبو کې خاورو ته وسپارل شو.

سي‌اې‌ای ویلي چې د بن لادن وژل کېدل د القاعده پر ضد د امریکا په مبارزه کې یو مهم پړاو و او دا بریا د کلونو استخباراتي هڅو پایله وه.

شمالي کوریا د سایبري ګواښونو په اړه د امریکا ادعاوې «پروپاګند» وباله

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۱
شمالي کوریا د سایبري ګواښونو په اړه د امریکا ادعاوې «پروپاګند» وباله
100%

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پیونګ‌یانګ سایبري ګواښ رامنځته کوي او دا ادعاوې یې «جوړې شوې خبرې» بللي دي. دغه هېواد همداراز خبرداری ورکړی چې د خپلو ګټو د دفاع لپاره به په سایبري فضا کې لازم اقدامات ترسره کړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو (KCNA) په وینا، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې واشنګټن د «نه‌شتون لرونکي سایبري ګواښ» په اړه غلط معلومات خپروي، څو خپل اوږدمهاله دښمنانه سیاست ته توجیه پیدا کړي.

ویاند ویلي، دا ادعاوې «یوازې بې‌معنا تورونه دي چې هدف یې د هېواد د انځور بدنامول دي.» هغه زیاته کړې چې شمالي کوریا به د خپلو دولتي ګټو د دفاع او د خپلو وګړو د حقونو د خوندي کولو لپاره په سایبري فضا کې ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا چارواکو څو ځله شمالي کوریا د دولتي ملاتړ لرونکو سایبري فعالیتونو په ترسره کولو تورنه کړې، چې پکې د هک کولو عملیات، د کریپټو کرنسۍ غلا او د بهرنیو معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکو شبکې شاملې دي، څو د دغه هېواد د وسلو پروګرامونو لپاره عواید برابر کړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا خزانې وزارت په مارچ میاشت کې شپږ کسان او دوه ادارې د شمالي کوریا د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارکوونکو له شبکو سره د تړاو په تور تحریم کړي وو، چې د واشنګټن په وینا، د ناقانونه عوایدو په راټولولو کې یې رول درلود.

سپینه ماڼۍ: نېک سټوارټ به له امریکایي مزاکراتي ټیم سره یو ځای شي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱
سپینه ماڼۍ: نېک سټوارټ به له امریکایي مزاکراتي ټیم سره یو ځای شي
100%

امریکایي رسنیو د سپنې ماڼۍ له قوله راپور ورکړی، نېک سټوارټ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی دی او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د ایران په اړوند چارو کې کار کړی، اوس به له ایران سره د خبرو په بهیر کې برخه واخلي.

د سي‌بي‌ایس نیوز د راپور پر بنسټ، جرد کوشنر نوموړی د دې مذاکره کوونکي ټیم غړی کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه بیان کې ویلي، چې نیک سټوارټ یو تکړه او با تجربه پالیسي جوړوونکی دی او د ټیم لپاره مهم ارزښت لري. د هغې په وینا، اسټوارټ به د سټیو ویتکاف په مشرۍ له موجود ټیم سره مرسته وکړي.

راپورونه ښيي، چې د امریکا له لوري له ایران سره د احتمالي مذاکراتو په تړاو هڅې روانې دي او د نویو کسانو ورګډېدل د دې بهیر د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته
100%

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته. هغه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا امکان شته چې دا کار وشي.» نوموړي د ایران د سویلي بندرونو د محاصرې په اړه هم وویل: «دا یوه ډېره دوستانه محاصره ده.»

هغه د ایران له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وړاندې شوي ۱۴ماده‌ییز وړاندیز په اړه وویل، چې د دې وړاندیز عمومي ځواب ورته رسېدلی، خو د دقیق متن د ترلاسه کولو په تمه دی.

ټرمپ همداراز د جرمني څخه د شاوخوا پنځه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه وویل، چې امریکا تر دې هم ډېر پوځیان کموي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.

ملګري ملتونه: حکومتونه باید د رسنیو د ازادۍ ژمنې عملي کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: حکومتونه باید د رسنیو د ازادۍ ژمنې عملي کړي
100%

ملګرو ملتونو ویلي، پر خبریالانو بریدونه د بیان ازادۍ پر ضد بریدونه دي او حکومتونه باید د مطبوعاتو د ازادۍ د خوندیتوب ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو په وینا، د مې درېیمه هر کال د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او د باوري معلوماتي سرچینو اړتیا تر هر وخت ډېره شوې.


یاد سازمان ټینګار کړی، چې د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ د حکومتونو لپاره د ژمنو د درناوي یادونه او د رسنیو د مسلکيانو لپاره د اخلاقي معیارونو او ازادۍ پر مسایلو د غور فرصت برابروي. د ملګرو ملتونو له مخې، دا ورځ هغو رسنیو ته د ملاتړ پیغام هم دی چې د سانسور او محدودیتونو تر فشار لاندې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، ګواښ او زندان نه یوازې افراد زیانمنوي، بلکې ټولنه له مهمو معلوماتو بې‌برخې کوي. دې ادارې ټینګار کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب میکانیزمونه باید پیاوړي شي او چارواکي دې د رسنیو د خوندي کولو لپاره څرګند، عملي ګامونه واخلي.

سازمان همدارنګه زیاته کړې، چې د خبر د حق، شفافیت او حساب‌ورکولو بنسټ د ازادو رسنیو له لارې ټینګېږي او د معلوماتو د ازاد بهیر ساتنه د خلکو د اساسي حقونو برخه ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، د باوري معلوماتو خپرولو لپاره ازاد چاپیریال، حقوقي ساتنه او د سزا نه‌معافیت ختمول اړین دي.