د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، مخکې به د طالبانو د امربالمعروف محتسبین بازارونو ته ورتلل او هلته به یې هټۍوال او کارکوونکي نیول چې ولې یې ږېره کمه کړې؛ خو اوس وضعیت بدل شوی دی.
د کندهار ښار یو ځوان نور احمد په دې اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «پخوا به که په هټۍ کې وې امکان وو، چې طالبان درباندې راشي؛ خو اوس که پر سړک روان یې هم درباندې غږ کوي او وایي، ږېره دې ولې خریلې ده بیا دې نو ریاست ته بیايي».
د خلکو په وینا؛ هغه کسان چې ږېره یې کمه کړې یا خریلې وي د محتسبینو له لوري درول کېږي، پوښتنې ترې کېږي او بیا د څو ساعتونو یا حتی یوې ورځې لپاره اړونده ریاستونو ته بیول کېږي او هلته ترې لیکلې ژمنه اخیستل کېږي چې بیا به ږیره نه کموي.
د کندهار یو بل اوسېدونکی اسدالله وایي: «ما خپله ولیدل، چې دوه کسان یې په هرات بازار کې راوګرځول چې ږېرې یې خریلې وې وروسته یې موټر ته پورته کړل؛ نو دغه کسان به هم په یو کار پسې راوتلي وو، کورنۍ به ورته په تمه وي خو دوی هغه ته نه ګوري».
د دغه ډول پېښو زیاتېدو د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې او ډېری ځوانان وایي، چې اوس د ښار په واټونو کې په ازاده توګه ګرځېدل هم ورته ستونزمن شوي دي. سیمهییز اوسېدونکي وايي، د طالبانو دغه کار نه یوازې د خلکو شخصي ازادي محدوده کړې؛ بلکې د سلمانیو پر کاروبار یې هم منفي اغېز کړی او د هغوی کاروبار تر ډېره درېدلی دی.
یوشمېر شنونکي وایي، چې دغه ډول سخت دریځي نه یوازې د خلکو شخصي ازادۍ محدودوي؛ بلکې د ټولنې پر رواني وضعیت هم منفي اغېز لري.
د راپورونو له مخې؛ محتسبین اوس په منظم ډول په ښار کې ګرځي خلک څاري او هغه کسان چې د دوی له ټاکلو معیارونو سره برابر نه وي دروي او له ځان سره یې بیايي. د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کارکوونکو دغه سخت چلند د کندهار د اوسېدونکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
خلک وایي، چې دغه ډول تند اقدامات نه یوازې ستونزې نه حلوي؛ بلکې نوې ستونزې زېږوي، ټولنه تر فشار لاندې راولي او د خلکو او ادارو ترمنځ واټن لا زیاتوي. په کندهار کې د طالبانو یادې ادارې تازه په دې اړه وضاحت نهدی ورکړی؛ خو ورته مخکېنیو خبرداریو کې یې ویلي، چې دغه اقدام د «شریعت» د پلي کولو په موخه ترسره کوي.