فیروز کندوزی: له تېرو پنځو کلونو راهیسې د موسیقۍ هیڅ پروګرام ته نه یم تللی
مشهور سیمهییز سندرغاړی فیروز کندوزي وايي، طالبانو نه دی نیولی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېږي او هېڅ هنري فعالیت نه کوي.
نوموړي ویلي، چې هنرمندان مظلومه طبقه ده.
خو کندوزي د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره خپلو مینهوالو ته ډاډ ورکړی چې طالبانو نه دی نیولی.
نوموړي ویلي، چې د ده د نیولو خبر حقیقت نه لري او له خپلې کورنۍ سره ارام ژوند کوي.
کندوزي زیاته کړې، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې هېڅ ډول هنري فعالیت نه کوي.
هغه وايي، «له هنرمندانو سره څوک کار نه لري، هنرمندان مظلومان دي. زه نه کوم واده ته تللی یم، نه کوم پروګرام ته تللی یم او نه هم ځم. ناحقه څوک نه نیول کېږي، زه جوړ او روغ یم».
که څه هم فیروز کندوزی په خپل خصوصي کاروبار بوخت دی او له هنري فعالیت پرته خپل ازاد ژوند کوي، خو ګڼ شمېر نور سیمهییز هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ګڼ نور له هېواد وتلو ته اړ شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول تاج الدین اويوال د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې د موسسو او د طالبانو تر منځ د ګډ کار په پايله کې تر اوسه ۴۵ زره تنو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن یکشنبه، د غويي پر ۱۲مه وویل، چې ددې ډلې رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول تاج الدین اويوال او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د تاج الدین اویوال له قوله ویل شوي، چې ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړي ډول يونيسف له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او هڅه کوي راستنېدونکو کډوالو ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي.