• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

نظرمحمد مطمین: په کابل کې غلاوې زیاتې شوې دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د المپیک ملي کمېټې او سپورټ پخوانی رییس نظر محمد مطمین په خپل اېکس کې لیکلي، چې په کابل کې غلاوې زیاتې شوې دي. نوموړی ویلي، چې په یوه اونۍ کې د کابل په دارالامان سیمه کې یوازې په یوه کوڅه کې له درې کورونو څخه غلاوې شوې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د وسله‌والو غلاوو په اړه شکایتونه کړي.

دوی وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې د موبایلونو، نغدو پیسو، موټرو او د کورونو د لوټلو پېښو له سختې وېرې سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي چې په هېواد کې وسلو ته یوازې طالب جنګیالي لاسرسی لري او ډېری غله د طالبانو په جامو او ظاهري بڼه کې دا چارې کوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

د غازي‌اباد سړک رغنیزې چارې د درغلیو او بودیجې د نشتوالي له امله درېدلې دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱
د غازي‌اباد سړک رغنیزې چارې د درغلیو او بودیجې د نشتوالي له امله درېدلې دي
100%

د کونړ ولایت د اسمار او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د غازي‌اباد سړک د رغنیزو چارو درېدو د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي. ځايي خلک ادعا کوي چې دغه پروژه له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د قراردادیانو د درغلیو او د بودیجې د نشتوالي له امله په ټپه ولاړه ده.

ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، د دغه سړک چارې چې شاوخوا اته میاشتې وړاندې پیل شوې وې، اوسمهال له جدي ځنډ سره مخ دي. د دوی په وینا، په پروژه کې له پیل راهیسې د شفافیت او کیفیت په اړه شکایتونه موجود وو او قراردادیان په غلا او درغلیو تورنوي.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، د دغه ۱۴،۴ کیلومتره اوږد او ۱۴ متره پلن سړک رغنیزې چارې د شاوخوا ۴۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوی و.

ځايي اوسېدونکي زیاتوي، چې د کار له پیله دوه میاشتې وروسته، د سړک پلنوالی له ۱۴ مترو څخه ۱۲ مترو ته راکم شو، چې د دغه بدلون علت تر اوسه روښانه نه دی او د سړک رغنیزې چارې په ټپه ولاړې دي.

د سیمې خلک پر طالب چارواکو غږ کوي چې د پروژې د درېدو علتونه وڅېړي او د پاتې کارونو د بیا پیل لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د کونړ د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د کندوز اوسېدونکي: د درملو نشتوالي د زېږون خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
د کندوز اوسېدونکي: د درملو نشتوالي د زېږون خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي
100%

د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونه د درملو له جدي کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د زېږون خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، ان د زېږون پر مهال میندې اړینو روغتیایي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

د کندوز اوسېدونکو ویلي، چې په دغه ولایت کې «هېڅ درمل» نشته او د ډېری کلینیکونو د درملو زېرمې شاوخوا شپږ یا اووه میاشتې وړاندې پای ته رسېدلې دي. د دوی په خبره، له کله څخه چې د مرستندویه موسسو مرستې بندې شوې دي، په کلینیکونو کې نه یوازې درمل نشته، بلکې کافي روغتیایي تجهیزات هم نه تر سترګو کېږي.

د دغه ولایت اوسېدونکي ادعا کوي چې روغتیایي مسوولین له دغه وضعیت څخه خبر دي، خو لا هم په دولتي روغتونونو او کلینیکونو کې د زېږون پر مهال اړین خدمات نه وړاندې کېږي.

ځینو سرچینو دا اندېښنه هم ښودلې چې یو شمېر ناروغې ښځې د درملو او امکاناتو د نشتوالي له امله، له ولسوالیو څخه تر ښار پورې د تګ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د کندوز د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د کابل یو اوسېدونکی: «هره میاشت مو د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ لګیږي»

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۱ GMT+۱
د کابل یو اوسېدونکی: «هره میاشت مو د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ لګیږي»
100%

د کابل یو اوسېدونکی په یوه پیغام کې چې له افغانستان انټرنشنل سره یې شریک کړی، وایي چې د پلازمېنې د اوبو د کمښت ناورین د دوام له امله، خلک اړ دي، چې هره میاشت د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ ولګوي.

د کابل ددغه اوسېدونکي په وینا، اوبه اوس په یوه «لوکس یا قیمتي توکي»بدلې شوې او د منځني اقتصاد لرونکي خلک اړ دي چې هره میاشت شاوخوا ۹زره افغانۍ یوازې د څښاک اوبو لپاره ورکړي.

هغه زیاتوي چې د طالبانو ادارې تر اوسه د دې حیاتي ستونزې د حل لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.

راپورونه ښيي چې پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو بې‌ساری مصرف، د ژورو څاګانو کیندل او د ښار ناسم مدیریت په کابل کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي.

نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې که د دغه ناورین د حل لپاره ژر اقدام ونه شي، نو کابل ښايي په راتلونکو کلونو کې د نړۍ لومړنی داسې پلازمېنه شي چې د اوبو له جدي کمښت سره مخ کېږي.

د سرپل اوسېدونکي: «د سرپل زندان عمومي مدیر له ښځو او سړیو باج اخلي»

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱
د سرپل اوسېدونکي: «د سرپل زندان عمومي مدیر له ښځو او سړیو باج اخلي»
100%

د سرپل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې او انځورونه را استولي او وايي، د دغه ولایت په مرکزي زندان کې له بندیانو سره ناوړه او «غیراخلاقي» چلند کېږي. دغو کسانو د زندان مدیر تورن کړی، چې له ښځینه بندیانو ویډیوګانې اخلي او بندیان په بېلابېلو پلمو ګواښي.

شکایت کوونکو د ځینو ویډیوګانو او انځورونو په رالیږلو سره ادعا کړې چې د سرپل زندان عمومي مدیر مولوي سید ناصر جابر له شتمنو بندیانو نه باج اخلي او ښځینه زندانیانې په ویډیوګانو ګواښي.

ددوی په وینا، څو ورځې وړاندې مولوي سید ناصر جابر پر یوه ځوان زنداني تشدد کړی و او بیا یاد ځوان ځانوژنه وکړه.

ددغه ځوان د ځانوژنې خبر په مستقل ډول نه دی تایید شوی.

د سرپل زندان عمومي مدیر مولوي سید ناصر جابر
100%
د سرپل زندان عمومي مدیر مولوي سید ناصر جابر

همدا راز دوی ادعا کوي چې جابر له بندیانو، په ځانګړي ډول له هغو کسانو چې مالي توان لري، باج اخلي او له بې‌وسه بندیانو سره ظالمانه چلند کوي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوی او یوازې د سرپل د څو اوسېدونکو روایت دی.

متقاعدین: « طالبان د مستحقو متقاعدینو حقونه نه ور کوي»

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱
متقاعدین: « طالبان د مستحقو متقاعدینو حقونه نه ور کوي»
100%

یوه متقاعد کارکوونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له څو کلونو تېرېدو سره سره لا هم نه دی توانېدلی خپل د تقاعد معاش واخلي. هغه په خپل پیغام کې ویلي، چې «د تقاعد ریاست ځینو هغو کسانو ته معاشونه ورکوي چې مستحق نه دي».

نوموړي ویلي، چې ګڼ متقاعدین له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دولتي کارکوونکو د تقاعد معاشونو ورکول ودرول شول. د متقاعدینو له پرله‌پسې اعتراضونو وروسته، د طالبانو مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ځینو ادارو د متقاعدینو معاشونه به بېرته پیل کړي.

خو د ډېرو متقاعدینو په وینا، هغوی لا هم نه دي توانېدلي خپل معاشونه ترلاسه کړي او له اقتصادي پلوه له جدي ستونزو سره مخ دي.