پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بېپیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ټولټال ۲۴۶ د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه شنډ کړي دي. د دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پرېس پاکستان، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې له دې بریدونو څخه ۲۱۵یوازې د بنو په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.
