د امریکا د خزانې وزیر: ایران نور د خپلو سرتېرو د معاشونو ورکولو توان نه لري

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، چې د ایران حکومت نور د دې توان نه لري چې د خپلو سرتېرو معاشونه پر وخت ورکړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، چې د ایران حکومت نور د دې توان نه لري چې د خپلو سرتېرو معاشونه پر وخت ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي. بسنټ ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت اقتصادي وضعیت تر سخت فشار لاندې دی او د امریکا بندیزونو پر دغه هېواد ژور اغېز کړی دی.
هغه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په اړه ویلي: «سپاه یوه فاسده اداره ده او کلونه کېږي چې د ایران له خلکو یې غلا کړې ده.»
د امریکا د خزانې وزیر زیاته کړه چې د ایران حکومت په بهر کې شتمنۍ لري او امریکا یې د موندلو او کنګل کولو هڅې ګړندۍ کړې دي. د هغه په وینا، دغه شتمنۍ به د ایران د خلکو په ګټه وساتل شي.
بسنټ د «سنډي مارننګ فیوچرز» په نوم پروګرام کې وویل: «موږ په تېرو ۱۲میاشتو کې لکه د ماراتون منډه وهلې، خو اوس د پای کرښې ته نږدې شوي یو. موږ دا رژیم تر سخت اقتصادي فشار لاندې راوستی دی، تر دې چې نور د خپلو سرتېرو معاشونه هم نه شي ورکولای.»
هغه ټینګار وکړ چې د امریکا د حکومت ټولې ادارې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشار په پلي کولو کې ښکېل دي او هر هغه چا باندې به فشار زیات شي چې هڅه وکړي د سپاه لپاره ایران ته پیسې ولېږدوي.
امریکا په وروستیو کلونو کې پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، چې موخه یې د دغه هېواد د پوځي او سیمهییزو فعالیتونو محدودول بلل کېږي. واشنګټن وایي چې دا بندیزونه به تر هغه دوام وکړي څو ایران خپلې تګلارې بدلې نه کړي.