• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریتانیا ځانګړی استازی: افغان خبریالان په سختو شرایطو کې هم د خلکو غږ پورته کوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغان خبریالان له ستونزو سره سره خپل مهم مسوولیت ته دوام ورکوي او د خلکو اندېښنې او غوښتنې نړۍ ته رسوي.

ریچارډ لینډسي په خپل ایکس حساب کې لیکلي، د بیان ازادي بنسټیز ارزښت لري او باید پیاوړې وساتل شي.

نوموړي زیاته کړې: «تېره اوونۍ مې له یو شمېر افغان خبریالانو سره ولیدل چې په سختو شرایطو کې خپل حیاتي کار ته دوام ورکوي، د افغانانو اندېښنې او ګټې راڅرګندوي او هغو کسانو ته غږ ورکوي چې تر ټولو ډېر ورته اړتیا لري.»

د بریتانیا ځانګړي استازي دغه څرګندونې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت کړي او د بیان ازادۍ پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د برېښنا پر سکټور تمرکز؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ۱۲ نوې پروژې منظور کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
د برېښنا پر سکټور تمرکز؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ۱۲ نوې پروژې منظور کړي
100%

د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې ۱۲ نوې پراختیايي پروژې تصویب شوې دي، چې ډېری یې د برېښنا د تولید او لېږد له سکټور سره تړاو لري.

د یادې ادارې له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په تصویب شویو پروژو کې د پکتیکا ولایت د وارداتي برېښنا پروژه، له غزني څخه د ډبل سرکټ برېښنا لېږد پروژه، او د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د «نورالجهاد» برېښنا د لېږد پروژه شاملې دي.

همداراز، د هلمند ولایت د ګرشك ولسوالۍ د سیدان کلي د برېښنا لېږد پروژه، د کندهار له ختیځ څخه تر ترینکوټ پورې، او د کجکي بند څخه تر ترینکوټ نړیوال سب‌سټیشن پورې د برېښنا لېږد پروژې هم تایید شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په فاریاب ولایت د پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا او اوبو دوه پروژې، د العزم قول اردو ته د برېښنا لېږد پروژه، او د سرپل ولایت یو شمېر کلیو ته د برېښنا رسولو پروژه هم د تصویب شویو پروژو په ډله کې شاملې دي.

په همدې لړ کې، د کندهار د ۳۵۰ بستریز روغتون د ظرفیت لوړولو پروژه، په نیمروز کې د جامع جومات جوړول، او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه هم د اقتصادي کمیسیون له‌خوا تایید شوې دي.

طالبان: په اوو ولایتونو کې ۲۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبان: په اوو ولایتونو کې ۲۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۶ تنه د غلا، قتل، قماربازۍ او جعلي پیسو د کارونې په تړاو نیولي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د بغلان، جوزجان، ننګرهار، پکتیکا، خوست، دایکندي، غزني او کابل ولایتونو په بېلابېلو قضیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا، په بغلان ولایت کې ۸ تنه د قماربازۍ په تور نیول شوي، په جوزجان کې ۴ تنه د قتل په تړاو، او په ننګرهار کې ۴ تنه د غلا په قضیه کې نیول شوي دي.

همداراز، دوه تنه په پکتیکا ولایت کې د یو موټرسایکل د غلا، او دوه نور په خوست ولایت کې د یوې ریکشا د غلا په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، یو تن په دایکندي ولایت کې د جعلي پیسو د کارونې په تړاو نیول شوی او یو بل کس په غزني ولایت کې د غلا په قضیه کې د پولیسو لاس ته لوېدلی دی.

په ورته مهال، د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ د لسمې امنیتي حوزې چارواکي وایي، پنځه تنه د قتل په یوه جلا قضیه کې نیول شوي دي. د دوی په وینا، یاد کسان د کشفي عملیاتو پر مهال له یوه میل تومانچې سره نیول شوي او پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

د طالبانو ټولګټو وزارت: سېلابونو د بدخشان – تخار لویه لار تړلې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱
د طالبانو ټولګټو وزارت: سېلابونو د بدخشان – تخار لویه لار تړلې
100%

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د بدخشان – تخار لویه لار د سختو سېلابونو د راوتلو له امله په شاوخوا ۱۵ بېلابېلو نقطو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. دغه وزارت وايي، د ژغورنې او پاک‌کارۍ عملیاتي ټیمونه به ژر لاره خلاصه کړي.

د ټولګټو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سېلابونو له امله د بدخشان – تخار لویه لار په ګڼو برخو کې تخریب شوې او د موټرو تګ راتګ پرې بشپړ بند شوی دی.

وزارت زیاتوي، چې د دوی عملیاتي ټیمونه په زیانمنو سیمو کې حضور لري او د پاک‌کارۍ او ترمیم چارې په چټکۍ سره جریان لري، څو لاره ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شي.

په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوي، چې تر هغې پورې چې لار په بشپړ ډول د تګ راتګ لپاره خلاصه شوې نه وي، له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د اړوندو مسولینو لارښوونې مراعت کړي.

سارا اډمز: په افغانستان کې د ښځو د تعلیم محدودیتونه او د ځوانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱
سارا اډمز: په افغانستان کې د ښځو د تعلیم محدودیتونه او د ځوانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو بندیزونه او روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. د نوموړې په وینا، افغان ځوانان د اوسني وضعیت پر ځای د بدلون او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

سارا اډمز چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ کارکوونکې ده، په خپل ایکس حساب کې په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته شوی چې ښځې حتا د زده‌کړې له اساسي حق څخه بې‌برخې دي.

هغې ویلي: «کله چې د افغانستان ښځو ته د لوست اجازه هم نه ورکول کېږي، نو دا ډول کمپاینونه بې‌معنا دي. د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست (GDI) تاسو په داسې بې‌ګټې کمپاینونو بوخت ساتلي او دا په رښتیا هم بې‌ګټې دي.»

اډمز زیاتوي چې د افغان ځوانانو اصلي اړتیا د هغې په وینا، د اوسني وضعیت بدلون دی او هغوی د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د هغې دا څرګندونې په داسې حال کې خپرې شوي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او یو شمېر ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو په اړه د نړیوالو سازمانونو او فعالانو اندېښنې پرله‌پسې مطرح کېږي.

یونسکو: د بیان ازادي کمه شوې او د خبریالانو پر وړاندې د معافیت کچه ۸۵ سلنې ته رسېدلې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
یونسکو: د بیان ازادي کمه شوې او د خبریالانو پر وړاندې د معافیت کچه ۸۵ سلنې ته رسېدلې
100%

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د کابل دفتر وايي، په نړۍ کې د بیان ازادي له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۱۰ سلنه راکمه شوې او د خبریالانو د ځان‌سانسور کچه ۶۳ سلنه لوړه شوې.ورته مهال په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه او د خبریالانو نیونو رسنیز چاپېریال اغېزمن کړی.

د یونسکو د کابل دفتر د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سوله له رښتینو او باوري معلوماتو پیلېږي او خلکو ته د کره او تایید شویو معلوماتو لاسرسی بنسټیز ارزښت لري.

د خبرپاڼې له مخې، اوس مهال دا بنسټ تر جدي فشار لاندې دی، ځکه خبریالان د فساد، بشري حقونو او چاپېریالي مسایلو په اړه له راپور ورکولو ډډه کوي او د ځان‌سانسور کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

یونسکو همداراز اندېښنه ښودلې چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د نه سزا کېدو کچه ۸۵ سلنې ته رسېدلې، چې دا چاره د رسنیو د ازاد فعالیت پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «کله چې معلومات تحریف شي، وېش او بې‌باوري زیاتیږي، خو کله چې معلومات ازاد او رښتیني وي، نو حساب ورکونه، خبرې اترې او بشري حقونه پیاوړي کوي.»

په ورته مهال، په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه بېلابېل راپورونه ښيي چې طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي، یو شمېر رسنۍ تړل شوي او خبریالان د نیولو، ګواښ او فشار له پېښو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو او رسنیزو سازمانونو په راپورونو کې هم د خبریالانو د نیونو او د رسنیو د فعالیت پر محدودېدو اندېښنه څرګنده شوې ده.

د رسنیزو بنسټونو په وینا، د دغو محدودیتونو له امله د معلوماتو ازاد جریان اغېزمن شوی او ګڼ خبریالان اړ شوي چې د کار په جریان کې ځان‌سانسوري ته مخه کړي.

یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بیان ازادۍ د ساتنې او ژورنالېزم د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې نوې او پیاوړې کړي، او ټینګار یې کړی چې ژورنالېزم د سولې په ټینګښت کې اساسي رول لري.