• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الحق: پاکستان له سخت اقتصادي فشار او ناڅرګند حالت سره مخ دی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق ویلي، چې پاکستان دمګړی له سخت اقتصادي فشار، برېښنا نشتوالي او د بې‌باورۍ له حالت سره مخ دی. نوموړي ویلي، چې حکومت دې د شخصي ګټو پرځای د ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

سراج الحق د پاکستان اوسني اقتصاد وضعیت ته په اشاره پر خپل حکومت غږ کړی، چې په سملاسي ډول دې د عامه ستونزو حل، د بیو کنټرول او کاري فرصتونو رامنځته کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ویلي، چې تر څو ملي یووالی او رښتینې پالیسې نه وي، له روانو بحرانونو څخه د پاکستان وتل ناممکن دي.

سراج الحق ویلي، چې د پاکستان په اوسني وضعیت کې اړتیا ده، چې چارواکي له شخصي ګټو تېر شي او د ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

جمعیت علماء اسلام: د مدرسو پر قانوني بدلون به بلوچستان وتړو

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱
جمعیت علماء اسلام: د مدرسو پر قانوني بدلون به بلوچستان وتړو
100%

د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند د بلوچستان څانګې مشرانو خبرداری ورکړی، که حکومت د مدرسو د راجسټر قانون کې بدلون راولي او یا یې وتړي، نو دوی به پراخ احتجاجونه پیل کړي او د ایالت په کچه به بازارونه وتړي.

د جمعیت علما اسلام د بلوچستان څانګې مشر مولانا عبدالواسع او یو شمېر نورو ګوندي مشرانو د شنبې په ورځ په یوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وویل، په بلوچستان کې د دیني مدرسو تړل او پر هغوی فشارونه ورته د منلو نه دي.

دوی ټینګار وکړ چې «مدرسې زموږ سره کرښه ده» او حکومت له دې کرښې اوښتی دی. د هغوی په وینا، که حکومت د روانې میاشتې په پنځمه د ایالتي اسمبلۍ په غونډه کې د مدرسو د راجسټر قانون د بدلون موضوع وړاندې نکړي، نو جمعیت علما اسلام به «بلوچستان وتړي».

په همدې تړاو، د بلوچستان اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر او د یاد ګوند مخکښ یونس عزیز زېري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني پایلې به یې سختې وي، نوموړي زیاته کړه: «پراخ احتجاجونه به پیل کړو، بازارونه به وتړو او د ایالت په بېلابېلو سیمو کې به لاریونونه ترسره شي.»

زېري وویل، حکومت هڅه کوي مدرسې د ښوونځیو په څېر تر خپل کنټرول لاندې راولي او «د خپلې خوښې لپاره ترې استفاده وکړي.» د هغه په وینا، حکومت غواړي چې د مدرسو له منبرونو هم د خپلې خوښې پیغام خپور کړي.

د نوموړي په خبره، په بلوچستان کې شاوخوا ۲۶۰۰ مدرسې شته، چې له دې ډلې ۲۳۰۰یې راجسټر دي، خو د ده په وینا، حکومت تېره میاشت ځینې راجسټر شوې مدرسې هم تړلې دي.

هغه د حکومت هغه اعلان ته هم اشاره وکړه چې له مخې یې مدرسو ته د روان کال د اپرېل تر ۳۰مې پورې د راجسټر کېدو مهلت ورکړل شوی و. زېري وویل: «حکومت له ټاکلي مهاله مخکې، د اپرېل په ۲۰مه مدرسې وتړلې، چې دا د ناسم نیت څرګندونه کوي.»

زېري دا هم وویل چې د مدرسو اړوند قانون د پاکستان له ملي اسمبلۍ او سنا څخه تېر شوی او ډېری مدرسې د همدې قانون له مخې راجسټر دي، خو د بلوچستان حکومت غواړي دا بهیر د «بلوچستان خیریه راجسټر» قانون لاندې راولي.

هغه د حکومت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په مدرسو کې بهرني وګړي په ناقانونه ډول مېشت دي او زیاته یې کړه: «موږ چمتو یو هره مدرسه حکومت ته وښیو، څو پلټنه وکړي چې په کومه کې بهرنیان شتون لري.»

بلوچستان: پسنۍ پوځي عملیاتو کې څلور وسله وال او دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۱
بلوچستان:  پسنۍ پوځي عملیاتو کې څلور وسله وال او دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي
100%

د بلوچستان ایالت ګوادر ولسوالۍ اړوند پسنۍ سیمه کې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو د هدفي عملیاتو پر مهال دوه پاکستاني سرتېري او څلور وسله‌وال وژل شوي.

امنیتي سرچینې وايي، دغه عملیات د پټو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي، چې پکې د وسله‌والو یو مهم پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.

بلخوا، د بلوچستان ایالت دکۍ ولسوالۍ اړوند تلاو کچ سیمه کې تیره ورځ د ماین چاودنې له امله دوه پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا ، ټپیان شوي پولیس د سکرو لېږدوونکو لاریو د امنیت دنده پر غاړه لرله. ناپېژانده کسانو د امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره په سیمه کې ماین ځای پر ځای کړی و.
د پېښې پر مهال، دوه سرتیري چې عبدالرحمن او نواب خان نومېدل، پر موټرسایکل سپاره مخکې روان وو، چې موټرسایکل یې پر ماین وخوت، چې له امله یې دواړه ټپیان شول. چارواکي وايي د پېښې پلټنې يي پیل کړې دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د خوشي کیدو لپاره لاریونونه پیلوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د خوشي کیدو لپاره لاریونونه پیلوي
100%

د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د هغه متحدینو اعلان کړی چې د ګوند د بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره به په ټول هېواد کې د لاریونونو لړۍ پیل کړي.

دا اعلان په لاهور کې د ګوند د لوړپوړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې وشو.
په دې غونډه کې د پاکستان د اساسي قانون د ژغورنې غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي پر اوسني سیاسي نظام سختې نیوکې وکړې او د تحریک انصاف د ټاکنیزې نښې لرې کول یې بې‌ساری او ناعادلانه عمل وباله.
هغه خبرداری ورکړ چې د خلکو پر وړاندې د زور کارول تل بدې پایلې لري.

د تحریک انصاف ګوند عمومي سرمنشي سلمان اکرم راجا وویل چې د تحریک انصاف هویت له عمران خان سره تړلی دی او هغه له سیاسي ډګره نه شي ایستل کېدای.

تحریک انصاف په یوه جلا بیان کې د عمران خان نیول غیر قانوني او سیاسي بللي او ویلي یې دي چې دا کار د عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی.

د پاکستان ولسمشر : د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې لا هم سترې ننګونې شتون لري

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۱
د پاکستان ولسمشر : د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې لا هم سترې ننګونې شتون لري
100%

د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خپور کړي پيغام کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، چې اوس مهال د مطبوعاتو د ازادۍ پر وړاندې سترې ننګونې شتون لري.

هغه وويل، ناسم معلومات د عامه باور زوال رامنځته کوي. دروغجن معلومات ډیموکراتیک بحث تحریفوي. مصنوعي ځیرکتیا بې‌سارې هیلې وړاندیزوي، خو دا هم له پام وړ ګواښ سره مل ده. په ټوله نړۍ کې، خبریالان لاهم له ځورونې، حقوقي وېرولو، اقتصادي فشار او په خورا ډېرو قضیو کې له فزیکي خطر سره مخ دي.

زرداري زياته کړه، نن، ازاد مطبوعات له دولتي لوړو عناصرو څخه ډېر ګواښل کېږي، او په کې د ټېکنالوژۍ لویان او ستر کاروبار شامل دي. هغه وويل، پاکستان د یو دولت په توګه، د مطبوعاتو ازادۍ ته د اساسي قانوني تضمین او ډیموکراتیک ضرورت په توګه کلک ژمن پاتې کېږي.

ولسمشر زرداري وويل، ازاد، خپلواک او متنوع رسنۍ د یوه باوري ملت لپاره ګواښ نه دی، بلکې د هغه ثبوت دی. او د عامه باور، چې د ازادو مطبوعاتو تر ټولو ارزښتناکه شتمنۍ ده، باید وګټل شي، وساتل شي او هېڅکله د ځان حق ونه ګڼل شي.

هغه له فدرالي او ایالتي حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو لپاره توانمنوونکي قوانین او خوندي چاپېریال یقیني کړي.

پاکستان د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې رد او «یو اړخیزې» بللي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
پاکستان د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې رد او «یو اړخیزې» بللي
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړی استازي ریچارډ لېنډسي، وروستۍ څرګندونې رد کړې او دا یې «یو اړخیزې» او د ډیورنډ کرښې د ستونزو د ژور درک پرته بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د شنبې په ورځ (غویي ۱۲مه) په یوه بیان کې ویلي، چې دوی د بریتانیا د استازي هغه څرګندونې لیدلي چې د پاکستان او افغانستان د سرحدي وضعیت په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

اندرابي ویلي، سره له دې چې پاکستان له طالبان سره د لنډمهاله درز د کمولو لپاره ښه نیت ښودلی، خو د افغانستان له خاورې څخه د وسله‌والو نفوذ او سرحدي بریدونه لا هم دوام لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د همدې بریدونو له امله ۵۲ملکي وګړي وژل شوي او ۸۴نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، ریچارډ لېنډسي تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې د لیدنو پر مهال د تاوتریخوالي کمولو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

نوموړي ویلي وو چې د دې کړکېچ لپاره هېڅ پوځي حل دوامدار نه دی او باید دواړه لوري د خبرو له لارې حل ته ورسېږي. هغه همداراز د لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې بندیزونه کولی شي میلیونونه ښځې او ماشومان له اساسي خدماتو بې‌برخې کړي.

د پاکستان ویاند بیا ویلي، چې هېواد یې د زغم سره سره د بریدونو پر وړاندې «اغېزمن ځواب» ورکړی او د طالبانو پر پوستو او هغه څه چې «ترهګریزې زیرمې» بلل کېږي، هدفمند بریدونه کړي دي.

هغه د طالبانو هغه ادعاوې چې په پاکستاني بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې «له مستندو شواهدو بې‌برخې» بللې ده.

اندرابي په پای کې ویلي، چې د ترهګرۍ د ریښو له یادولو پرته داسې څرګندونې د سیمې د وضعیت متوازن انځور نه وړاندې کوي او له بریتانیا یې غوښتي چې د پاکستان دریځ او د ترهګرۍ پر ضد هڅې په پام کې ونیسي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترېنګلې شوې دي او لا هم د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره روښانه حل نه دی موندل شوی.