شمالي کوریا د سایبري ګواښونو په اړه د امریکا ادعاوې «پروپاګند» وباله

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پیونګیانګ سایبري ګواښ رامنځته کوي او دا ادعاوې یې «جوړې شوې خبرې» بللي دي. دغه هېواد همداراز خبرداری ورکړی چې د خپلو ګټو د دفاع لپاره به په سایبري فضا کې لازم اقدامات ترسره کړي.
