• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مودي واکمن ګوند د هند په دوو ایالتونو کې د بري په درشل کې دی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي واکمن ګوند د دوشنبې په ورځ د څلورو مهمو ایالتي ټاکنو له ډلې په دوو کې بری ترلاسه کړی. که دا پایلې رسمي شي، نو د هند له۲۸ ایالتونو ۲۰ او له درې فدرالي سیمو دوه به د مودي او د هغه د متحدینو تر کنټرول لاندې راشي.

د هند د ټاکنو د کمېسیون د لومړنیو شمېرنو له مخې، د مودي د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) په ختیځ ایالت اسام کې د درېیم ځل لپاره بیا واک ته رسېدونکی ښکاري او په لوېدیځ بنګال کې هم د پراخ بري په درشل کې دی.

دا دواړه ایالتونه له بنګله دېش سره پوله لري او د ناقانونه کډوالۍ موضوع پکې یوه مهمه انتخاباتي مساله وه.

که دا پایلې رسمي شي، نو د مودي او د هغه د متحدینو تر کنټرول لاندې به د هند ۲۸ ایالتونو له ډلې ۲۰ او همدارنګه د درې فدرالي سیمو له ډلې دوه سیمې راشي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د جرمني په لایپزیګ ښار کې پر پلې لار موټر ځغلونې دوه تنه وژلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱
د جرمني په لایپزیګ ښار کې پر پلې لار موټر ځغلونې دوه تنه وژلي
100%

د جرمني د لایپزیګ ښار په مرکزي برخه کې د دوشنبې په مازیګر پر یوه ګڼ مېشتې سیمه او پلې موټر ورننوتلی، دوه تنه یې وژلي او ګڼ نور ټپیان دي. پولیسو تراوسه پر پلې لار د موټرځغلونې لامل او د موټرچلوونکي هویت نه دی په ډاګه کړی.

د لایپزیګ ښار پولیسو ځايي رسنیو ته ویلي، چې موټر د اګوسټوس پلاتز له سیمې څخه د ګرېمايشن سړک له لارې د پلي تګ سیمې ته ننوتلی او بیا یې د ښار په مرکزي پلې لار کې حرکت کړی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې، موټر په لوړ سرعت روان و او د پېښې پر مهال شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې چټک ځغلول کېده. ځینې سرچینې په موټر کې د یوې ښځې د موجودیت یادونه هم کوي.

د ټاګېس شپیګل د رپوټ له مخې په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.

پېښه د ښار په یوه حساسه سیمه کې شوې چې لایپزیګ پوهنتون او نیکولای کلیسا ته نږدې ده.

نیکولای کلیسا د ۱۹۸۹ کال د سوله‌ییز انقلاب له مهمو تاریخي ځایونو ګڼل کېږي.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د پېښې په ځای کې پولیس، اور وژونکي او امبولانسونه موجود دي. د اګوسټوس پلاتز په سیمه کې د ژغورنې هلیکوپتر هم ښکته شوی او پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

د یو خپاره شوي انځور له مخې، موټر د پلي تګ سیمه کې له«پاسکوچي» رستورانټ سره سخت زیانمن شوی ولاړ دی.

برلین: امریکا په جرمني کې د لرواټنه توغندیو د ځای پرځای کولو پلان لا نه دی لغوه کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
برلین: امریکا په جرمني کې د لرواټنه توغندیو د ځای پرځای کولو پلان لا نه دی لغوه کړی
100%

د جرمني د دفاع وزارت ویلي چې امریکا په دغه هېواد کې د لرواټنه وسلو یا توماهاک توغندیو د ځای پر ځای کولو پلان په بشپړه توګه نه دی لغوه کړی. امریکا په دې وروستیو کې په جرمني کې د خپلو ځواکونو د شمېر کمولو پرېکړه کړې ده.

د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ د قطعي لغوه کېدو خبره نه کوو»، او زیاته یې کړه چې دا وسلې لا هم ښايي په جرمني کې ځای پر ځای شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې امریکا اعلان وکړ په جرمني کې به خپل شاوخوا پنځه زره سرتېري کم کړي.

دا پرېکړه په پراخه توګه داسې تعبیر شوه چې ګواکې د لر واټنه توماهاک توغندیو د ځای پر ځای کولو پلان هم لغوه شوی دی.

د جرمني د دفاع وزارت ټینګار کړی چې د وسلو د ځای پر ځای کولو په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او لاهم دا احتمال شته چې دغه پلان عملي شي.

ایران امریکا ته خبرداری ورکړی چې له هرمز تنګي دې لرې ګرځي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
ایران امریکا ته خبرداری ورکړی چې له هرمز تنګي دې لرې ګرځي
100%

د ایران پوځ د دوشنبې په ورځ امریکايي ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې هرمز تنګي ته داخل نه شي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشګټن به د هغو بېړیو له خلاصون سره مرسته وکړي، چې د امریکا-اسراییل جګړې له امله په خلیج کې بندې پاتې دي.

ټرمپ د دغه پلان په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې له هغو بېړیو او عملې سره به مرسته وشي چې د دې مهمې سمندري لارې په داخل کې «بندې پاتې شوې» دي او د جګړې له اوږدېدو وروسته د خوړو له کمي او نورو اړتیاوو سره مخ دي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ګډې قوماندانۍ په ځواب کې خبرداری ورکړی چې امریکايي ځواکونه باید د هرمز تنګي له سیمې لرې پاتې شي.

یادې قوماندانۍ ویلي، چې هر ډول ګواښ ته به سخت غبرګون وښيي او له تجارتي بېړیو او تېل وړونکو ټانکرونو یې وغوښتل چې له پوځي همغږۍ پرته حرکت ونه کړي.

د ایران د ګډې قوماندانۍ مشر علي عبدالهی وویل: «موږ څو ځله ویلي چې د هرمز تنګي امنیت زموږ په لاس کې دی او د بېړیو خوندي تګ باید له وسله‌والو ځواکونو سره همغږی شي».

انتونيو ګوترېش: د خبریالانو پر وړاندې ۸۵ سلنه جرمونه له څېړنې پاتې کېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۱
انتونيو ګوترېش: د خبریالانو پر وړاندې ۸۵ سلنه جرمونه له څېړنې پاتې کېږي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، شاوخوا ۸۵ سلنه هغه جرمونه چې د خبریالانو پر ضد ترسره کېږي؛ له جدي څېړنې او سزا پاتې کېږي. هغه خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خبریالانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

ګوټرېش دغه څرګندونې (د مئ ۳مه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت کړې دي. ګوتریش وایي، د رسنیو ازادي د ټولو نورو ازادیو بنسټ دی. د هغه په وینا؛ له ازاده رسنیو پرته سوله، دوامداره پرمختګ او د بشري حقونو ټینګښت ستونزمن کېږي.

هغه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو نه تعقیب «د نه منلو وړ معافیت» وباله او زیاته یې کړه، چې اقتصادي ستونزو، نوې ټېکنالوژۍ او سانسور پر رسنیو بې‌ساری فشار راوستی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه وویل، د عام تصور خلاف چې ګواکې حقیقت د جګړې لومړنی قرباني دی، په حقیقت کې د جګړې لومړني قربانيان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دي چې د حقیقت راپور ورکولو لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه: «دغه ګواښونه یوازې تر جګړې محدود نه‌دي؛ بلکې د نړۍ په هر هغه ځای کې چې واکمنان له حساب ورکولو وېره لري، خبریالان له سانسور، ګواښ، ځورونې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ وي».

ګوټرېش په یوه ویډیويي پیغام کې ټینګار کړی، چې معلوماتو ته د لاسرسي محدودېدل په ټولنه کې بې‌باوري زیاتوي. د هغه په وینا؛ د عامه موضوعاتو تحریف ټولنیز یووالی کمزوری کوي او کله چې ژورنالېزم زیانمن شي، نو کړکېچونه لا ژورېږي.

په پای کې هغه له هېوادونو وغوښتل، د خبریالانو حقونه خوندي کړي او داسې شرایط رامنځته کړي چې حقیقت او د حقیقت ویونکي په بشپړ امنیت کې ژوند وکړي.

جان بولټن: امریکا د پوځي برترۍ سره هم په ایران کې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۱
جان بولټن: امریکا د پوځي برترۍ سره هم په ایران کې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي
100%

د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، ویلي چې امریکا له پوځي برترۍ سره سره تر اوسه په ایران کې خپل ټاکلي هدفونه نه دي پوره کړي.

بولټن له نیوزنیشن سره په مرکه کې ټینګار کړی چې امریکا «لا هم په ایران کې خپل کار نه دی بشپړ کړی» او زیاته کړې یې ده چې د بریا تعریف یې د تهران د حکومت بدلون دی.

د «دی هیل»د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې که څه هم امریکا «لویه برتري» لري، خو هغه ماموریت چې پیل شوی و، لا پای ته نه دی رسېدلی.

بولټن همدارنګه څرګنده کړې،چې حتی که د نظام بدلون هم نه وي، بیا هم داسې اقدامات موجود وو چې د ټرمپ ادارې کولای شول ترسره یې کړي، خو عملي شوي نه دي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي اختلافونه دوام لري.