• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په باجوړ کې په دوو جلا پېښو کې يو ټولنيز فعال او يو بل کس وژل شوی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې، نن د یکشنبې په ورځ(غویي ۱۳مه) په دوو جلا پېښو کې يو ټولنيز فعال او بل ځايي اوسېدونکی وژل شوي دي.

د باجوړ ولسوالۍ ځایي پوليسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دواړه پېښې تاييد کړې.

د پوليسو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د سالارزۍ تحصیل د کوهي په سیمه کې رامنځته شوه، نامعلومو وسله والو په ټولنیز فعال ملک ضیاءالرحمن باندې د کور سره نږدې ډزې کړي، هغه ټپي شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړی ده.

د ځايي خلکو په وينا، د ملک ضیاءالرحمن پلار، ملک فتح خان، هم څو کاله وړاندې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی و.

په باجوړ کې بله پېښه د برنګ تحصیل په اصيل ترغاو سیمه کې رامنځته شوې، سید دور خان نومې تن په چاودنه کې وژل شوی دی.

د سرچينو په وینا، داعش ډلې د دواړو پېښو پړه منلې ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د ملک سیف الله خان وژنې د شمالي وزیرستان درپه خېل قبیله د پاکستاني طالبانو خلاف را پارولې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
د ملک سیف الله خان وژنې د شمالي وزیرستان درپه خېل قبیله د پاکستاني طالبانو خلاف را پارولې
100%

په شمالي وزیرستان کې د می پر لومړۍ د یوه قومي مشر او د داوړو د درپه خېل قبیلې د قومي څلوېښتي مخکیني مشر ملک سیف الرحمن له وژل کېدو وروسته یاده قبیله د پاکستاني طالبانو خلاف پر یو کېدو غور کوي. محلي سرچینو ادعا کړې، چې نوموړی د حافظ ګل بهادر ډلې د صادق نور جنګیالیو وژلی.

په شمالي وزیرستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، ملک سیف‌الله خان، چې د درپه خېل قوم اغېزناک مشر و، د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند د صادق نور د یوه وسله‌وال اباسین همزوني په ډزو کې وژل شوی او دې مسالې د یادې ډلې خلاف د درپه خېل قبیلې غوسه را پارولې ده.

وړمه ورځ د ملک سیف الله خان تر وژل کېدو وروسته، د درپه خېل قبیلې غړو سخت غبرګون وښود او د میرانشاه اړوند ندیم کوټکي سیمه کې د قبیلې اړوندو کسانو او وسله‌والو ترمنځ نښتې وشوې.

په دغو نښتو کې څلور وسله‌وال وژل شوي، چې یو تن د مولوي صادق نور د ډلې اړوند جنګیالی ګڼل کیږي.

د سرچینو په وینا، ملک سیف‌الله خان د یوې داسې کورنۍ غړی و چې په داوړ، په ځانګړي ډول درپه خېل قوم کې پراخ نفوذ لري.

د دې کورنۍ مشر عبدالجبار (جباري) و، چې په جرمن مشهور و او کورنۍ یې په سیمه کې د خپل ځواک او پخوانیو دښمنیو له امله پېژندل کېږي. دغې کورنۍ په سیمه‌ییزو شخړو او د اربکیو په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی.

په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستاني حکومت سره د دې کورنۍ اړیکې هغه مهال خرابې شوې ، چې ملک سیف‌الله خان د افغانستان له استخباراتي ادارو سره د اړیکو په تور ونیول شو او شاوخوا لس میاشتې بندي و.

له خوشې کېدو وروسته سیفول د درپه خېل قبیلې د قومي څلوېښتي مشري پر غاړه واخیسته.

د درپه خېل قبیلې د څلوېښتي مشري په تاریخي لحاظ د جرمن کورنۍ کوي او له همدې امله د ټي ټي پي خلاف د قبیلې په راټولولو کې اغیزناکه ګڼل کیږي.

د ملک سیف الرحمن له کورنۍ سره نږدې یوې سرچینې وویل، چې دوی د خپل وژل شوی مشر د فاتحې له مراسمو وروسته د طالبانو پر وړاندې د قومي پرېکړې او یو کېدو په لټه کې دي.

ملک سیف الرحمن له دې وړاندې په خپله سیمه کې د وسله والو طالبانو پر فعالیت اندېښنه ښودلې وه.

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ دا پېښه غندلې ده او پر امنیتي ځواکونو یې د سیمې او قومي مشرانو د امنیت نه ټینګولو له امله نیوکې کړې دي.

تحریک طالبان پاکستان د پېښې په اړه په خپل غبرګون کې ویلي چې دا پېښه « خواشینوونکې» ده او ادعا یې کړې چې ځینې کسان د حکومتي ځواکونو په لمسون د دوی پر ضد راپورته شوي دي. ډلې له قبایلي مشرانو غوښتي چې له احساساتي غبرګونونو ډډه وکړي او خپلې ستونزې د جرګې له لارې حل کړي.

ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ویلي، «ځینې لنډ‌فکري کسان د شخصي او محدودو ګټو لپاره د قومي مشرۍ ترلاسه کولو او سیاسي مقام لاسته راوړلو په موخه د امن کمیټو په نوم د دوی پر ضد ډلې جوړوي».د ټي ټي پي په وینا، دغه کسان د خپلو شخصي موخو لپاره د ټولې ټولنې راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو ډلې، چې محلي خلک یې ددې پېښې مسووله ګڼي، تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

سهيل اپريدی: د پوځ په اندازه واک راکړئ په ۱۰۰ ورځو کې به امن راوړم

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
سهيل اپريدی: د پوځ په اندازه واک راکړئ په ۱۰۰ ورځو کې به امن راوړم
100%

د پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي، د شنبې په ورځ پېښور کې یوې قبايلي جرګې ته په وينا کې ویلي، دا جرګه د پوځي عملياتو او ډرون بريدونو پرضد رابلل شوې،په ډرون بریدونو او پوځي عملياتو کې بې ګناه خلک، ځوانان او ښځې وژل کيږي. هغه وویل، د پوځ په اندازه واک راکړئ په ۱۰۰ورځو کې امن راوړم.

هغه وويل، «د۲۳ کالو راهسې پرله پسې نږدې ۲۳ غټ پوځي عمليات شوې او د ۱۴زره استخباراتي عمليات شوي، تراوسه امن نه راځي، او دا کوم واک چې د پوځ او جنرالانو سره دی، دغه واک دې ماته د ۱۰۰ ورځو لپاره راکړي که امن مې رانه وړ، قبايل به نه يم».

سهيل اپريدي د پوځ د نوم اخیستلو پرته وويل، «دوی نه غواړي چې امن راولي، ځکه چې دا خو ډالري جګړه ده، د دوی جېبونه پکې ډکيږي، دوی به ولې امن راولي؟، چې امن شو د دوی کار به ختم شي، خو مونږ به یې راولو».

هغه وويل، دوی به د پاکستان د ايين لاندې د سولې لپاره پرامنه مبارزه کوي.

هغه زياته کړه، چې قبايلي سيمې په خيبرپښتونخوا کې ورګډول کېدې، هغه وخت چې د فنډونو کومې ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره کړل شوې، او قبايلي ولسوالۍ په انتظامې توګه خيبرپښتونخوا کې ورګډې کړل شوې خو په مالي توګه نه دې ګډې شوي، کومې ۵۶۰اربه روپۍ چې به مونږ ته د کال په سر ترلاسه کېدې، هغه هم نه دي راکړل شوي.

هغه بيا د پاکستان پوځ ته په اشارې کولو سره وويل، «د چا د وجې چې په دې سيمه کې ناامني ده، د جرګې په پرېکړه به يو ځل بيا د دوی سره مذاکرات وکړو او که هغه جرګه کاميابه نه شوه، بيا به په اسلام اباد کې پرلت وهو». هغه وويل د مرکزي حکومت سره به هم خبره کوو.

هغه وويل، «په چيک پوستو باندې ولاړو بدماشانو پوځيانو په کلکه غندنه کوم چې د قبايلي مشرانو سره یې کومه ناسمه رويه کړې ده». هغه وويل، د پوځ د همدغې رويې له امله خلک د دوی څخه کرکه کوي، «ځکه بلوچستان کې خلک غرونو ته ختلي، ځکه نن په پاکستان کې امن نه راځي او خلک بغاوت کوي».

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت دغه هېواد کورنۍ جګړې ته ورټېل وهي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښت او د پاکستان ناسمو پالیسیو ته په اشاره ویلي، چې حکومت په لوی لاس دغه هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي.

نوموړي نن د شنبې په ورځ، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د ناسمو پالیسو له امله له افغانستان سره سوداګرې په ټپه درېدلي او د خلکو معیشت خراب شوی دی.

محمودخان زیاته کړې:«له هند سره دې درې ځله جګړه وکړه، خو پر پوله له هند سره سوداګرې روانه ده. خو د پښتونو او بلوڅانو په سیمه کې له افغانستان سره سوداګرې بنده ده. که ته خلک ځان ساتلو، ګوندونو جوړولو ته نه پریږدي، نو ته خپله دا هېواد په کورنۍ جګړه اخته کوي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او په کلکه به د احتمالي کورنۍ جګړې مخنیوی وکړي.

همدارنګه محمود خان اڅګزي د پښتو په سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو او له ملکي وګړو سره د پوځ پر چلند هم سختې نیوکي کړې دي.

خیبر پښتونخوا کې د وسله والو بریدونو له امله اته کسان وژل شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱
خیبر پښتونخوا کې د وسله والو بریدونو له امله اته کسان وژل شوي
100%

خیبرپښتونخوا کې د ناامنیو او وسله‌والو بریدونو په تازه پېښو کې شمالي وزیرستان او باجوړ سیمو کې د ۵وسله والو په ګډون ۸تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د شمالي وزیرستان درپه خېل سیمه کې د وسله‌والو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې ۵ وسله وال او درې ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

د بنو د پولیسو مشر سجاد خان ویلي چې دا نښته د درپه خېل شهزاده کوټ په سیمه کې د ځایي خلکو او وسله‌والو ترمنځ شوې ده. د هغه په وینا، د ځایي خلکو په ځوابي برید کې ۵ وسله وال وژل شوي، خو وسله‌والو بیا پر ملکيانو ډزې کړې چې له امله یې ۳ عام وګړي وژل شوي دي.

نوموړی وایي، ټول ټپیان د میرانشاه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د همدې ایالت په باجوړ سیمه کې هم وسله‌والو د کرېکټ پر میدان برید کړی، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې ټپیان هغه کسان وو چې په میدان کې یې لوبه کوله.

خیبر پښتونخوا کې تازه د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱
خیبر پښتونخوا کې تازه د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي
100%

د پاکستان د ګوزڼ د له‌منځه وړلو پروګرام اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د دې ناروغۍ ټولې پېښې درې ته لوړې شوې دي.

د یاد پروګرام د معلوماتو له مخې، دغه نوې پېښې د پاکستان د ملي بېړني عملیاتو مرکز له تایید وروسته اعلان شوې دي.

چارواکي وایي، دواړه پېښې د «ځنګلي پولیو ویروس» پورې تړاو لري او د ګوزڼ د څارنې شبکې له‌خوا راپور شوې دي.

د ګوزڼ ضد مبارزې مسوولان خبرداری ورکوي چې په یادو سیمو کې د واکسین ټیمونو ته محدود لاسرسی د ویروس د خپرېدو لامل شوی او د ماشومانو روغتیا ته یې جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د شمېرو له مخې، د روان کال لومړۍ پېښه د سند ایالت په سجاول کې ثبت شوې وه، او اوس په خیبر پښتونخوا کې د دوو نویو پېښو له ثبتېدو سره، د مثبتو پېښو شمېر درې ته رسېدلی دی.

پاکستان او افغانستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ویروس پکې له منځه نه دی تللی. د روغتیا نړیوال سازمان له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر پاکستان د ګوزڼ له امله د سفر محدودیتونه لګولي او له نړیوالو مسافرو د واکسین سند غوښتنه کوي.