طالبان وایي په لوګر کې یې دوه ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي چې په لوګر ولایت کې یې دوه هغه ښځې ژغورلې دي چې د کورنیو له لوري د واده له حقه بې برخې شوې وې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي چې په لوګر ولایت کې یې دوه هغه ښځې ژغورلې دي چې د کورنیو له لوري د واده له حقه بې برخې شوې وې.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو له امله د واده له حق محرومې پاتې شوې وې.
دوی ادعا کړې چې د دغې ډلې محتسبینو نوموړې میرمنې له دغې ستونزې ژغورلي او له خپل حق یې برخمنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی. د دوی د واکمنۍ پر مهال د ښځو چارو وزارت لغوه شوی او پر ځای یې د امر بالمعروف وزارت فعالیت کوي، چې د ښځو پر کار، زدهکړو او ازاد تګ راتګ یې محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې یې د راستنو شوو کډوالو ۵۳۰ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نمرې پرون د شنبې ورځ د طالبانو د کور او ښار جوړولووزیر نجیب الله حیات حقاني له لوري ویشل شوې دي.
وزارت زیاتوي چې دغه بهیر د منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول ښودل شوي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په خانکي ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو وېش تېره چهارشنبه د ۳۳۵ کورنیو باندې پیل شوی دی. یوه ورځ وروسته۴۹۸ کورنیو ته او د جمعې په ورځ ۴۱۳ کورنیو ته نمرې ورکړل شوې دي.
طالبان وایي د شنبې د ورځې د وېش په ګډون، تر اوسه ټول ۱۷۶۷ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغان خبریالان له ستونزو سره سره خپل مهم مسوولیت ته دوام ورکوي او د خلکو اندېښنې او غوښتنې نړۍ ته رسوي.
ریچارډ لینډسي په خپل ایکس حساب کې لیکلي، د بیان ازادي بنسټیز ارزښت لري او باید پیاوړې وساتل شي.
نوموړي زیاته کړې: «تېره اوونۍ مې له یو شمېر افغان خبریالانو سره ولیدل چې په سختو شرایطو کې خپل حیاتي کار ته دوام ورکوي، د افغانانو اندېښنې او ګټې راڅرګندوي او هغو کسانو ته غږ ورکوي چې تر ټولو ډېر ورته اړتیا لري.»
د بریتانیا ځانګړي استازي دغه څرګندونې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت کړي او د بیان ازادۍ پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې ۱۲ نوې پراختیايي پروژې تصویب شوې دي، چې ډېری یې د برېښنا د تولید او لېږد له سکټور سره تړاو لري.
د یادې ادارې له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په تصویب شویو پروژو کې د پکتیکا ولایت د وارداتي برېښنا پروژه، له غزني څخه د ډبل سرکټ برېښنا لېږد پروژه، او د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د «نورالجهاد» برېښنا د لېږد پروژه شاملې دي.
همداراز، د هلمند ولایت د ګرشك ولسوالۍ د سیدان کلي د برېښنا لېږد پروژه، د کندهار له ختیځ څخه تر ترینکوټ پورې، او د کجکي بند څخه تر ترینکوټ نړیوال سبسټیشن پورې د برېښنا لېږد پروژې هم تایید شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ کې د برېښنا او اوبو دوه پروژې، د العزم قول اردو ته د برېښنا لېږد پروژه، او د سرپل ولایت یو شمېر کلیو ته د برېښنا رسولو پروژه هم د تصویب شویو پروژو په ډله کې شاملې دي.
په همدې لړ کې، د کندهار د ۳۵۰ بستریز روغتون د ظرفیت لوړولو پروژه، په نیمروز کې د جامع جومات جوړول، او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه هم د اقتصادي کمیسیون لهخوا تایید شوې دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۶ تنه د غلا، قتل، قماربازۍ او جعلي پیسو د کارونې په تړاو نیولي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د بغلان، جوزجان، ننګرهار، پکتیکا، خوست، دایکندي، غزني او کابل ولایتونو په بېلابېلو قضیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، په بغلان ولایت کې ۸ تنه د قماربازۍ په تور نیول شوي، په جوزجان کې ۴ تنه د قتل په تړاو، او په ننګرهار کې ۴ تنه د غلا په قضیه کې نیول شوي دي.
همداراز، دوه تنه په پکتیکا ولایت کې د یو موټرسایکل د غلا، او دوه نور په خوست ولایت کې د یوې ریکشا د غلا په تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، یو تن په دایکندي ولایت کې د جعلي پیسو د کارونې په تړاو نیول شوی او یو بل کس په غزني ولایت کې د غلا په قضیه کې د پولیسو لاس ته لوېدلی دی.
په ورته مهال، د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ د لسمې امنیتي حوزې چارواکي وایي، پنځه تنه د قتل په یوه جلا قضیه کې نیول شوي دي. د دوی په وینا، یاد کسان د کشفي عملیاتو پر مهال له یوه میل تومانچې سره نیول شوي او پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د بدخشان – تخار لویه لار د سختو سېلابونو د راوتلو له امله په شاوخوا ۱۵ بېلابېلو نقطو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. دغه وزارت وايي، د ژغورنې او پاککارۍ عملیاتي ټیمونه به ژر لاره خلاصه کړي.
د ټولګټو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سېلابونو له امله د بدخشان – تخار لویه لار په ګڼو برخو کې تخریب شوې او د موټرو تګ راتګ پرې بشپړ بند شوی دی.
وزارت زیاتوي، چې د دوی عملیاتي ټیمونه په زیانمنو سیمو کې حضور لري او د پاککارۍ او ترمیم چارې په چټکۍ سره جریان لري، څو لاره ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شي.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوي، چې تر هغې پورې چې لار په بشپړ ډول د تګ راتګ لپاره خلاصه شوې نه وي، له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د اړوندو مسولینو لارښوونې مراعت کړي.