• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حیات‌الله مهاجر فراهي: رسنیز فعالان دې له «بې‌باکه څرګندونو» ډډه وکړي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي له دیني عالمانو، رسنیزو فعالانو او لیکوالانو غوښتي چې له «بې‌باکه څرګندونو او بې‌منطقه نیوکو» ډډه وکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې کولای شي په ټولنه کې «بدګماني» رامنځته کړي او اختلافات زیات کړي.

فراهي د طالبانو د ملاتړ کوونکو لیکوالانو ستاینه کړې او له هغوی یې غوښتي چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی چې باید د طالبانو پالیسۍ تعقیب شي او له هر هغه اقدام څخه مخنیوی وشي چې د ده په وینا «نفاق» ته لار هواروي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۱کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو او فرهنګي فعالیتونو فضا له جدي محدودیتونو سره مخ شوې ده.

بل لور ته د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې ۱۲۷ د خبریالانو د ګواښلو او ۲۰ هم د نیولو او بندي کولو قضیې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د یادې ډلې د اصولو نه منلو په جرم ۱۱ رسنۍ تړلې او د نږدې ۱۰ رسنیزو بنسټونو کاري جوازونه یې لغوه کړي دي.

کارپوهان وایي، په دې موده کې د بیان ازادي محدوده شوې او ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې دي. د طالبانو حکومت هڅه کوي چې خپل روایت غالب وساتي او له نیوکو او مخالفو نظرونو څخه مخنیوی وکړي، هغه څه چې د بیان ازادۍ او د معلوماتو د ازاد جریان په اړه اندېښنې زیاتوي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره یې خپلې هڅې چټکې کړې او په ۲۰۲۶کال کې به ۱،۳ میلیون افغان ماشومانو ته حیاتي او درملنیز خواړه ورسوي، څو د خوارځواکۍ له جدي اغېزو وژغورل شي.

یونیسف وایي، چې دغه درملنیز پروګرام د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ پر مخ وړل کېږي، چې له لارې یې په ځانګړي ډول د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته روغتیايي او غذایي کڅوړې رسېږي.

د دې ادارې په وینا، دا ځانګړي خواړه د انرژۍ له پلوه غني دي او هغه ماشومانو چې د غذايي کمښت له امله یې دفاعي سیستم کمزوری شوی، په لنډ وخت کې بېرته عادي حالت ته راولي.

یونیسف زیاتوي، چې د بشري بحران په دوام سره، هڅه کوي د ماشومانو د مړینې کچه راکمه کړي او تر یو میلیون ډېر هغه ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

نړیوالې بشري ادارې په دوامداره توګه په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښسره مخ دي. دغو ادارو له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې د افغان ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د قفقاز د پانګونې په نړۍوال فورم کې ګډون کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
په مسکو کې د طالبانو سفیر د قفقاز د پانګونې په نړۍوال فورم کې ګډون کړی
100%

په مسکو کې د طالبانو سفارت وایي، چې طالب سفیر ګل حسن حسن د قفقاز د پانګونې په نړۍوال فورم کې ګډون کړی او د یاد فوم په څنډه کې یې د داغستان له ولسمشر او همداراز په پيتیوګورسک کې له مېشتو افغانانو سره هم کتلي دي.

په روسیې کې د طالبانو سفارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ګل حسن حسن د قفقاز د پانګونې د نړیوال فورم په څنډه کې د داغستان له ولسمشر سره په کتنه کې د دوه اړخيزو موضوعاتو په تړاو یې خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه طالب سفیر پيتيوگورسک ته د سفر په لړ کې هلته له مېشتو افغانانو سره هم لیدلي او د سوداګرۍ د ودې ترڅنگ يې د شته ستونزو د حل په برخه کې پر ګډو همکاريو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې په دې تړاو او په ځانګړې توګه د قفقاز د پانګونې د نړیوال فورمپه اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

طالبانو او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱
طالبانو او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د یاد وزارت مرستیال او په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر تر منځ په کتنه کې د دوه اړخیزو ایکو پر پراختیا ټينګار شوی. طالبانو په دې کتنه کې د حج او عمرې په برخو کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

سعودي عربستان د افغان حاجیانو د سفر په درشل کې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال محمد حامد حسیب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقیمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د حج او عمرې ویزو د زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل: «موږ باور لرو چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې یوازې سیاسي نه‌دي، بلکې د تاریخ په اوږدو کې تل موجودې او فعالې پاتې شوې دي. دغه اړیکې ژورې دیني، کلتوري او تاریخي ریښې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو څخه یوه هم د حج فریضې مهمه دیني پروسه ده».

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د یکشنبې په ماخوستن (د غويي ۱۳مه) په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې فیصل طلق البقیمي هم په خپلو خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «سعودي عربستان افغان ولس ته د خپلو دیني او اسلامي وروڼو په سترګه ګوري او د تاریخ په اوږدو کې یې تل له افغانانو سره خپل ملاتړاو همکاري جاري ساتلې ده».

د یادونې وړ ده، چې سعودي عربستان هر کال د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره ۳۰ زره افغانانو ته او همداراز د عمرې زرګونه نورې ویزې ورکوي.

پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي
100%

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ټولټال ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه شنډ کړي دي. د دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پرېس پاکستان، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې له دې بریدونو څخه ۲۱۵یوازې د بنو په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

یاده رسنۍ د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، دغه وسله‌والې ډلې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې له ډرون الوتکو زیات کار اخلي. هغوی وایي چې دا ډلې تجارتي ډرونونه بدلوي او چاودېدونکي مواد پرې نصبوي ترڅو وروسته یې د بریدونو لپاره وکاروي.

د پولیسو د چارواکو په حواله ویل شوي چې ټول ۲۴۶بریدونه د پرمختللې ضد ډرون ټکنالوژۍ په مرسته شنډ شوي او هېڅ ډول ځاني یا مالي زیان نه دی رامنځته شوی.

په راپور کې زیاته شوې، چې د امنیتي اندېښنو له امله ځواکونه په سیمه کې په لوړه کچه د چمتووالي په حالت کې پاتې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، د خیبر پښتونخوا په ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د وسله‌والو بریدونو کچه لوړه شوې ده. هغوی ادعا کوي، چې ځینې وسله‌وال په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شویو امریکایي وسلو ته لاسرسی لري.

خو طالبانو تر دې وړاندې دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې ټولې وسلې د دوی په کنټرول کې دي.

د غزني لپاره د طالبانو والي: ما دا مسوولیت په خپله خوښه نه‌دی منلی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
د غزني لپاره د طالبانو والي: ما دا مسوولیت په خپله خوښه نه‌دی منلی
100%

د غزني ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالصمد جاوېد په دغه ولایت کې له یوې جهــ.ادي مدرسې د لیدنې پر مهال ویلي: «ما دا مسوولیت په خپله خوښه نه‌ده منلې». نوموړی تر دې مخکې د بادغیس والي وو او له نږدې یونیم کال راهیسې د غزني ولایت لپاره د د دغې ډلې د والي په توګه ګومارل شوی دی.

د طالبانو د مشر ملاهبت‌‌الله اخوندزاده له وروستۍ وینا، چې په‌کې یې د خپل ځان بې قید او شرطه اطاعت غوښتی، د دغې ډلې د ځینو غړو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. نیوکه کوونکي وایي، چې د ملاهبت‌الله دا ډول څرګندونې ښیي چې هغه ځان له نورو انسانانو څخه لوړ ګڼي.

د هبت‌الله وروستی وینا ته د ځینو طالبانو غبرګون؛ ځان ته د معصوم مقام منسوبول سم دریځ نه دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغو نیوکو په لړ کې د غزني ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالصمد جاوېد د یکشنبې په مازدیګر (د غويي ۱۳مه) په دغه ولایت کې له یوې دیني مدرسې د لیدنې پر مهال ویلي: «ما دا مسوولیت په‌خپله خوښه نه‌دی منلی؛ ځکه زه پوهېږم چې دا مسوولیت زما لپاره یو لوی امتحان دی».

هغه د یادې مدرسې زده‌کوونکو ته په خطاب کې څرګنده کړې: «زه دا هیله لرم چې ستاسو په شان زده‌کوونکی وای او ستاسې په ځای کې ناست وای».

یاد طالب چارواکي زیاتوي: «د هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا ماته د اسلامي نظام او د مسلمان ملت مسوولیت را سپارل شوی دی».

د یادونې وړ ده، چې عبدالصمد جاوېد د ۱۴۰۳ کال له لیندۍ میاشتې راهیسې د غزني لپاره د طالبان والي دی او تر دې مخکې د بادغیس لپاره د طالبانو والي وو.