د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ؛ طالبان وايي چې رسنۍ دې زموږ پالیسي عملي کړي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت ښه شوی او پر رسنیو یې غږ کړی، چې د دوی پالیسې عملي کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت ښه شوی او پر رسنیو یې غږ کړی، چې د دوی پالیسې عملي کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن د یکشنبې په ورځ، د رسنیو ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ټولې رسنۍ باید دیني او کلتوري ارزښتونو ته په پام او د یادې ډلې د نشراتي پالیسۍ په عملي کولو سره فعالیت وکړي.
نوموړي ویلي، چې له رسنیو څخه د یاد وزارت د ملاتړ په پایله کې په تېر کال کې ۱۴۱ نویو رسنیزو ادرسونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
طالبان پر داسې مهال له رسنیو څخه د ملاتړ ادعا کوي، چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې ۱۲۷ د خبریالانو د ګواښلو او ۲۰ هم د نیولو او بندي کولو قضیې ثبت کړې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د یادې ډلې د اصولو نه منلو په جرم ۱۱ رسنۍ تړلې او د نږدې ۱۰ رسنیزو بنسټونو کاري جوازونه یې لغوه کړي دي.