• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: نېک سټوارټ به له امریکایي مزاکراتي ټیم سره یو ځای شي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

امریکایي رسنیو د سپنې ماڼۍ له قوله راپور ورکړی، نېک سټوارټ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی دی او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د ایران په اړوند چارو کې کار کړی، اوس به له ایران سره د خبرو په بهیر کې برخه واخلي.

د سي‌بي‌ایس نیوز د راپور پر بنسټ، جرد کوشنر نوموړی د دې مذاکره کوونکي ټیم غړی کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه بیان کې ویلي، چې نیک سټوارټ یو تکړه او با تجربه پالیسي جوړوونکی دی او د ټیم لپاره مهم ارزښت لري. د هغې په وینا، اسټوارټ به د سټیو ویتکاف په مشرۍ له موجود ټیم سره مرسته وکړي.

راپورونه ښيي، چې د امریکا له لوري له ایران سره د احتمالي مذاکراتو په تړاو هڅې روانې دي او د نویو کسانو ورګډېدل د دې بهیر د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د بریدونو د بیا پیل احتمال شته
100%

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته. هغه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا امکان شته چې دا کار وشي.» نوموړي د ایران د سویلي بندرونو د محاصرې په اړه هم وویل: «دا یوه ډېره دوستانه محاصره ده.»

هغه د ایران له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وړاندې شوي ۱۴ماده‌ییز وړاندیز په اړه وویل، چې د دې وړاندیز عمومي ځواب ورته رسېدلی، خو د دقیق متن د ترلاسه کولو په تمه دی.

ټرمپ همداراز د جرمني څخه د شاوخوا پنځه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه وویل، چې امریکا تر دې هم ډېر پوځیان کموي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.

ملګري ملتونه: حکومتونه باید د رسنیو د ازادۍ ژمنې عملي کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: حکومتونه باید د رسنیو د ازادۍ ژمنې عملي کړي
100%

ملګرو ملتونو ویلي، پر خبریالانو بریدونه د بیان ازادۍ پر ضد بریدونه دي او حکومتونه باید د مطبوعاتو د ازادۍ د خوندیتوب ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو په وینا، د مې درېیمه هر کال د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او د باوري معلوماتي سرچینو اړتیا تر هر وخت ډېره شوې.


یاد سازمان ټینګار کړی، چې د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ د حکومتونو لپاره د ژمنو د درناوي یادونه او د رسنیو د مسلکيانو لپاره د اخلاقي معیارونو او ازادۍ پر مسایلو د غور فرصت برابروي. د ملګرو ملتونو له مخې، دا ورځ هغو رسنیو ته د ملاتړ پیغام هم دی چې د سانسور او محدودیتونو تر فشار لاندې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، ګواښ او زندان نه یوازې افراد زیانمنوي، بلکې ټولنه له مهمو معلوماتو بې‌برخې کوي. دې ادارې ټینګار کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب میکانیزمونه باید پیاوړي شي او چارواکي دې د رسنیو د خوندي کولو لپاره څرګند، عملي ګامونه واخلي.

سازمان همدارنګه زیاته کړې، چې د خبر د حق، شفافیت او حساب‌ورکولو بنسټ د ازادو رسنیو له لارې ټینګېږي او د معلوماتو د ازاد بهیر ساتنه د خلکو د اساسي حقونو برخه ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، د باوري معلوماتو خپرولو لپاره ازاد چاپیریال، حقوقي ساتنه او د سزا نه‌معافیت ختمول اړین دي.

د امریکا کانګرس د جرمني څخه د ۵ زره سرتېرو د ایستلو پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱
د امریکا کانګرس د جرمني څخه د ۵ زره سرتېرو د ایستلو پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې
100%

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس دوه لوړپوړو جمهوري‌پالو غړو د پنتاګون هغه پرېکړه چې له مخې یې شاوخوا ۵زره امریکايي سرتېري له جرمني څخه ایستل کېږي، تر نیوکې لاندې راوستې ده.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، سناتور راجر ویکر، چې د سنا د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې مشر دی، او د استازو جرګې د همدې کمېټې مشر مایک راجرز ویلي، چې دا اقدام کولای شي د ولادیمیر پوتین په لور «ناسم پیغام» ولېږي او د اروپا-امریکا امنیت کمزوری کړي.

دوی استدلال کړی، چې د ناټو له لوري د غړو هېوادونو د دفاعي ظرفیتونو له پیاوړتیا مخکې د امریکايي ځواکونو کمول، د جګړې د کمولو ځواک ته زیان رسولی شي او روسیې ته غلط پیغام ورکوي.

د کانګرس دغو غړو همداراز ویلي، چې اروپايي متحدین هڅه کوي د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو شاوخوا ۵سلنه د دفاعي لګښتونو لپاره ځانګړې کړي، خو دا چې دغه بودیجه په واقعي نظامي وړتیا بدله شي، وخت ته اړتیا لري.

دوی د جرمني ستاینه هم کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د غوښتنو وروسته یې د دفاعي لګښتونو زیاتوالی منلی او د ناټو په عملیاتو کې یې د امریکايي ځواکونو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دا بحث په داسې حال کې راپورته شوی، چې د امریکا او اروپايي متحدینو ترمنځ د امنیتي همکارۍ او د ناټو د راتلونکي رول په اړه بحثونه لا هم روان دي.

غلام حسین محسیني اژه یي: که عزت مو وګواښل شي جګړې ته چمتو یو

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱
غلام حسین محسیني اژه یي: که عزت مو وګواښل شي جګړې ته چمتو یو
100%

د ایران د قضاییه قوې مشر، غلام حسین محسیني اژه یي ویلي، چې هېواد یې جګړه نه غواړي، خو که عزت یې وګواښل شي، جګړې ته به لاس واچوي.

اژه‌یي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «موږ د جګړې دوام نه غواړو، خو له جګړې ویره هم نه لرو، او که زموږ عزت وګواښل شي، د هغه لپاره به وجنګېږو.»

له دې وړاندې، د خاتم‌الانبیا د مرکزي قرارګاه د تفتیش مرستیال، محمد جعفر اسدي هم ویلي وو چې نښې ښيي متحده ایالات خپلو ژمنو ته ژمن نه دی او د بیا شخړې احتمال شته.

د نوموړي په وینا، وروستي وضعیتونه ښيي چې سیمه کې کړکېچ لا هم پای ته نه دی رسېدلی او د نوي تاوتریخوالي امکان موجود دی.

طالبان او ایراني چارواکي د بندیانو د لېږد د نوي پړاو پیل کېدو په اړه غږېدلي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
طالبان او ایراني چارواکي د بندیانو د لېږد د نوي پړاو پیل کېدو په اړه غږېدلي
100%

په تهران کې د طالبانو د سفارت سرپرست مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال عسکر جلالیان سره لیدنه کړې ده. خبرپاڼه وایي، دې لیدنه کې د عدلي او قضايي همکاریو د پراخېدو او د افغان بندیانو د لېږد د بهیر د نوي پړاو پر پیل خبرې شوې دي.

د طالبانو سفارت او وزارت استازو ویلي، چې دواړو لورو د عدلي او قضايي چارو په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا پر عملي لارو هوکړه کړې ده. همداراز، په خبرو کې د هغو حقوقي میکانیزمونو یادونه شوې چې د زندانیانو د اسنادو ارزونې او منظم لېږد بهیر ته زمینه برابروي.

د غونډې په اجنډا کې د دوسیو شریکول، د محاکمو د فیصلو د پېژندنې ترتیبات او د استرداد اړوند حقوقي همغږۍ یادې شوې دي. دواړو خواوو ټینګار کړی چې د افغان بندیانو د انتقال پروسه باید په منظم مهال‌وېش، شفاف تعقیب او د کنسولي ملاتړ تر چتر لاندې پر مخ ولاړه شي.

چارواکو همداراز زیاته کړې، چې د عدلي همکارۍ د اسنادو تخنیکي ټیمونه به د تماس په دوام کې پاتې شي څو د پلي کولو جزئیات تنظیم کړي. د بحثونو بل محور د انساني حقونو مراعات او د بندیانو د کورنیو له خبرولو سره تړلي اجرایي ترتیبات بلل شوي دي.