اوربند سربېره د لبنان په سویل کې د اسراییل بریدونه؛ لږ تر لږه اته کسان وژل شوي

د لبنان په سویل کې د اسراییل په تازه بریدونو کې، سره له دې چې اوربند هم اعلان شوی، لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

د لبنان په سویل کې د اسراییل په تازه بریدونو کې، سره له دې چې اوربند هم اعلان شوی، لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) د لبنان په بېلابېلو سویلي سیمو کې ترسره شوي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، د صور ښار ته څېرمه په یوه هوايي برید کې درې تنه وژل شوي، چې پکې دوه سوریایي او یو مصري وګړی شامل دي.
همدارنګه، په نورو جلا پېښو کې یو تن د ډرون په برید او دوه نور کسان پر یوه استوګنیز کور د برید له امله وژل شوي دي.
د لبنان د رسمي سرچینو په وینا، د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې، چې اسراییل خپل پراخ بریدونه پیل کړي، شاوخوا ۲۷۰۰کسان وژل شوي او تر ۱،۶میلیونه ډېر خلک بېځایه شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند یو ځل بیا غځول شوی، خو د تاوتریخوالي د کمېدو نښې لا هم نه تر سترګو کېږي.