• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د بدخشان اوسېدونکی: په افغانستان کې کوکنار او نشه‌يي توکي د جدي ټولنیز بحران سبب شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۱

د بدخشان ولایت یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، د نشه‌يي توکو پراخه کارونه او د کانونو غیرشفاف کېندنې د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او د ده په وینا، نړیواله ټولنه باید د دغه واقعیتونو له نږدې څېړنه وکړي.

دغه سرچینه، چې ځان د بدخشان یو اوسېدونکی او د افغانستان د یوه دردمن وګړي په توګه معرفي کوي، په خپل پیغام کې ویلي، چې د هېواد په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت او د نشه‌يي توکو د کاروبار وضعیت لا هم په پراخه کچه دوام لري.

هغه ادعا کړې، چې که څه هم طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې خبرې کوي، خو په ځینو سیمو کې لا هم د تریاکو پټ او ښکاره بازارونه فعال دي. د هغه په وینا: «که رښتیا هم د دې کار د مخنیوي اراده موجوده وای، هېڅ چا به د کوکنارو د تخم د کرلو جرات نه درلود.»

په پیغام کې همداراز ویل شوي، چې په بدخشان کې ځوانان د بې‌کارۍ، فقر او ناامیدۍ له امله د نشه‌يي توکو له جدي ستونزې سره مخ دي او دا وضعیت د کورنیو لپاره لوی ټولنیز بحران رامنځته کړی دی.

هغه زیاتوي چې د نشه‌يي توکو ترڅنګ، د بدخشان د طلاوو د کانونو غیرشفافه کیندنه هم د خلکو یوه جدي اندېښنه ده. د هغه په وینا، سره له دې چې له دغو کانونو څخه کلني میلیارډونه ډالر عواید ترلاسه کېږي، خو سیمه‌ییز خلک لا هم له فقر او محرومیت سره مخ دي.

د بدخشان دغه اوسېدونکي ادعا کړې چې د کانونو او د نشه‌يي توکو له عوایدو سره تړلي اقتصادي فعالیتونه د ناامنۍ او غیرقانوني شبکو د تمویل په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

دغه سرچینه له نړیوالو رسنیو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅېړي او د ده په وینا، اجازه ورنه کړي چې د خلکو واقعیتونه د سیاسي او تبلیغاتي روایتونو تر سیوري لاندې پټ پاتې شي.

هغه په پای کې ویلي: «د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر د حقیقت، عدالت او نړیوالې پاملرنې اړتیا لري.»

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

په جلال‌اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال له خبریالانو سره ناوړه چلند شوی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱
په جلال‌اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال له خبریالانو سره ناوړه چلند شوی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، په جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ترسره کېدو پر مهال خبریالان سره د غونډې د تنظیم یوې برخې له لوري، ناسم چلند شوی او سپک الفاظ ورته کارول شوي، چې له امله یې هغوی د مشاعرې له پوښښ څخه لاس پر سر شوي او له غونډې وتلي دي.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت بڼ کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره روانه وه، چې د رسنیو استازي د دغه فرهنګي بهیر د ثبت او خپرولو لپاره ورغلي وو.

د نوموړي په خبره، کله چې کیمرې او مایکروفونونه نصب شول او د مشاعرې رسمي بهیر پیل شو، د تنظیم ځینو کسانو له خبریالانو وغوښتل چې د فلم اخیستنې بهیر په موقتي ډول ودروي او وروسته یې بیا پیل کړي.

سرچینه وايي، د همدې موضوع پر سر د نظر اختلاف رامنځته شو، چې وروسته یو سیمه‌ییز مسول، چې د غونډې د تنظیم برخه بلل کېږي، له خبریالانو سره توندې خبرې وکړې او ناسم الفاظ یې وکارول.

سره له دې چې د خبریالانو له لوري د وضعیت د ارامولو هڅه وشوه او له یاد مسول څخه د خبرو د نرمولو غوښتنه وشوه، خو وضعیت لا نور هم ترینګلی شو.

سرچینه زیاتوي چې د رامنځته شوي وضعیت له امله خبریالان اړ شول د مشاعرې پوښښ پرېږدي او خپل تجهیزات له ځایه ټول او غونډه ترک کړي.

یوه ویډيو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ښکاري چې یو ډله خبریالان د نارنج ګل له مشاعرې وځي.

تر اوسه د اړوندې پېښې په اړه د طالب مسولو چارواکو له لوري رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو په تور ۸ افغانان نیول شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو په تور ۸ افغانان نیول شوي
100%

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، چې د لیتوانیا له پولې سره نږدې سیمو کې یې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۸ افغان وګړي دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې په تور نیولي دي.

د یادې ادارې د راپور له مخې، دغه پېښې د تېرې اوونۍ په پای کې ثبت شوې او په ټولیز ډول ۳۷کډوال، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول پولنډ ته داخل شي، وپېژندل شول او نیول شوي دي.

چارواکو ویلي، چې تر ټولو لویه ډله ۲۴کسان وو، چې یو اوکرایني وګړي هڅه کوله د یو باروړونکي موټر په وسیله د موقتي سرحدي لارې پولنډ ته انتقال کړي.

د پولنډ سرحدي ځواک زیاته کړې، چې دغه کسان د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ وو او په هماغه ځای کې یې د ننوتلو مخه نیول شوې ده.

په نورو عملیاتو کې هم د پولې په بېلابېلو سیمو کې وړې ډلې نیول شوې دي، چې په کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان، بنګله‌دېش او الجزایر اتباع شامل دي.

د معلوماتو له مخې، ځینې دغه کډوال په پلي ډول د لیتوانیا له لارې پولنډ ته اوښتي وو او وروسته د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول.

چارواکو ویلي چې ټول نیول شوي کسان د لومړنیو قانوني مرحلو له بشپړېدو وروسته بېرته د لیتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.

همدارنګه، هغه کسان چې د دغو کډوالو په لېږد کې ښکېل وو، نیول شوي او د ناقانونه تګ راتګ د تنظیم او اسانتیا برابرولو په تور له جدي قانوني تعقیب سره مخ دي، چې ښايي تر ۸کلونو پورې بند سزا ولري.

د یادونې وړ ده، هغه کسان چې د ناقانونه ننوتلو په هڅه نیول کېږي، عموماً لومړی توقیف کېږي او بیا یې دوسیې د محکمو له لارې څېړل کېږي. په داسې مواردو کې لږ تر لږه شپږ میاشتې بند سزا ټاکل کېږي، او له سزا وروسته ډېری وخت بېرته خپلو اصلي هېوادونو، لکه افغانستان، ته ستنېږي.

طالب چارواکي: د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱
طالب چارواکي: د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو طالب چارواکي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نوې استازې مانویل سانچر د اسلام‌اباد په لیدنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د ثبت بهیر او د اسانتیاوو پر ښه‌والي خبرې کړې دي.

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو طالب چارواکي د پاکستان لپاره د افغانستان له سفیر سره یوځای د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له نوې سرپرستې اوسکار مانویل سانچز سره د افغان کډوالو د ستونزو، د کاري ظرفیت د لوړولو، د راستنېدنې په مرکزونو کې د شفاف او منظم ثبت، د شکایتونو د اورېدو میکانیزم، او لومړنیو بشري اسانتیاوو ته د لاسرسي په اړه تفصيلي بحث کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ناسته کې د افغان محصلینو د ستونزو او د هغوی د تعلیمي وضعیت پر حل هم خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې طالب چارواکو د کډوالو د شته ستونزو د بېړني حل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په ډیورنډ په کرښه او د راستنېدنې په مرکزونو کې باید خدمات لا منظم او شفاف شي.

د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نوې استازې اوسکار مانویل سانچز ډاډ ورکړی چې اداره به یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

نوموړې همداراز ویلي چې د افغان محصلینو موضوع به له کوربه هېواد سره وڅېړل شي او د کډوالو لپاره د شکایتونو د ثبت یو ځانګړی مرکز به هم رامنځته شي.

سميع سادات: طالبانو کې ژور اختلافات دي او د پاکستان له استخباراتو سره د اړیکو جوړول غواړي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
سميع سادات: طالبانو کې ژور اختلافات دي او د پاکستان له استخباراتو سره د اړیکو جوړول غواړي
100%

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان سمیع سادات ادعا کړې، چې د طالبانو په داخل کې ژور سیاسي اختلافات دي او د ده په وینا، د ډلې مشرتابه له داخلي فشارونو سره هممهاله له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا هڅې کوي. هغه دا وضعیت د طالبانو د راتلونکي ثبات لپاره «حساس او نازک» بللی.

سميع سادات په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه اوږده لیکنه کې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ نږدې پنځه کلونو او د پاکستان سره د ځینو نښتو له راپورونو وروسته، د دغه ډلې داخلي جوړښت له جدي اختلافاتو سره مخ شوی دی.

نوموړي ادعا کړې، چې د طالبانو د واک له نیولو وروسته په کابل کې سیاسي او نظامي بدلونونه رامنځته شوي، خو په عین حال کې د ډلې دننه د نفوذ او مشرتابه پر سر رقابتونه هم زیات شوي دي. د هغه په وینا، دا اختلافات د طالبانو د «کمزوري کېدو او احتمالي بې‌ثباتۍ» لامل کېدای شي.

سادات زیاتوي، که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده تر اوسه په رسمي ډول د پاکستان پر ضد ښکاره دریځ نه دی خپل کړی، خو په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو او تورونو راپورونه ورکړل شوي دي.

هغه ادعا کړې، چې په مقابل کې یو شمېر طالب قوماندانان د مشرتابه له اجازې پرته پر پاکستاني پوستو بریدونه کوي او همداراز د پاکستاني طالبانو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

په دې لیکنه کې سادات دا هم ویلي چې د طالبانو په داخل کې د مشرتابه پر تګلارو اختلافات موجود دي او د ځینو لوړپوړو څېرو، لکه ملا متقیم اغا جان، له لوري د مشرتابه پر چلندونو نیوکې شوې دي. د هغه په وینا، دا نیوکې په ځانګړي ډول د پاکستان پر وړاندې د نرم چلند او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د سخت دریځ په اړه مطرح کېږي.

سادات وړاندې ادعا کړې، چې د داخلي اختلافاتو له امله د طالبانو مشرتابه د پاکستان له استخباراتي ادارې (اې ایس اې) سره د اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي، څو د احتمالي داخلي مخالفتونو مخه ونیسي.

هغه لیکلي چې د مشرتابه په داخل کې د واک پر سر رقابتونه زیات شوي او د ملا یعقوب په مشرۍ یوه ډله د نفوذ د زیاتېدو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د مشرتابه اصلي حلقه د خپل کنټرول د ساتلو هڅې کوي.

د سادات په وینا، د طالبانو مشرتابه د خپلو نږدې کسانو له لارې پاکستان ته پیغامونه لېږلي او د داخلي مخالفینو پر وړاندې د ملاتړ غوښتنه کوي، په بدل کې یې د پاکستان پر ضد د اقداماتو د مخنیوي ژمنې وړاندې کړي دي.

هغه همداراز ادعا کړې چې د طالبانو د مشرتابه له لوري ځینې بدلونیز وړاندیزونه هم مطرح شوي، لکه د ځینو ولایتونو د چارواکو بدلول او د مشرتابه د نږدې کسانو له لارې د پاکستان سره د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا.

سادات په خپله لیکنه کې د طالبانو د ځینو ولایتونو د والیانو نومونه هم یاد کړي، چې د ده په وینا د مشرتابه د نږدې کسانو په توګه عمل کوي او د داخلي اړیکو په مدیریت کې مهم رول لري.

هغه د خپلې ادعا په پای کې ویلي چې د طالبانو داخلي رقابت نوې او حساسې مرحلې ته داخل شوی دی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان سیاسي راتلونکی به له جدي بدلونونو سره مخ شي.

سادات همداراز د افغانستان د خلکو وضعیت ته په اشارې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې خلک له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د بدلون اړتیا ورځ تر بلې جدي کېږي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان لا هم له خوارځواکۍ او بې‌وزلۍ سره مخ دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
  ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان لا هم له خوارځواکۍ او بې‌وزلۍ سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې که څه هم په تېرو ۱۲میاشتو کې یې په افغانستان کې میلیونونو ماشومانو او کورنیو ته خدمات رسولي، خو د بشري اړتیاوو کچه لا هم لوړه او اندېښمنوونکې ده.

د راپور له مخې، تېر کال څه باندې ۲۰میلیونه کسانو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي، چې پکې ۵،۶ میلیونه ماشومان شامل دي. د دغو ماشومانو له ډلې ۱،۴میلیونه نوي زېږېدلي دي، چې ځانګړو پاملرنو ته اړتیا لري.

یونیسف وایي، سره له دې پراخو مرستو، لا هم میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ، ناروغیو او د اساسي خدماتو له نشتوالي سره مخ دي. د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰میلیونه ماشومان او میندې د تغذیې اړوند حیاتي خدمتونو ته اړتیا لري.

دغه سازمان زیاتوي،چې د زده‌کړې په برخه کې هم هڅې روانې دي، خو لا هم د ماشومانو د تعلیم وضعیت له ننګونو ډک دی. د راپور له مخې، څلور میلیونه ماشومانو ته تعلیمي مواد او زده‌کړیز فرصتونه برابر شوي، خو لا هم ګڼ شمېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

په ورته وخت کې ۲،۷میلیونه کسانو ته د اوبو او حفظ‌الصحې بیړني خدمتونه رسول شوي، خو د پاکو اوبو او مناسبې حفظ‌الصحې نشتوالی لا هم د ډېرو سیمو یوه جدي ستونزه ده.

یونیسف ټینګار کوي، چې که نړیواله ټولنه خپلو مرستو ته دوام ورنه کړي، د افغانستان بشري وضعیت به لا پسې خراب شي. دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۶کال کې پلان لري د خوارځواکۍ له امله له یو میلیون ډېر ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي، خو د دې هدف د پوره کېدو لپاره دوامدار مالي ملاتړ ته اړتیا ده.