د طالبانو یاد وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د کتاب اروزنې کمېسیون په تېر کال کې د ۱۵،۵۲۵ ټوکو صادر او واردو شویو کتابونو د ارزونې ترڅنګ د ۳۷۰ بېلابېلو لیکل شویو کتابونو ارزونه کړې ده.
د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې طالبانو په همدې موده کې له خصوصي کتاب پلورنځیو څخه د خپلو اصولو او معیارونو خلاف ۹۲۹ ټوکه کتابونه هم راټول کړي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا نه ده روښانه کړې، چې دوی د کومې محتوا لرونکي کتابونه د خپلو اصولو او معیار خلاف بللي، خو وړاندې تردې هم طالبانو په کابل او ولایتونو کې ګڼ کتابونه له کتاب پلورنځیو راټول کړي او بندیز یې پرې لګولی دی.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کتابونو، فرهنګي فعالیتونو او د چاپ او پلور پر بهیر پراخ بندیزونه او سانسور پلي کړي او ګڼ کتابونه یې په بېلابېلو نومونو له کتابتونونو راټول کړي او د ځینو پر خرڅلاو او واردولو یې بندیز لګولی دی.
د طالبانو د «کتاب ارزونې کمیسیون» د کتابونو ارزونه کوي او هغه اثار ردوي چې د دوی له فکري لیدلوري سره برابر نه وي.
راپورونه ښيي چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او خصوصي کتابتونونه پلټلي او د ګڼو کتابونو، خپرونو او ادبي او هنري اثارو خرڅلاو او وېش یې بند کړی دی.
په کابل کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون یوازې د هغو کتابونو د خپراوي اجازه ورکوي، چې ددوی له تګلارو سره برابر وي.
د کابل ښار یوه خپرندوی افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې په تېر کال کې یې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د څو کتابونو نوملړ ورکړی، خو ډېری کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو» سره د ټکر په نامه له نوملړه اېستل شوي او د چاپ اجازه یې نه ده ورکړې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښودونه واستول، چې د درسي توکو د کارونې او محتوا په اړه پکې یادونه شوې وه. په لارښودونو کې پر ۱۸ مضامینو او شاوخوا ۷۰۰ کتابونو او درسي سرچینو بندیز ولګېد او استادان د ځینو هغو کتابونو له تدریس نه منع شول، چې له ایران نه وارد شوي وو.
دغه راز د طالبانو ادارې د ښځو پر کتابونو بندیز ولګاوه او ددې ډلې د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر درسي کتابونه له «شریعت سره د ټکر له امله» باید نور تدریس نه شي.
د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون په تېرو څلورو کلونو کې د افغان لیکوالو په سلګونو عنوانه کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو سره د ټکر» په پلمه له کتابتونونو ټول کړل او پر چاپ، خپراوي او خرڅلاو یې بندیز ولګاوه.
د کتاب پلورنځیو مسوولان وايي، چې دوی ته د سلګونو کتابونو نوملړ سپارل شوی، چې له چاپ او خپراوي او په کتابتونونو کې له کېښودو او خرڅلاو به یې ډډه کوي. په دغو کتابونو کې ډېر داسې کتابونه هم شامل دي، چې سیاسي او مذهبي رنګ نه لري.